ادبي لیکني

لنډه کیسه د امریکایي سپي وژل

محمدحقمل

ملګری وای: ۲۰۱۰ کال وه امریکایې وحشیانو پر افغانانو سخت له وحشته ډک بمبارونه کول ورسره څنګ ته یې #شپنۍ چاپې هم زیاتې وي یاد مې ندي چې د وړي موسم وه او که د ژمي خو دومره مې په یاد دې چې بارانونه او بادونه بیخي زيات وه، د مازدیګر لمونځونه مو د کلي په جومات کې وکړل له جومات څخه راووتلو موږ شپږ ملګري وه او دوه #موټرسایکله راسره وه همدا چې موټرسايکلې مو چالانولې مخامخ مې چې وکتل زموږ د کلي سپین ږیری (حاجي سیف الدین) په لاس یې راته د دریدلو اشاره وکړه د ملګرو هم ورته پام شو
همدا چې راورسیدلو په لوړ غږ یې وویل: ائ پتنګانو څنګه يې؟ چیرته راوان یې لږ خو ارام کوئ کنه.
ما ورته وویل: سیف الدین کاکا الله ج مو راته وساته ټول ښه یو خیرت خو به وه.
لږ موټرسایکلو ته رامخته شو او په ټیټ غږ داسې چې بل څوک یې وانوري وویل: بیګاته بیا راشئ.
ما د سمه ده په اشاره ورته سر وخورولو.
د سیف الدین کاکا کور د ابراهیم کاریز نومي سمې ته نیږدې وه چې اکثره وخت به امریکایانو هلته چاپې اچولې، تیز باد لګیدلو ددې پخاطر چې خلک پوه نشي او هغه خلک چې موږ ته ځای راکوي د عسکرو او امریکایانو له خوا په نښه نشي د شپې به ناوخته ورتللو دا کار به مو د خپل ځان د ساتلو لپاره هم کولو چې بمبار ونشي د ماخستن له لمانځه وروسته زه او دوه نور ملګري په یو موټرسایکل ورغلو موږ بیخي ستړي وه، د چای او ډوډۍ خوړلو وروسته ما کاکا ته وویل: سیف الدین حاجي صیب سخت ستړي یو که ویده شو څنګه به وي؟
هغه وویل: په ارامه ویده شئ دا ستړیاوې به مو ان شاءالله قبولې شي دا کافر به زر ورک شي.
موږ هر ملګری په خپل ځای کې ويده شولو، له حجرې بیرون بیخي تیز باران او باد لګیدلو ډېر په درانده خوب ویده یم چې په لوړ غږ راویښ شوم دا لوړ او د #ورخطایۍ غږ د عمر وه او ماته یې نارې وهلې (خلیله ائ خلیله جیګ سۀ #چاپه ده) امریکایان راغلي، همدا چې دا غږ مې تر غوږو شو په هغه بیستر چې پروت وم راته سور اور شوه سترګې مې چې خلاصې کړې د #ډرون غږونه مې هم واوریدل پوه شوم چې #غټه_چاپه ده په همدې وخت کې مې سترګې په سیف الدین کاکا ولګیدلې نارې یې وهلې ائ پتنګانو #هلئ_هلئ زر کوئ ځانونه پټ کړئ چې پيدا مو نکړئ
عمر او نصرت ولاړ وه ما ورته وویل: هلئ زر کوئ موټرسايکل دې همدلته وي، موږ او تاسې سره بیلیږو د حجرې له دروازي ووتلو هر یو ځانته ځانته راوان شولو، زه د باغ طرف ته راوان شوم باغ وړکی وه لږ مخته هوارې کندې او لوړې ژورې وي ځان مې همدغو لوړو ژورو ته برابر کړو بیخې تیز باد او باران وه په همدې کندو کې لږ لږ اوبه او هغه ویلې خاوره چې د اوبو په څیر وي یعني هغه د لیو په شان چې نرمه وي ډنډ ډنډ ولاړې وې، یو دم مې په غوږو د #سپي غږ ولګیدلو چې زما څخه تقربناً زیات لیرې وه اما د ثانيو په تیریدلو سره د سپي غږ رانیږدې کیدلو چې پوه شوم سپی زما طرف ته راروان ده زه په همدغو پستو خټو کې سره له اسلحې ورته پټ شوم داسې چې له خټو سره مې فرق نه کیدلو لکه په اوبو کې چې سړی ټول ننوزي همداسې په خټو کې ننوتلم، سپی چې رانیږدې شولو پوه شوم چې د امریکایانو سپی ده امریکایانو به اکثره ځايونه په سپیو کتل دا سپی یې هم د همدې لپاره خوشی کړه وه چې دغه ځایونه وګوري سپی په همدې خټو کې ګرځیدلو بوی یې کش کولو کتل یې چې دلته آیا څه شته کنه؟
له ځان سره مې وویل: یا الله فقط نن مې وساته بیا دې چې هر ځای قبول وم حاضر یم.
ما همدا فکر او دعا کوله چې سپی بیخي رانیږدې شولو مخکې له دې چې سپی وغاپي په سپي مې حمله وکړله خپل ښی لاس مې د سپي خولې ته ور ننباسلو چې څنګه مې لاس ورننباسلو لاس مې مخکې له دې چې سپی خپله خوله را بنده کړي او زخمي مې کړي لاس مې پکې ودرولو د خپل لاس پاسنې یعني د ګوتو برخه مې د سپي زامې ته کړله او د څنګلې برخه مې غاښو او ژبې ته کړه چپ لاس مې خولې ته په بیړه ورننباسلو او د سپي ژبه مې ټینګه ونیوله او پوره زور مې ورکړلو همدا چې زور مې ورکړو ژبه مې ترې راوباسله سپی همدلته ځای په ځاي وغورځیدلو همدا چې وغورځیدلو پوه شوم چې مړ شو په همدې حال کې دا فکرونه هم راسره وه چې که کوم امریکایي عسکر دې ووینې هغه ویره یو طرف ته د سپي د غپا چې ښا که اوس وغاپي او امريکايان راشي بیا به څه کوي؟ دا ویره بل طرف ته
خو چې سپی مې ووژلو شکر مې وباسلو شاوخوا مې وکتل امریکایان نښکاریدل زر را جیګ شوم له سپي نه ۵ میتره وړاندې یوه بله کنده دغه رقم د چیکړو او خټو کنده وه ځان مې ورخطا کړو، د ډرون غږونه هماغسې راتلل زه په همدغه لیو کې هماغسې پروت وم تر ډېره مې له دې ويرې چې څوک مې ونه ویني هیڅ ځان نه ښورولو یو ساعت وروسته امریکایان راغلل خپل سپی یې چې ولیدلو ورته ژړل یې زما له خټو سره هیڅ فرق نه کیدلو له سره تر پښو له خټو سره یورقم وم ځکه خو بیخي امریکایانو ونه پیژندلم، امریکایان چې بیرته راوان شول زه بیخي په ځان پوه شوی هم نه وم #حیرانونکې وه زه په همدغو خټو کې ویده شوه وم، سهار همدغه ځای ته #کلیوال راغلل آوازه اچول شوې وه چې په دغه ځای کې کوم مجاهد شهيد شوه ده خلک له یو بل سره غږیدل ددوي غږ مې چې واوریدلو زه له خټو را پورته شوم ټول یو دم شاته لاړل او ورخطا شول چې زه یې ولیدلم هیڅ یې نه پیژندلم.
😢
یا الله ته زموږ د ټولو قربانۍ قبولې کړه او موږ په خپل مسیر قایم ولره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx