ورزش

کوربه قطر د فوټبال نړيوال جام لومړۍ لوبه کې اکوادور ته ۲ پر صفر وبايلله

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۱ل): د فوټبال نړيوال جام د یکشنبې په ورځ د يو لړ زړه راښکونکو او رنګا رنګو پرانيستې مراسمو وروسته د کوربه هېوادقطر او اکوادور ترمنځ له سيالۍ پېل شو.

د قطر جام لومړۍ سيالي کې کوربه قطر اکوادور لوبډلې ته دوه پر صفر مات شو.

دا د فوټبال په تاريخ کې لومړی ځل دی چې کوربه لوبډله خپله لومړۍ لوبه له لاسه ورکوي.

د اکوادور له لوري دوه ګولونه لوبډلمشر اينر والنسيا راوړل چې په مرسته يې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د يادو سياليو په لړ کې سبا درې لوبې ترسره کيږي. دغه راز د نړۍ مشهور ستوری ليونل ميسي به خپله لومړۍ لوبه د سعودي پر وړاندې د سه شنبې په ورځ ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx