ورزش

د ابراهيم او فاروقي په زړه پورې لوبه، افغانستان سريلانکا ته لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۴ ليندۍ، ۱۴۰۱ل): د افغانستان او سريلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ورځنۍ لوبه کې افغانستان د ابراهيم ځدران او فضل حق فاروقي په زړه پورې لوبې سره سريلانکا ته د ۶۰ منډو په توپير ماتې ورکړه.

ياده لوبه کې افغان لوبډلې لومړی د توپ وهنې پريکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ابرايه ځدران سليزې، رحمان الله ګربز او رحمت شاه نيمه سليزو په مرسته په ۸ ويکټو سوځېدلو ۲۹۸ منډې وکړې.

ګربز او ابراهيم په زړه پورې پېل وکړ، چې ګربز ۵۳ او ابراهيم ۱۰۶ منډې وکړې. ددوی ترڅنګ رحمت شاه هم غوره لوبه وکړه او ۵۲ منډې وکړې، چې وروسته يې نجيب ځدران په چټکو ۴۲ منډو ملا وکړ.

په توپ اچونه کې فضل حق فاروقي، ګلبدين نائب او يمين احمدزي ښه توپ اچونه وکړه. فاروقي ۴، نائب ۳ او يمين احمدزي ۲ ويکټې واخيستې، په داسې حال کې چې راشد خان يوه ويکټه وسوځول.

افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا د سوپر ليګ په جدول کې درې مهمې نمرې ترلاسه کړې، چې په مرسته يې د ۲۰۲۴ يو ورځني نړيوال جام مستقيم لار موندلو ته نږدې شو.

د يادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه لوبه د يکشنبې په ورځ د نومبر په ۲۷ نېټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx