نظــر

نظام په انتقاد نه، په چاپلوسۍ نړيږي!

س.سعید

له پيغمبرانو عليهم السلام پرته، نور ټول انسانان له عيبونو او نيمګړتياوو ډک دي او عموماً د انسانانو عادت دا دی چې خپلې نيمګړتياوې نه ويني. نو له همدې امله يو پر بل انتقاد د اصلاح لپاره ډېره ښه لاره ده.
لکه څرنګه چې په يوه کورنۍ او ټولنه کې يو د بل اصلاح کولو لپاره انتقاد کيږي، همدغه شان د نظامونو د اصلاح لپاره هم د انتقاد درمل ضرور دي.
کله چې په يو نظام کې ستونزې پيدا شي، خو داسې څوک نه وي، چې د سمولو غږ يې پورته کړي، نو نظام شړيږي، ورځ تر بلې خرابيږي او له منځه ځي. ځکه خو انتقاد د نظام په بقاء، ساتلو او اصلاح کې ډېر مهم او حياتي رول لري.
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: (يو مؤمن د بل مؤمن ورور لپاره هنداره ده…) رواه ابو داود.
يعنې مسلمانان بايد يو بل ته د هغوی عيبونه وروښايي، له بدو یې منع کړي او ښو چارو ته يې وهڅوي.
همداراز؛ عمر رضي الله عنه به ويل: الله تعالی دې پر هغه چا رحم وکړي، چې ما ته زما عيبونه راښايي.
يو بل روايت کې راځي، حذیفة بن الیمان رضي الله عنه وایي: عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغلم، هغه خپه او غمژن ناست ؤ، ورته ومې ویل: امیر المؤمنین! ولې خپه یې؟ هغه راته وویل: ډاریږم چې ناروا کار به رانه وشي او ستاسو هیڅوک به زما د درنښت او احترام له امله څه نه راته وایي! حذیفة رضي الله عنه ورته وویل: په الله تعالی قسم، که موږ تا ووینو چې له حق څخه کوږ شوې، نو خامخا به دې منعه کوو. په دې سره عمر خوشاله شو او ویې ویل: هغه الله لره حمد او ثنا ده، چې داسې ملګري یې راکړي دي چې د کږیدا پر مهال مې سمې لارې ته برابروي.
د عمر رضي الله عنه په اړه ګڼ شمېر نور روايتونه هم راغلي، چې خلکو به هغه باندې توندې نيوکې کولې او نه يوازې دا چې هغه به په سړه سينه زغملې، بلکې ډېر به خوشحالېده هم. کله چې د ابوبکر رضي الله عنه له وفات وروسته د مسلمانانو د خلیفه په توګه وټاکل شو، نو په خپله لومړۍ خطبه کې یې خلکو ته وویل، زه پر تاسې مشر ټاکل شوی یم، خو له تاسې غوره نه یم، نو په ښو چارو کې مې مرسته وکړئ او له بدو مې ایسار کړئ.
البته څرنګه چې نقد ځانګړی فضليت لري، همدغه شان خپل حدود لري. هغه دا چې انتقاد بايد د شريعت خلاف نه وي، د اصلاح لپاره وي، بديله لاره وښايي، له توهين څخه خالي وي او په حکمت سره وشي.
کله چې الله تعالی موسی او هارون عليهما السلام فرعون ته لېږل، نو هغوی ته يې وفرمايل چې فرعون ته نرمه خبره وکړي. سره له دې چې فرعون هغه څوک ؤ، چې د خدايي دعوه يې کړه وه، نعوذ بالله.
نو چې په خپل اسلامي نظام او حکامو انتقاد کوو، باید نهایت زیات ادب او حکمت رعایت کړو.
اصلاً انتقاد هم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اساسي برخه ده. څرنګه چې اسلامي نظام د امر بالمعروف او نهي عن المنکر شعبه لري، همداراز بیرته د حکامو د اصلاح او څارنې لپاره رعیت هم مسؤلیت لري چې انتقاد پرې وکړي او خپل مسؤلیت ته یې متوجه کړي. انتقاد له اشتباهاتو او غلطیو وروسته کیږي او موخه یې دا وي، چې بیا ځل دغه غلطي تکرار نه شي. ځکه چې اشتباه عیب نه دی، بلکې د اشتباه تکرار او دوام عیب دی.
خو متأسفانه، عموماً زموږ په ټولنه کې هیڅوک انتقاد نه شي زغملی. علماء مو هم بې حوصلې دي، یو پر بل د کفر، بدعت او ګمراهي ټاپې وهي، عام خلک هم پر وړو خبرو سره نښلي او حکومتي مسؤلین مو هم انتقاد کول د ځان په حق کې توهین او بغاوت ګڼي.
تېر رژیم کې به هره ورځ د بیان د ازادي په نوم د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی کېده، خو که چا به کومه سالمه نیوکه وکړه، نو د خپل جرم (!!) مطابق به د زندان، شکنجې او ترور سزا ورکول کېده.
الحمدلله؛ د اسلامي امارت په حاکمیت سره دغه چاره اصلاح شوه. د بیان ازادي اوس د دیني او ملي ارزښتونو د لوټلو لپاره نه، بلکې د حق وینا لپاره استعمالیږي.
البته څومره چې توقع وه، هغسې ونه شول. یعنې د بیان د ازادي په نوم د ارزښتونو لوټل نشته، خو د انتقاد اورېدلو ته لا هم څوک نه دي چمتو. اوس چې څوک پر نظام او حاکمانو انتقاد کوي، یا خو د ټامي په نوم رټل کیږي او یا د اختلاف اچونکي، ګستاخ او باغي القاب ورته کارول کیږي.
دا چلند باید اصلاح شي، د هر چا مشوره، سالم انتقاد او غږ باید واوریدل شي. که هر انتقاد توهین او بغاوت وګڼو، نو آخر حق خبره څه ته وایي؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx