
یوولسمه فی البدیهه مشاعره!
ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
۶/جماد الاول/۱۴۴۴
(دګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې پۀ یوه شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
د فاني دنیا لۀ غمه مې ځان خلاص کړ
د بــقـا پــۀ لـــوري تـللی پــۀ سـفـر یـم
ارواښاد ملا لتاړ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه د سترګو په خبرو پخلا کېږم
زه يو داسې نازولى مرور يم
اکرام الدین مفتون
زه له تا او ته له ما نه بې معنی یې
ښکلیه ته مې مبتدا زه دې خبر یم
شرر ساپی
رڼاګانې مې د مخ له شغلو اوري
راختلی پر أُفق د مینې لمر یم !
بدري تکل؛ بابا
راته وګوره وروستی دیدن مې وکړه!
نهامېږمه د مینې مازیګر یم!
شرافت ویاړ
لا دې غواړم، لا مې نه یې پیدا کړی
ستا د عشق په ټیټو هسکو باندې سر یم
مهاجر زاهد ساپی
هره شپه سپېڅلي شونډي د عشق زبېښم
ګنهکار د زاهدانو تر نظر یم
عبدالغني وفا
راځه بس کړه دا د زرکو خرام پرېږده
زه له دې ناز و نخرو نه ښۀ خبر يم
نورالحبيب نثار
څوک مې نشته چې لاسونه را ته سرۀ کړي
زۀ په شانتې د غريبو د اختر يم
بشارت روحاني
ستا د شونډو د شرابو پیاله غواړم
تشنه لب ستا له هجرانه در بدر یم
ګمدل
غږ دې نشته ګونګ انځور دې راسره دی
رنګ بایللی زېړ الوتی مات بشر یم
نسیم منصور
تۀ زما د ژوندانۀ د ښار خواږۀ یې
تا ته ولې زهر – زهر یمه شر یم
جهادي عمري
په مړو سترګو د رقیب مخې ته نه ځم
له غیرته خالي نه یم که نهر یم
اسرار عمر
آزادي زما په وينه کې پرته ده
نه غلام د چا د زور يم ! نه د زر يم !
هاشم ذاکر مهاجر
غځونې کړم د زړونو پۀ رګو کې
د سپېڅلې مینې رغنده اثر یم
منصور درمان
پۀ سپېڅلي عشق داسې جوړ بشر یم
ګني څۀ یمه، نۀ لال یم نۀ جوهر یم
مهاجر فرید وزیر
د مجاز مجاز ماحَول مُمثل کې
په تاثير د مؤثِر کې يو اثر یم
قاري معتصم
زندګي ده، د ګړنګ په غاړه تګ دى
څه ځوړنده، څه لوېدلى، څه بهر يم !
معاويه زيامل
ای ژوندونه! د یو څو ورځو مېلمه یم
له مهده تر لحده مسافر یم
راشد کامران
د حقیر مجاز له ګوتو نه مې واخله !
حقیقته ستا په غیږ کې معتبر یم
حافظ سجاد
ګیله نه کووم له آب او له بهاره
خېر که شين نه شومه تخم د ګوهر يم
روحاني
زه د خپلې لمن اور وته حیران یم
بیا نو څنګه په ادعا د بحرو بر یم
یونس تنویر
اوس مانا له نظرونو ده الوتې
دلته لږ ګڼي ما خلک خو اکثر يم
قاري روحاني
توري زلفې سپین دستار پرې ولونه ولونه
ته به وایې هو بهو لکه سپین غر یم
غالب خوستی
پۀ ما ګران د سترګو تور د زړۀ درمانه
تۀ که ونه د چنار يې زۀ نښتر يم
واحد ملنګ اورکزی
راشه ستا د نامۀ توري اړومه
لګېدلی ستا د مینې پۀ سنګر یم
ستار مبهم
د غم بار مې پر اوږو داسې انبار دی
لکه پوخ انار چاودلی په ځیګر یم
مومند
ستا د حسن پۀ دیدار مې زړګی موړ کړۀ
مودې وشوې چې پۀ زړۀ باندې نهر يم
احسان ژمن
تۀ فقط زما په آه پورې خندا کړې
زۀ دې غم په زړۀ خواړلى ښۀ ژور يم
خالد وزير
د هجران و سرحداتو ته ور څېرمه
استوګن دا ستا د میني پر باډر یم
نبیل شباب
بې دیدنه خو مي مۀ لیږه جانانه
زه پۀ نیمه شپه راغلی ستا تر در یم
شفق
د یادونو ډاکتران دې رانه تاوو دي!
د هجران پۀ وران کالۀ کې دې بیستر یم
جهادي عمري
ستا د وصل به نو څۀ کیف وي دلبره!
ستا د حسن پۀ بابو کې دربَدر یم
فرید
چا درک کړی، له چا ورک په روڼ سحر یم
داسې ورکه معما د ژوند په سر یم
ثناءالله معصوم
زه کچکول په غاړه ګرځمه عالمۀ
د چا سترګي لټومه در په دریم
مامون
غرونه غم دې د مات زړۀ پۀ کې ښکاريږي
ستا د اوښکو، سترکو راز باندې خبر یم
عمر حماس
ده وفا وعدي دي غواړم په هر څۀ کې
دجفا سره په هر لار کې ټکر یم
رحماني اشنا
زه دي ساتمه د زړه په غیږ کي یاره!
پروا نکړي که رټلی دي له در یم
مسرورغزنوي
لا تر اوسه ستا د تګ د صحنې غوندې
په حال نه یمه بېخوده یم اوتر یم
تسل منیب
ستا دسپین مخ ددیدن یمه ډیر تږی
یاره تاته ستړی ستړی یم اوتر یم
بدرالدین ځلاند
ټولول مى ضروري دي قيمتي يم
دګل پاڼو کې شبنم لودلې تر يم
بيتاب رودوال
د ملا تیر مې د پلار جان په دعا ټینګ دی
زړه مې روغ دی مور مچ کړی پر ځګر یم
امین زرګر
څوک دې نه ویني خوبونه زما د ماتي
زه جوړ شوی لـه فـولادو نه سنګر یم
مستغفر ګربز
زه غازي افغانستان پۀ ننګ مشهوریم
هـدیره د هر راغلي اشغالکر یم
احمد غازي
ما په غېږه کې دوخت فرعون نسکور کړ
زه دداسي ننګیالو زلمو ټبر یم
طالب جرار
هـر ګـړنـګ مـې دپـردیـو هـدېـره ده
زه هیواد دشاهې کوټ اوماهې پر یم
سعیدمل
چې اتۀ څلوېښت ملکونه مې پر صد کړل
ته ما پېژنې نړۍ؟ هغه ډاکټر يم !
وصاف
د غرور غرونه مې غېږه کې لا دنګ دي
ښائسته پۀ هندوکُش ، شمشاد سپین غر یم
م.منصور
د نړۍ لوی طاقتونه مې چیلینج کړل
راوتلی دفرعون لۀ هر منتر یم
مسکنیار
زه یوسف دصفتونو مجموعه یم
حسن داره سترګه وریم ! سترګه وریم
واقد احرار
میخانې جام اوخیام مي غلامان دي
مطربان راویښوم داسي هنر یم
حافظ کامیاب
نړیوال مي و ښایست ته شوه هک پاتې
مخ کابل! غاړه هلمند! زلفې لوګر یم !
حنیف مظهري
د ایمان سر مې خم شوی ندی چاته
زه همغه ابراهیم ابن اذر یم.
راشد جالب
زمانې راویښوم د وخت جرس يم
د تکبیر اواز يم الله اکبر یم
مخلص کډوال
د جنت خوږه ټوټه افغانستان يم
او بچو ته مې لبن يمه کوثر يــم
فکرمل طالب
دوی مې سر ور ټیټوي زۀ ترې منکر یم
د دنیا سره په دې ټکي ټکر یم
دانش ملنګ
د سر زورو فلانونه مې مات کړي
ترهګرو ته زه ځکه ترهګر يم
بيتاب رودوال
نړیوال ګوته په غاښ راته حیران دي
بت شکن د زمانی ملا عمر یم
مفتي حبیبي
زه طالب د امارت داسې عسکر يم
ښو ته ښۀ يمه او بدو ته خطر يم
اکرام الدین مفتون
دا د بلوسې خيال دې وباسه له سره
زه يوازې نه يم، زه ګوره لښکر يم
نورالحبيب نثار
اُمتي د نازولي پيغمبر يم
هم د تورې يمه زه، هم د منبر يم
عبدالمجید جواد
په خاموشه خوله مې سل خبرې وکړې !
د خوشبو په څېر، ګلانو کې مضمر یم
راشد کامران
زۀ د ستړي مجاهد د تن خوَله یم
خوشبوداره لکه مشک، لکه عنبر یم !
م کډوال
تاریخونو ته به موږ سر ټیټي نکړي !
تر دې حده پۀ هر مشر خوش باور یم
ادریس حقیار
د مظلوم د ملا تکیه وزیرستان یم
خو ظالم ته جهنم یمه سقر یم
ټینوال مفتون
ګرانه یو نظر زما پر لوري وکړه
ستا وصال ته لیونی زه سراسر یم
تپاند زُهاد
انقلاب راته ډیر څه دي راښودلي
زۀ خبر د ژوندانه په زیر او زوَر یم
هاشم سادات
زندګۍ ګټه دې نۀ را معلومیږي !
درد پۀ درد یمه، ستومان یم، خاک پۀ سر یم.
مسعود
دا چې ليکمه خوږې خوږې غزلې،
زه سعود يم، زه کاروان، زه قلندر يم.
نثار
پای.