
ورزش
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن پېلیږي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۱ل): ټاکل شوې ده د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ نن جمعه پېلیږي.
دغه لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه دي چې په مرسته به یې دواړه لوبډلې وکولی شي د ۲۰۲۴ نړیوال جام ته مستقیما لاره ومومي.
افغان لوبډلې یادو سیالیو لپاره وار دمخه د لوبډلې نوملړ اعلان کړی چې د یوې اونۍ لپاره يې په عربي اماراتو کې تمرینات ترسره کړل.
سریلانکا لوبډلې وړمه ورځ د یادو لوبو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړی دی.
یادې لوبې به د جمعې، یکشنبې او سه شنبې په ورځ ترسره شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د کینډي ښار په پالیکالي لوبغالي کې نن د ورځې ۲ بجې پېل شي.