ادبي لیکني

د استشهاد سفر!

جواد مجاهد

د زړه له يوې دردناکې څړيکې پيل او د هجر په يوه تل پاتې درد انجامېږي. دا سفر بيل بيل کاروانونه لري، زه يې هم د يوه بريالي کاروان يونوال يم. دا کاروان له سختو کږليچونو تېرېږي خو هر پړاو يې له خوندونو ډک دی.

د استشهاد سفر قوي ايمانونه غواړي، ډبرين عزمونه غواړي، سپېڅلي او پر اخلاص مينځلي زړونه غواړي، عقيدې غواړي خو کلکې عقيدې.

تقدير پدې ستړي سفر کې له دې روان کاروان څخه خپل د خوښې وړ غوره کوي، پخپله غيږه کې يې ور نغاړي او د خالق عزوجل تر درباره يې رسوي. دا سفر ډيرې لوړې ژورې لري، لاره باريکه او د جهاد پر يوه لوړ غره تيره شوې ده؛ که خدای ناخواسته را وغورځېدې نو سم را غورځې؛ داسې چې د بيا پورته کېدو توان ونلرې.

زه چې ددې ستړي سفر يو لاروی يم د شنو ونو تر سيورو لاندې دمه يم. د شنو ونو سيوري ښکته را پرېوتي دي. پر ښويو ډبرو د رڼو اوبو شړکنده آواز له طبيعت څخه د باغي توب زمزمې کوي. د همدې باغي اوبو څاڅکي له تيکي څخه پر را ايستل شوې، له باطل څخه ياغي او حق ته پر وفاداره توره باندې لګېږي او د لمر د روښانه وړانګو په منشور کې يې هر څاڅکی بلا ډيرې کيسې منعکسوي.

د ونو ژيړې رژېدلې پاڼې د ژوند د دوران افسانې بيانوي؛ حال ژبه را ايستلې او طبيعت ته په ګيله منه څيره کې خپل بدلون بيانوي.

د صيقل شوې تورې تر څنګ څو ماتې زغرې پرتې دي چې د يوې درنې معرکې شاهدي ورکوي. څو ژڼي ښکاري چې د اوږدو ونو سيوري ته په شنه چمن کې دمه دي. زه، ددې کوچني ټول د يوه کوچني خادم په حيث له دوی سره يو ځای د راتلونکي پړاو پر لور د روانيدو په تکل کې يم.

راتلونکي پراو ته پر لاره له يو شي څخه په ويره کې يم او له ځان سره دا الفاظ تکراروم چې:

[د لار ورکو تر منځ له ژوند او پر باطله لاره له مرګ څخه ډير زيات وېرېږم. له خالق عزوجل څخه همدا يوازينۍ هيله لرم چې د حق په لاره کې مې شهيد کړي؛ له شهادت لوړ بل اعزاز نشته.

څوک چې شهيدان شول، هغوی الله ته ورنږدې او خپلو موخو ته يې ورسېدل. موږ ورپسې يو او تر څو چې أصولو ته ژمن او د حق تابع واوسو، تر هغو پورې مو الله مل دی؛ خالق عزوجل دې داسې وخت نه راولي چې موږ لاره غلطه کړې وي خو بيا هم پدې سوچ کې وو چې پر نيغه لار يو، آمين.]

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx