د پولیسو رینجر موټر د ماین له چاودنې وروسته

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې نن له غرمې د دغه ولایت د احمد ابا ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه ساتونکي سره یو ځای د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال زلمي اوریاخېل د احمد ابا ولسوالۍ د امنیه قوماندان وژل کېدا تایید کړه؛ خو دم ګړۍ يې په دې پېښه کې چا ته د پړې ګوته ونه نېوله.

د خبر سره سم، د احمد ابا ولسوالۍ امنیه قوماندن څارن محمد یعقوب مسعود موټر نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د احمدابا ولسوالۍ د سلام خېلو په سېمه کې پر خښ شوي ماین وخوت او له یوه ساتونکي سره ځای پر ځای پکې ووژل شو.

د پېښي د نورو تلفاتو په اړه نور جزییات نه دي ورکول شوي.

طالبانو تر اوسه د پېښي په تړاو له رسنیو سره خپل نظر نه دی شریک کړي؛ خو دې ته ورته ډېری پېښې د دوی له لورې ترسره کېږي او ویندویان یې هم پر وخت رسنیو ته مسؤلیت پر غاړه اخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د