
شعـــــرونه
پۀ درشل د مسکا ګله ایسار نۀ وي!/عمري
جهادي عمري
پۀ درشل د مسکا ګله ایسار نۀ وي !
د میئن زړۀ واګی هېڅ د مهار نۀ وي !
ستا د سترګو پۀ ماحول کې سړی ورک شي
ستا د زلفو وړاندې خوند د بهار نۀ وي !
ګلابونه دې د حسن پښو کې ړنګ دي !
ستا به ولې ډېر زړګي خریدار نۀ وي؟
اې! دۀ کڅو پیدایښت چېرته لیدلی؟
پۀ ارمان چې د اور څلی هوار نۀ وي !
د هجران اوږده لمن وي، پکې پروت یم
شپه شي کال، چې پکې حسن د یار نۀ وي
جهادي لۀ رب مې دا سې ماښام غوښتی !
چې پۀ غاړه مې د اوښکو لوند هار نۀ وي
جهادي عمري