
ورزش
د انتظار شیبې پای ته ورسېدې، څو ساعته وروسته د قطر فوټبال نړیوال جام پېلیږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۱ل): بالاخره هغه شېبه څو ساعتونو ته نږدې شوه چې د قطر فوټبال نړیوال جام لوبې له یوې سترې پرانیستې مراسمو وروسته رسمي پېل شي.
د فوټبال نړیوال جام به نن د یو لړ پرانیستي مراسمو وروسته پېل شي چې په لومړۍ لوبه کې کوربه قطر او اکوادور لوبډلې مخامخ کیږي.
د قطر نړیوال جام کې ۳۲ لوبډلې ګډون کوي چې شاوخوا یوه میاشت کې به ټولې ۶۴ لوبې ترسره شي.
د یادو سیالیو په لړ کې به سبا درې لوبې وشي، چې انګلستان د ایران، سینیګال د هالنډ او امریکا د ویلز پر وړاندې مخامخ شي.
دا لومړی ځل دی چې په منځني ختیځ یوه مسلمان هېواد کې یادې سیالۍ ترسره کیږي.
عربي رسنۍ راپور ورکوي چې د یادو سیالیو پرانیستې مراسمو پرمهال به مشهور داعي ډاکتر ذاکر نایک هم زرګونو کسانو ته وینا وکړي.