ټولنیزه برخه

ای ځوانه!

‏عبدالرحيم ترين
تاته وايم ليږ د غفلت له خوبه را ویښ شه، ته د ستر امپراتور احمد شاه ابدالي لمسی یې.
ته د ثال-ث ع-مر رحمة الله اولاده یې چا چې د يو مس-لمان ميلمه لپاره خپله واکمني قرباني کړه او په اس-لام او ميلمه یې غيرت وکړ.
ته ولې په دنياوي عيش او نوش کې بوخت يې، ولې د کفارو او ‏سیکولارانو د کفري او زهرجنو تبليغاتو ښکار یې.
ته ولې په دوه ورځني داسې ژوند کې بوخت يې چې خپل ابدي ژوند دي پرې تباه کوې.
افغانستان باندې داسې نظام واکمن ده چې ټوله نړۍ یې دښمنه ده، مسلمان هيوادونه یې د کفري نړۍ د خوشحالۍ لپاره دښمني کوي، همسایه تش په نامه هيوادونه یې‏ د خپلو شومو موخو لپاره دښمني کوي او نه پریږدي چې دا د اسل-امي شر-يعت تطبيق کونکی مستقل نظام قوي شي او د خپل هيواد د لويشت خاورې دفاع وکړي.
خپل دوکه شوې او په ډالرو پلورل شوې یې د خپل بادار او کفري نړۍ د خوشحالۍ لپاره شپه او ورځ دښمني کوي.
تاته اړتيا ده.
تاته وخت او چانس ده.‏
د هيچا په منفي تبلیغاتو مه دوکه کیږه، يو ځل دې خپل ګريوان کې فکر وکړه چې ولې او په کوم دليل دې ټولو ددې نظام سره دښمني پيل کړې ده او بيا فيصله وکړه چې ته څه کوې او ستا مسولیت څه ده.
را ویښ شه خپل رب، خپل ځان، خپل وجدان سره حساب وکړه عمر دي په څه کې تیریږي او کوم خوا درومې‏ تا څه کړي دې د یو مسلمان افغان په توګه.
ايا ته ويښتا ته اړتيا نه لرې؟
ته يو ځل ځان سره محاسبه وکړه او بيا دې خپل راتلونکي مسير وټاکه.
په درنښت عبدالرحيم ترين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx