افغانستان

حریت: د مدرسو تدریسي نصاب ته نور هم دقت پکار دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵لېندۍ، ۱۴۰۱ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکې اونیزې، د دیارلسمې ګڼې سرمقاله کې د «مدرسه؛ یو مهم ادرس!» تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې او ټینګار يي کړی چې په دیني مدارسو کې مروج تدریسي نصاب لا تازه کېدو اړتیا لري.
د سرمقالې د لیکوال په وینا، له اوږدې مودې وروسته د ځمکې پر یوه ټوټه په خورا بې سابقې ډول واک دیني طبقې ته په لاس ورغلی دی، مدرسې ابادې شوې «خو د تدریسي نصاب له اړخه لا هم دقت ته اړتیا ده او توقع دا کېږي چې له شل کلن خونړي انقلاب وروسته به موږ دې نتېجې ته رسېدلي يو، چې نور نو له مدرسې فارغېدونکی څوک باید منظم پوځي، مفکر، مبلغ، معلم او د نړۍ له معاصرو جریانونو او پدیدو سره بلد څوک وي.»
سرمقاله کې وړاندیز شوی چې د عصري او غیر عصري په نوم د علم وېش باید له منځه لاړ شي «او دا ثابته کړل شي چې دیني زده کړو کې مصروف زده کوونکی او فارغ د دې عصر پر ټولو فکري پدیدو، ټکنالوژيکي وضعیت او ساینسي پرمختګونو خبر دی، ځواب يي ویلی شي، کار پکې کولی شي او تحلیلولی يي شي.»
حریت اونیزه چې نږدې په ټول هېواد کې وېشل کېږي، په یاده سرمقاله کې د هېواد په تاریخ کې تېرو ناخوالو ته هم اشاره کوي چې ګواکې د داسې چا له لاسه راپېښ شول چې د معتبرو ښوونیزو ادرسونو اسناد يي لرل، خو روحاني او دیني تربیه يي کمروزي «یا بېخي نه وه.»
«اړتیا ده چې سیاسي، ټولنیزه، اقتصادي، ساینسي او علمي رهبري زموږ داسې راتلونکي نسلونه په لاس کې واخلي چې د دې ټولو ځانګړنو تر څنګ له دیني علومو فارغ او خداترسه متخصصین وي.»
دا اونیزه چې پکې ډېری فکري مطالب خپرېږي، د نوې ګڼې تر خپرېدو وړاندې تېره ګڼه په انلاین ډول هم خپروي، چې تاسې يي دولسمه ګڼه له لاندې ادرس نه ښکته کولی شئ:
https://drive.google.com/file/d/1EhaJPi1d-12eFwg6iV_bltmwDVr7RAzR/view?usp=sharing

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx