ادبي لیکني

د معسکر خاطره«لومړۍ برخه»

م رضوان الله فيضاني

کلونه مخکې مونږ په يو غرني معسکر کې وو؛
د معسکر عجيب او ډېر سخت اصول او شرئط وو.
چې کومه يوه سهوه او غلطي به راڅخه وشوه، نو استاذانو به راباندې (ډبس پوزيشن) سينه کشيانې کولې.
غلطي به يو ملګري وکړه او سزا به ټول معسکر تقريبا ۴۰ کسانو ته ورکول کېدله، غلطي کوونکي ته به نور ملګري ډېر زيات په قهر او غوسه وو، خو متأسفانه چې وس او موقعه به نه وه چې زړونه پرې يخ کړي.
خوږې او ترخې ورځې شپې تېرېدې، يوه ورځ سخته توره ورېځ راغله، قوي تالنده او برښنا ورسره مل وه، په شېبو شېبو باران شروع شو، د معسکر مشر استاذ راغی، هسې په هسې يې يوه بهانه راته جوړه کړه، وای تاسو ولې سم تمرين نه کوئ؟ ولې خبره نه منئ او داسې نور …
لنډه دا چې له کوټې نه يې ټول د باندې را وباسلو او يو غټ ميدان ته يې ورښکته کړلو، شړکنده باران ورېده، د تېز باران له وجهې د اوبو ويالې بهېدې، شاوخوا ته ټولې خټې خټې جوړې شوې وې ډېر بد حال و.
استاذ امر وکړ وای هلئ تکړه شئ ملاقونه اړول شروع کړئ، په اول سر کې چا زړه نه ښه کاوۀ، خو بالآخره په ملاقونو وهلو مو شروع وکړه، ټول ملګري يو په بل پسې راګډ شول، په تېز باران او خټو کې سم ککړ پکړ شولو، د مخ او څټ توپير مو نه کېدۀ.
(يو خوا ډانګ و بل خوا پړانګ)
له يوې خوا سخت شديد باران، يخه هوا، خټې او غرنۍ سيمه !!! او بلې خوا ته د استاذ د امر اطاعت !!!
سرکونډکې، ملاقونه، خېزونه، سينه کشيانې او داسې نور ډېر تمرينونه مو ترسره کړل، بس په دغه ميدان کې خو مو ځانونه پوره ستړي کړل.

له دې وروسته يې د يو جګ غرۀ خواته ته روان کړلو،
يو څه اندازه مزل مو وکړ، بېرته يې ښکته راروان کړلو، چې لږ ښکته راغلو يو غټ خوړ و، د څو شېلو او درو اوبه ورته راروانې وې او دلته سره يو ځای کېدې.
استاذ راته بيا امر وکړ وای هلئ په خوړ کې ملاقونه شروع کړئ، مونږ هم په ګرمه او جذبه کې وو، وار د مخه سېلاب ته ورګډ شولو، مختلف تمرينات مو پکې شروع کړل، له سېلاب سره مقابله روانه وه، څوک لوېدل او چپه کېدل او څوک راپورته کېدل، سم درب او دروب روان و.
زمونږ بلې خواته فکر نه و، چې بره د مرکز طرفته مو وکتل، نو ملګرو ويډيو شروع کړې وه، لنډه دا چې په سېلاب کې مو هم ځانونه تر خپلې وسې ستړي کړل، خو يوه فايده مو دا وکړه چې هغه خټې مو له جامو څخه لرې شوې.

نور بيا … ان شاءالله تعالی …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx