ورزش

کوربه قطر لومړۍ لوبډله چې له نړیوال جام بهر شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۱ل): د فوټبال نړیوال جام کوربه لوبډله قطر لومړۍ لوبډله شوه چې له یاد جام څخه بهر شوه.

قطر لوبډلې د یاد جام لومړۍ سیالي کې د اکوادور پر وړاندې ۲ پر صفر ماتې ومنله. چې وروسته یې د سینیګال پر وړاندې  پر ۱ ماتې ومنله.

قطر چې د نړیوال جام کوربه توب هم کوي، لومړۍ لوبډله شوه چې له یاد جام څخه بهر کیږي.

دا لومړی ځل دی چې د منځني ختیځ په هېواد کې د فوټبال نړیوال جام ترسره کیږي.

قطر لومړۍ لوبه کې د اکوادور پر وړاندې په ماتې د فوټبال په تاریخ کې لومړۍ لوبډله شوه چې د کوربه توب سره لومړۍ لوبه کې له ماتې سره مخ کیږي.

یاده لوبډله به خپله وروستۍ سیالي د هالنډ پر وړاندې ترسره کړي، خو د بریا په صورت کې هم نشي کولی دوهم پړاو ته لار ومومي.

قطر لوبډله په ګروپ ای کې ځای لري، چې هالنډ په ۴ نمرو سره لومړی، اکوادور په ۴ نمرو سره دوهم او سینیګال دریم مقام لري.

د قطر فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن تونس د استرالیا، پولنډ د سعودي عربستان، فرانسه د ډينمارک او ارجنټاین د میکسیکو پر وړاندې مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx