
سرښندنې او موخې يې
جواد مجاهد
د محبوب (صلی الله علیه وآله وسلم) او له هغه څخه د را وروسته أصحابو، تابعينو، تبع تابعينو او تر دې دمه پورې د صالحينو سرښندنو او جهادونو ځانګړې موخه درلوده. د جهاد أهم اهداف د الله عزوجل پر ځمکه د الله عزوجل کلمه لوړول، د شريعت تنفيذ او د حدودو جاري کېدل دي.
که مسلمانانو غفلت نه وای کړی نو اوس به عثماني خلافت باقي پاتې وای خو ويده زړونه سبب شول چې کفارو ته په مؤمنه ټولنه کې د نفوذ فرصت ورکړي او خپل خواږه زهر پکې وشيندي. د خلافت له ړنګیدو وروسته ډير زيات فکري او جهادي خوځښتونه را منځته شول، ډيرې ککرۍ پکې وشيندل شوې او ډير مؤمنان پکې شهيدان شول.
د خلافت له سقوط وروسته د ثالث عمر – رحمه الله په محض توکل او د الله تعالی په ځانګړي نصرت سره مؤمنانو د شر او فساد پر لښکرو برلاسی ترلاسه کړ او وتوانېدل تر څو د افغان پر خاوره اسلامي امارت تأسيس، شریعت تنفيذ او حدود جاري کړي.
د سترې آزموينې د دورې پر مهال هم تورې وريځې خپرې شوې؛ ډير بدنونه د موټربم په لمبو کې لولپه شول، ډير بدنونه د ډرون ګوزارونو وخوړل، ډير بدنونه معيوب او نيمګړي شول او الله تعالی خپل نږدې بندګان لا ډير ور نږدې کړل.
د سترې آزموينې دورې ډير ايمانونه وننګول، ډيرې څيرې دنيوي بې وفا خوندونو مسخ کړې او ډیری کسانو د تورو وريځو په غېږو کې پناه واخيسته.
دې تورو وريځو ډير خواږه یاران وداړل خو، له بې شمېره سرښندنو وروسته د سهار سپېدې را ښکاره شوې؛ د غزا ميدان يوازې د کفارو په لاشونو ډک وو، د تورو وريځو غيږه ور ټوله شوه او يوه سپين سهار د افغان پر خاوره خپلې وزرې وغوړولې.
اوس هغوی مخاطبوم چې غواړي د زمان له سپينې ورځې سرکشي وکړي او تورې وريځې رابلي تر څو د عدل لمر پخپلو سيورو کې را ونغاړي او يو ځل بيا دوهمه ستره آزموينه پر افغان مؤمن ولس راولي؛ زما خبرې ور ورسوئ:
“ګورئ!
موږ خو قرباني ددې لپاره نه وه ورکړې چې د فتحې په راتګ سره به د يوې څوکۍ خاوندان شو او يا به کوم غوړ منصب ته ورسېږو. موږ خو قرباني ددې لپاره ورکړې وه چې يو سوچه اسلامي نظام رامنځته شي، موږ خو چې دا خواږه ملګري د أبد پر خوب ويده ليدل د هغوی خوب خو دا نه وو چې موږ ته د دوی په وينو سره يوه يوه څوکۍ ورسېږي.
شهيدانو هيڅکله هم ددې لپاره وينې نه دي ورکړې چې سبا ته دې فلانی خان راشي او فلان فلان وزارت يا رياست دې واخلي!
ګورئ!
شهيدانو د يوه ډير ستر ارمان لپاره قرباني ورکړه!
زخمیانو د دنيوي مادياتو او خواهشاتو لپاره خپل اندامونه ټوټه نکړل، بلکې يو سوچه اسلامي نظام يې غوښت. اسلامي امارت يې غوښت.
هغه اسلامي امارت چې بايد قضاء او محکمه يې عادله او باثباته، استخبارات يې چټک او ځيرک، پوليس يې هوښيار او بيدار، دفاع يې محکمه او مستحکمه وای، دوی د همداسې يوه نظام لپاره حتی تر خپلو بدنونو هم تير شول.
پدې سپېڅلې لاره کې ددې سپېڅلو موخو د تعقيب په پار ډيرو زلميو خپلې سترګې هم له لاسه ورکړې.
زموږ د جهادونو پايله وه چې الله تعالی ځانګړی نصرت را واستاوه او د خپلې ځمکې په يوه برخه باندې يې واکمنان وګرځولو نو اوس يې وخت دی چې عدل وکړو او د الله لخوا په رالېږل شوو حکمونو پريکړې وشي تر څو يو سوچه اسلامي نظام راشي او موږ هم په سپين مخ له خپلو شهيدانو ملګرو سره يوځای شو، بإذن الله.”
پای