ورزش

د قطر نړيوال جام يوه بله غير متوقع پايله؛ جاپان په حيرانونکې توګه جرمني ۲-۱ مات کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ ليندۍ، ۱۴۰۱ل: د قطر ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام د سياليو په ترڅ کې يوه بله غير متوقع پايله رامنځته شوه چې په حيرانونکې توګه جاپان جرمني ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه.

د ګروپ سي په دغه لوبه کې جرمني لومړۍ نيمايي کې د ايلکی ګوندوان په پينالتي وهلو ګول راوړ او ترڅنګ يې غوره لوبې ته دوام ورکړ.

خو جاپان په وروستيو شېبو کې په لسو دقيقو کې دوه ګولونه راوړل او جرمني ته يې په ۲-۱ ماتې ورکړه.

د قطر نړيوال جام د لومړۍ اونۍ په ترڅ کې دا دوهمه غير متوقع پايله ده چې يوه پياوړې لوبډله راپرځول کيږي.

له دې وړاندې وړمه ورځ د نړيوال مشهور ستوري ميسي لوبډله ارجنټاين په حيرانونکې توګه د سعودي پر وړاندې په ۲-۱ له ماتې سره مخ شوه.

جرمني او ارجنټاين لوبډلې د سږني نړيوال جام ګټونکو مدعيان بلل کيږي، خو لومړۍ ماتې ددوی لپاره په راتلونکو لوبو کې سرخوږی جوړولی شي.

ددې سياليو په ترڅ کې د المغرب او کرواتيا ترمنځ لوبه بې پايلې پای ته ورسېده. همدا راز شېبه وروسته د هسپانيا او کوسټا ريکا ترمنځ لوبه ترسره کيږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx