fbpx

 د عمران خان په مشرۍ ازادۍ مارش لاهور څخه د اسلام اباد پر لور پيل شو… ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند «ازادۍ مارش» د پنجاب ايالت مرکز لاهور زمان پارک څخه د پلازمنې اسلام اباد پر لور وخوځيد.

د عمران خان په ګدون د تحريک انصاف ګوند مشران مرمۍ ضد کانټينر موټر کې دي او د ګوند نور پلويان عام کاروان کې د خپلو ليډرانو تر شا د اسلام اباد پر لور روان دي او د ازادۍ نارې وهي.

د ازداي مارش له پيليدو شېبه مخکې عمران خان لاهور زمان پارک کې خپلو پلويانو ته د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د دوی مشرانو پاکستان له پرنګيانو ازاد کړی و او دوی اوس د خپل راتلونکي نسل د ژغورنې لپاره د ازادۍ مارش کوي.

عمران خان خپلو پلويانو ته وويل، چې ازادي ورکول کيږي نه، بلکې اخيستل کيږي او د ګرمۍ او تکليفونو پروا مه کوئ، زه تر اسلام اباده درسره يم.

عمران خان دا خبرې په داسې حال کې کولې، چې د نوموړي د امنيت او ارام لپاره د ديارلسو ميليونه روپۍ په بيعه داسې يو کانټينر جوړ شوی، چې ايرکنډيشن، د خوب او خوراک لپاره ارام ځای لري او له امنيتي پلوه هيڅ ډول مرمۍ پرې کار نکوي.

بل پلو د طاهر القادري په مشرۍ «انقلاب مارش» هم د پلازمينې اسلام  اباد پر لور خوځيدلی دی او ادعا کوي، چې تر هغې به بېرته لاړ نشي، تر څو يې چې د نواز شريف حکومت نه وي نسکور کړی.

عمران خان هم ويلي، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو او د نواز شريف حکومت تر نسکوريدو به خپل مارش ته دوام ورکوي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين، لومړي وزير ميانوازشريف، د پنجاب ايالت اعلی وزير شهباز شريف او نور چارواکي وايي، چې د عمران خان ازادي مارش او د طاهر القادري انقلاب د ولسي خوښيو پر ضد دي او غواړي، چې د ولس راتلونکې تيارو ته ور ټېل وهي او دغه خلک هېڅ اجنډا او پروګرام نه لري.
د عمران خان مارش  اسلام اباد ته داخليدای شي، مګر د طاهر القادري نه

له څو ورځو راهيسې د عمران خان د ازادۍ مارش او د طاهر القادري د انقلاب اعلان د پلازمينې اسلام اباد په ګډون د ګرد پاکستان د سياسي حرارت درجه ډېره لوړه کړې او وخت پر وخت د حکومت په ګډون د عمران خان او طاهر القادري پريکړې هم بدليږي رابدليږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت تر نن سهاره ويل، هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې پلازمېنې اسلام اباد ته مارش وکړي او د پلازمېنې ريډ زون کې يې د ګرځنده تيليفون خدمات بند کړي وو، مګر شېبه مخکې د پاکستان کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د عمران خان په مشرۍ ازادي مارش ته هر کلی وايي او ريډ زون کې يې تيليفوني خدمات هم فعال کړل، مګر ورسره يې اعلان وکړ، چې د طاهر القادري انقلابي مارش ته به په هېڅ صورت اجازه ورنکړي، چې پلازمېنې اسلام اباد ته داخل شي.
سياسي قبر به د چا په برخه وي؟

کارپوهان وايي، چې د لومړي وزير ميانوازشريف حکومت د لاريونونو او مظاهرو له امله د ګړنګ پر غاړه دی او که د سياسي روغې جوړې له لارې يې حالات کنټرول نه کړل، نو واک يې له منځه تللی شي.

د پاکستان د پلان وزير او د نوازشريف د ګوند لوړپوړي چارواکي احسن اقبال وايي، چې دوی ته د مشرف د بندي کولو او محکمه کولو سزا ورکول کيږي.
د کارپوهانو له قوله د نوموړي اشاره پاکستاني پوځ ته وه، چې نوازشريف سره د مشرف په محاکمه او يو شمېر نورو خبرو اختلاف لري.

ويل کيږي، که نواز شريف پوځ او مظاهره کوونکو سياسي مخالفينو سره روغه جوړه وکړي، نو حکومت يې خوندي پاتې کيدای شي او که په خپله خبره ټينګ پاتې شي، نو حکومت يې حتما له ګواښ سره مخ دی.

د سياسي چارو څارونکي وايي، که نوازشريف د خپل حکومت په ژغورلو وتوانيده او حالات يې کنټرول کړل، بيا نو د عمران خان او طاهر القادري راتلونکی سياسي ژوند له ګواښونو سره مخ کيدای شي.

څارونکي وايي، که د عمران خان ازادۍ مارش ناکام شي، نو راتلونکی سياسي باور به له لاسه ورکړي او کيدای شي، خيبر پښتونخوا ايالت کې خپل فعال حکومت يې هم له لاسه ووځي او راتلونکي وخت کې هم خپل اعتبار وبايلي.

بل پلو طاهر القادري هم اعلان کړی، چې تر څو يې د نوازشريف حکومت نه وي نسکور کړی، تر هغې به بېرته رانشي او خپلو پلويانو ته يې امر کړی، که خپل ملګري يې هم له انقلابه په شا کيدل ویې وژنئ.

کار پوهان وايي، چې د دومره سترو دعو سربېره هم که طاهرالقادري په خپلو دعوو کې پاتې راشي نو کاناډا ته له تلو پرته ورته هيڅ کونج نه پاتې کيږي او سیاسي راتلونکی يې هم بايللی ښکاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د