شعـــــرونه

لسمه فی البديهه مشاعره

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۳۰/ربیع الثاني/۱۴۴۴

(دګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې پۀ یوه شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
زمـا د زړۀ د خـوږېـدو رازونـه مــۀ لـټـوه
اور به در پورې شي اشنا اورونه مۀ لټوه
ډاکتر شاه صابر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پۀ لباسي ښکلو خطا نشې ساده زړګکه
پۀ وچو کاڼو کې د غؤښې زړونه مۀ لټوه !
منصور درمان

په دې دیار کې د نفرت ډېر بازارونه جوړ دي
په دې مالت کې د الفت برجونه مۀ لټوه !
اسرار عمر

دلته د ډيرو په مازغو غبار د غرب پريوتی
ډير به خوا بدی شې اشنا فکرونه مۀ لټوه !
قاري امين امين

دلته پراته دي واړه خلګ د غفلت په مرګي
ویدۀ جهان دی، د ژوندو غږونه مۀ لټوه !
راشد کامران

د زمـانې پـه هـر یوۀ غـړي بـاور مـۀ کوه
که پر ځان رحم کوې دا خویونه مۀ لټوه !
مستغفر ګربز

د انسانیت لۀ پولې مۀ اوړه، قربان دې شمه
د پښتنو پېغلو! درانۀ مخونه مۀ لټوه !
جهادي عمري

د خپلې خدای درکړې حورې ژوند له مینې ډک کړه
د پردۍ ښځې په تندي خالونه مۀ لتوه !
دانش ملنګ

څکا! چې لولې داستانونه د ناکامې میني؟
وران بشې ړنګ بشې دا ړنګ خیالونه مۀ لټوه !
خالد احسان

و زندګۍ ته دې خطرې د ازار مه جوړوه
په ماتولو کې دزړو خوندونه مۀ لټوه !
محمودي انصار

د لېونۍ مينې په لاره لېوني تللي دي
د بيلتانه په لاره تللي پلونه مۀ لټوه !
هاشم ذاکر مهاجر

يوه دنيا غم به دې ټول عمر په زړه تېرېږي
جار دې شم مکوه د عشق تارونه مۀ لټوه !
احمدالله نثار

په دغه سيمه وږي تږي خزانونه تېر دي
په دغه سيمه کې اشنا ګلونه مۀ لټوه !
خالد وزير

دوخت یوسف درته دمصر په بازارکې ناست دی
د وخت یعقوبه راشه نور ښارونه مۀ لټوه !
سیحان کندهاری

دلته خپلوي انډیوالي او چلاکي معیار ده
هسې به ستړی شې، د کار سرونه مۀ لټوه !
عبدالله ثاقب

په وينو ليک د درد کيسې دي د پرهر په پاڼه
ګرانه د عشق کتاب کې نور بابونه مۀ لټوه !
اکرام الدین مفتون

د شهیدانو له کاروانه ارمانجن پاتې یم
روبیاره نور مي پۀ وجود زخمونه مۀ لټوه !
مهاجر فراهي

له خپل وطن سره د مينې تور مې پاس پر تندي
پرته له دې را پسې نور تورونه مۀ لټوه !
نورالحبیب نثار

شپېلۍ یې ماته شه، او نوم یې ورک شه، لرې یې کړه
اې! د ټوپک پۀ مټ، نور بس مرګونه مۀ لټوه !
ستار مبهم

د استغنا جامې پۀ تن کړه اوچشمې پۀ سترګو
لکه موږک د دفترو  کونجونه مۀ لټوه !
نصرت طالب

انسان انسان دى، ورته ګوره د انسان په سترګه
ته په انسان کې د حيوان خويونه مۀ لټوه !
نورالحبیب نثار

پۀ ماتو ، زړونو کې خواږۀ دردونه وۀ لټوه !
پۀ روغو ،زړونو کې خواږۀ دردونه، مۀ لټوه !
عمرحماس

که دې ځان ورک کړ بس به نيغ زما وه زړه ته راځې
پته يې دغه ده نور هيڅ کورونه مۀ لټوه!
محمدصادق طارق

نه – نه د تللو راتلل ډېره ناممکنه اشنا
لارې يې مۀ څاره لاليه پلونه مۀ لټوه !
معاويه زيارمل

د بیا ځل راشه کیسې پرېږده دغه فکر مړ کړه
د تللي یار د قدمو خاپونه مۀ لټوه !
راشد جالب

زما سلګيو پورې مۀ خانده خوږه جانانه
زما پۀ اوښکو کې اشنا مکرونه مۀ لټوه !
حيدري جان

د ژوندانۀ ټوله خواږۀ به دې په زهرو واوړي
د عاشقۍ د لیونو دردونه مۀ لټوه !
مشهود

له ګرېوانۀ نه وخت نیولی د مجرم پۀ څېر یم
زما پۀ سرو شوڼډو ولاړ پاړونه مۀ لټوه !
ادریس حقیار

چېرته یوه خوږه جمله را باندې وۀ لوروه
زما د زړۀ د ماتېدو لفظونه مۀ لټوه !
جهادي عمري

غربته داسي دې بې کسه اوبي وسه کړمه
بچې ته وه ژاړم چي زما جیبونه مۀ لټوه !
طاهر شیرزاد

دزړه جونګړه مي خالي دافسانو داشنا
په دې مالت کي پخواني یادونه مۀ لټوه !
حافظ کامیاب

چي دي د زړه سر راسوری کړ د بڼو په غشو
اوس مي رغښت ته تعویذان دمونه مۀ لټوه !
رحمت الله ګرم

هسې نه اور واخلې، لمبه شې او لوخړه وکړې
لاليه پام زما د زړه درزونه مۀ لټوه !
نثار

زما دژوند سريزه وګوره الهام ترې واخله
زما په زړه کې دخيانت بابونه مۀ لټوه !
تراب تګابي

طبيبه! زۀ د ميېنتوب په يؤ مرض اخته يم
په خپل حکمت مې زړۀ کې نور رنځونه مۀ لټوه !
حماد ماليار

ؤه د بېلتون ناروا څړیکې لږ را ورحمېږه ،
نور مې د زړۀ پۀ ټپ کې پټ رازونه مۀ لټؤه !
منصور درمان

ما د ناکامي میني غشی په زړګي خوړلی
طبیبه هسي د وجود ټپونه مۀ لټوه !
یعقوب شجاع

په هر یو اړخ باندې اګا د عاشقۍ زلمیه
له سپرې مینې پرته نور کارونه مۀ لټوه !
م ګربز

د فدایي میني خبر به له پتنګه واخلې
په دغه باب کي د کتاب بابونه مۀ لټوه !
م امان الله مستفغر

زۀ د ستړیاوو سره مل یم، راحت نۀ پېژنم
د ژوند صفحه کې مې اشنا خوندونه مۀ لټوه !
مبهم

کاپي موده وشوه په تاپسې ړوند شوی يمه
نور مې په سترګو کې بالا ديدونه مۀ لټوه !
فکرمل طالب

ما یې هیر کړی تۀ مې هیر کړه په الله دې سپارم
راپسې شاته مې د پښوو پَلونه مۀ لټوه !
رحمت ملنګ

درتـه ازار کـوي رقیـبه زما نمجـني لـېمې
له دردمن زړۀ مې دحسرت آهونه مۀ لټوه !
سعیدمل

توره تاواوریدل اوسردې پۀ دې خلاص شوکنه
نور مې پۀ ژوند داغزن تار پلانونه مۀ لټوه!
احمد غازي

اوس دې جانان له دغه کلي چیرته لیرې تللی
عاشق ملنګه هسې ټول کورونه مۀ لټوه !
امین زرګر

په ځان پسی می دتیرشوي حال تپوس مۀ کوه
زړه کې مې هغه ده دردوتارونه مۀ لټوه !
رحماني اشنا

د جوړیدو امکان یې نشته له زخمونو ډک دی
زما د زړۀ د رغېدو پلانونه مۀ لټوه !
عاصم ملنګ

خبره واوره نادیده دسړي زوی شه ګوره
دلته پردي اوناروا دَودونه مۀ لټوه !
نقیب الله حنیف

ته مسلمان یې ستا لپاره دا جهان ذندان دی
ته په دنیا کې دخوښۍ وختونه مۀ لټوه !
مهاجرمسجون

کتاب راواخله ځان په علم او هنر سنبال کړه
په انټرنېټ د جينکو عکسونه مۀ لټوه !
ملا مقدام

که پۀ دنیاکې دې د ځان عیبونه پټ غواړې نو
بیا د چا مخ کې د بل چا عيبونه مۀ لټوه !
شفق

رب چِ درکړي دي دوې سترګې، هم په غوږو ګورې؟
دا په غواږونو چرې هم عېبونه مهٔ لټوه !
فګار شینواری

د ملګرتیا معیار تقوا او صفا زړه وټاکۀ
بي ځایه سپین او غنمرنګ مخونه مۀ لټوه !
مسرورغزنوي

پۀ زړۀ صفا ملګری غواړه ملګرتیا یې کوه
په رنګ دې تور وي ظاهري ښایستونه مۀ لټوه !
مفتون تڼيوال

راځئ چې وکرو په زړونو کې سپېڅلې مینه
رقیبه سم شه د نفرت تُخمونه مۀ لټوۀ !
عرفان الله عرفاني

که غواړې دا چی ابدي کور دې ګلان ګلان شي
پۀ دې دنيا باندې راحت ګلونه مۀ لټوه !
احمدی

ځه! ددې ښکلي په مسکاکي را اِیسار چي نه شې
خوږه زړګیه ځان ته نور دردونه مۀ لټوه !
درمل عرفان

چې یې په ژوند درته پر یښي دي هغه لوبوه
زړګیه ! نور د تللي یار یادونه مۀ لټوه !
غالب خوستی

د ځان عزت ته دي لږ پام کوه چې چیري کېنې
چیري چې دروند نه یې عبث ځایونه مۀ لټوه !
نبیل شباب

په دا ګلدان کې دهر ګل یوه نمونه پرته ده
مثل یې نشته هسې نورباغونه مۀ لټوه !
نقیب الله حنیف

دغه باور ولس دوهم وار صرف په تا کړی ده
درد تې درمل شه ګوره نور دردونه مۀ لټوه !
عاکف مهاجر

په جهادي روحیه سمبال زلمیه پام کوه ډیر
ایمان دې سپر ښۀ ده، او نور ډالونه مۀ لټوه !
همت بدري

افغانستان یم غرقوم دي بد نظر ونه کړې
دې سمندر کي ارام ځه موجونه مۀ لټوه !
حنیف مظهري

مات به شې غوڅ به شې خو ټیټ به چاته نشې کله
افغانستان دی! دلته ټیټ سرونه مۀ لټوه !
طالب کریمي

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx