نړۍټکنالوژي

ایلن ماسک د ټرمپ ټویټر فعاله کړ، خو ټرمپ وایي د کارولو اړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۱ل): وروسته له هغه چې د نړۍ شتمن کس ایلن ماسک ټویټر واخیست، له تېرو دوه کلونو راهیسې د بندیز سره مخ د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حساب فعاله کړ.

ایلن ماسک تېره ورځ د ټرمپ حساب وروسته له هغه پرانیست چې نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه له خلکو د هو او نه عامه رایه غوښتې وه.

ټویټر هغه مهال د ټرمپ اکاونټ حذف کړ چې د هغه پلویانو په ګانګرس ماڼۍ برید وړی و او خپل پلویان یې د ټویټر له لارې تاوتریخوالي ته هڅولي وو.

د ایلن ماسک پر ټویټر شاوخوا پنځلس ملیونه کسانو رایه کارولې وه چې ۵۱.۸ سلنه کاروونکو د هو او ۴۸.۲ یې د نه رایه کارولې وه.

خو بل لوري ته ټرمپ ویلي دي چې هیڅ اړتیا نه لري ټویټر کې خپل اکاونټ بیرته پرانیزي.

نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال لپاره ورته خپله رسنۍ (ټروت سوشل Truth Social) کفایت کوي او د همدې له لارې به خپله مبارزه مخ ته وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx