
افغانستان د عربي اماراتو کرکټ بورډ سره د کوربه توب تړون لاسلیک کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۱ل): د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ سره تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې افغان لوبډله خپلې لوبې په عربي اماراتو کې ترسره کوي.
د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ویلي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې د عربي اماراتو سره په مختلفو موضوعاتو تړونونه لاسلیک کړې دي.
ددغه تړون له مخې به افغان لوبډله پرته له فیسونو ورکولو د سیالیو کوبه توب په دغه هېواد کې کوي.
همداراز به د عربي اماراتو په ورزشي انګړ کې خپل دفتر هم پرانیزي، چې دا به د بازار موندنې او مالي ملاتړ د موندنې په برخه کې اړینې مرستې او همکارۍ وکړي.
🚨 ANNOUNCEMENT 🚨
Very excited to share #UAECricket & @ACBofficials have formalised a five-year agreement which will welcome #AfghanistanCricket to UAE’s world-class venues (for home fixtures) plus annual #UAEvAFG T20I matches 🙌
Read more 👉 https://t.co/57GwQhZTzH pic.twitter.com/psH3WEx6o1
— UAE Cricket Official (@EmiratesCricket) November 27, 2022
ښاغلي نصیب خان زیاته کړې چې عربي امارات به افغان لوبغاړو ته په ویزو کې هم یو شمېر اسانتیاوې رامنځته کړي.
ددې تړون په بدل کې به افغان لوبډله هر کال د عربي اماراتو د ملي لوبډلې سره ۳ شل اوریزې لوبې ترسره کوي.
افغان لوبډله په تېرو اوږدو کې د کوربه توب له ستونزو سره مخ وه چې عربي امارات، هند او قطر هېوادونو کې یې پخوا د لوبډلو کوربه توب کړی دی.