ورزش

سعودي د ارجنټاين د ۳۶ لوبو نه ماتېدونکې لړۍ ماته کړه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱ ليندۍ، ۱۴۰۱ل): د قطر فوټبال نړيوال جام په يوه حيرانونکې لوبه کې سعودي لوبډلې د ارجنټاين لوبډلې د ۳۶ لوبو نه ماتېدونکې لړۍ ماته کړه.

د ميسي لوبډله ارجنټاين چې د نړيوال جام ګټلو لپاره مدعي بلل کيږي، د سعودي پرمټ په ۲-۱ له ماتې سره مخ شوه.

ارجنټاين لوبډلې تېرو ۳۶ لوبو کې هيڅ ماتې نه ده منلې، چې په حيرانونکې توګه يې د سعودي پر وړاندې ماتې ومنله.

د يادې لوبې په لومړۍ نيمايي کې ارجنټاين په زړه پورې لوبه وکړه او د پينالتي ځای څخه يې ګول راوړ، خو درې ګولونه يې د آف سايډ قانون له کبله لغوه شول.

په دوهمې نيمايي کې سعودي غوره لوبه وکړه چې په ضرب د پنځه دقيقو کې يې دوه ګولونه راوړل او تر پايه يې ۲-۱ دفاع وکړه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx