
استاد یاسر
حفيظ الدين پيرزاده
ما لا تر اوسه ورته شھید یا مرحوم نه دی لیکلی، مفقود او غایب ورته ویل ھم خوند نه راکوي.
زہ دا خبرہ د فقه الأسرة ( کورنۍ فقه ) د مفقود الأثر،او غایب د فقھي تعریفاتو له مخې نه کوم، ھغه دې قاضیان او مفتیان صاحبان وڅیړي!
زہ د خپل زړہ خبرہ کوم، د مومن د فراست خبرہ ، پخپل زړہ کې دننه د یوې داسې ھیلې، امید او ارمان خبرہ چې نه پوھیږم د کوم ځای څخه په الھام اخیستنې یې تل د ھغه د حیات زیری را کړی!
ښه شو دې ورځو کې دا زیری د استاد د کورنۍ غړیو ھم پر موږ ټولو وکړ.
څه باید وشي؟
۱- د استاد د ازادۍ لپارہ په ټویټر کې کمپاین پیل شوی، باید لا یې نور ھم پیاوړی کړو!
په فیس بک او نورو خواله رسنیو کې یې په اړہ لیکنې وکړو، په راډیو او تلویزوني پروگرامونو او مرکو کې یې یادونه وکړو او …..
۲- د استاد یاسر د کورنۍ غړي او مخلصین باید د غونډو، مجالسو، مظاھرو او ان لاریونونو له لیارې پر حکومت فشار راوړي چې د استاد پوښتنه وکړي!
غالبا د ۲۰۲۰ م کال اخري نیمایي کې یو ھیئت د قطر له سیاسي دفتر څخه د پاکستان په رسمي دعوت ھلته روان وو، ما د شخصي پیغامونو له لیاري د قطر ملگرو ته د استاد یاسر د پوښتنې یادونه کړې وہ، ھغوی ھم د استاد په اړہ د مالوماتو حاصلولو وعدہ را کړې وہ، خو ھغه مھال اما رت له یوہ حساس او نازک سیاسي حالت څخه تیریدہ نو د ډیر فشار وارِدول راته مناسب نه ښکاریدہ!
اوس حالات بدل دي، پر حکومت باید ولسي فشار راوړل شي تر څو لږ تر لږہ د استاد یاسر پڅیر مشرانو د حیات او ممات په مسئله کې د مرموز سیاست څادر له ځانه لیرې کړي!
د استاد د کورنې غړي او ورته نژدې کسان باید دا مبارزہ رھبري کړي، خو ھیله دہ د کوم سیاسي موقف د لاسته راوړلو لپارہ ترې د وسیلې کار وانخلي!
۳- حکومت باید؛
الف: د تورلینگیانو سفیر احضار او د استاد د پریښودو غوښتنه ترې وکړي!
ب: د عفوې د نړیوال سازمان، نړیوالې ټولنې او نورو ذیدخله سازمانونو څخه د استاد په را خوشې کولو کې مرسته وغواړي!
ت: په پاکستان کې د افغان سفارت او نورو ممکنو لارو له لیارې د استاد دوسیه د پاکستان سپریم کورټ ته وړاندې کړي، که پیسې ولگول شي، په پاکستان کې تکړہ وکیلان د مدني ټولنو فعالان، او ژورنالستان په دې اړہ پورہ مرسته کولای شي.
ج: د پاکستان علماء و ننگوي، او پر دې یې باوري کړي چې تر اوسه یې د پنجابي استبلشمنټ لپارہ دیني احکام او د شریعت تقاضاوې تر پښو لاندې کړې وې، خو که اوس د خپل مسلمان عالم، مجاھد، مھاجر او مبارز ورور په خوشې کولو کې کردار اداء کړي، نو د پھلا پاکستان تیوري یې نه متضررہ کیږي!
ج: په کراچۍ او نورو ځایونو کې له افغان مسافرو سرہ د پاکستاني امنیتي کسانو وحشي چلند او د منظور پښتین د تحریک او نورو پښتنو مرستې دا وښودله چې “ لاس مات شي، غاړې ته راځي” د وینا پر اساس، په دولتي سطحه ترې مننه وکړي او د استاد په راخوشي کولو کې ھم ورڅخه مرسته وغواړي!
۴- د دې کمپاین موخه د اما رت مخالفت نه دی بلکې کله کله حکومتونه پخپله غواړي چې رعیت د ولسي فشار له لیارې د دا رنگ داعیو د مخته وړلو لپارہ زمینه سازي وکړي؛ ماته دا دوسیه ھم ھمداراز ښکاري ، که نه د استاد متعلقینو تر اوسه ولې سکوت کړی وو؟ خو موږ ته مڼه پکار دہ، پر ونه یې کار نلرو!
۵- دې کې شک نشته چې افغانستان په وچه کې ایسار ( Landlocked) ھیواد دی، اقتصادي ستونزې لري او حکومت یې ھم له نړیوالو بندیزونو سرہ مخ دی خو که بلې خوا ته وگورو، پاکستان تر موږ په بدتر سیاسي او اقتصادي وضعیت کې قرار لري، موږ د خپل وضعیت د ښه کولو لپارہ له پاکستان څخه بھتر بدیلونه په لاس کې لرو، نو ځکه په زغردہ وایم چې که د پاکستان دولت د ښه گاونډیتوب مسؤلیت نه اداء کوي، باید سفیر یې وشړل شي او بھرنۍ اړیکې ورسرہ قطعه شي، ھغوی ھسې ھم افغان حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د افغان حکومت جرئتمندانه اقدام، پاکستان د ھند له ویرې ھم لارې ته راولي!
۶- افغان دولت، باید پاکستان ته په دې اړہ دوہ بدیله مخې ته کیږدي!
لومړی؛ امارت ته د استاد سپارل او که خدای مکړہ او بیا ھم خدای مکړہ شھید شوی وي نو د استاد مړی او د قاتل سپارل.
موږ لله الحمد د شرعي نظام څښتنان یو.
که د شرعي نظام د تقاضا مطابق د لوگر، پکتیا او نورو سیمو په لوبغالو کې د حدودو او تعزیراتو پلې کول د شریعت غوښتنه وہ نو د استاد پر قاتل د قصاص د شرعي حکم تطبیق ھم د شریعت غوښتنه دہ.
راځئ! موږ ھر یو د استاد یاسر د خوشې کیدو لپارہ د خپلې وسې او امکاناتو مطابق ھڅې او کمپاین وکړو.
پیغمبر علیه السلام فرمایلي:
والله في عون العبد ما كان العبد في عون أخيه. رواہ مسلم
ھمت مردان، مدد خدا
___________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۲۸/ ۲۰۲۲ م
لندن