نظــر

عطاش؛ دين او وطن ته یؤ ژمن مهارت!

استاد محمد زمان مزمل

دوبۍ ته یؤ بې ټیکټَ سفر:
سره ددې چې یؤ ځل مې دوه کاله مخکې ځوان عطاش صاحب د لویې جرګې د خېمې قصر تر څنګ په هغه دفتر کې د حاجي عبدالغفور صاحب په شمول ولید چې هغه د انکشاف ملي د تأسیس په لومړي سر کې ددغه مبارک انکشاف ملي له پاره ،نه دا چې جوړ کړی وه بلکې واقعا د شنلي او چمنونو په منځ کې یې داسې ښه ډیزاین کړی وه.
دا ځل او هومره فاصله وروسته مې دغه ځوان په بل او نوي دفتر کې ولید چې ددغه ځوان په ږیره کې د سپینو ویښتانو شمېره هماغسې یؤ توپیر درلود لکه په قصبه کې چې د هغه وروستي دفتر له لومړي سره تفاوت درلود.
ما په یوه وړه پلمه له عطاش صاحب نه د ملاقات وخت واخیست او په لمرین سهار کې د خپل د تره ځوی سره د انکشاف ملي پر مرکزي دفتر داسې ور ننوتلو چې د ده یحی د کلي د غره په سر راختلي لمر خپلې وړانګې بشپړې کړې وې … ټوله قصبه او … بیا د انکشاف ملي دفتر او چمنونه یې د خپلو ښایسته وړانګو لاندې تر هر بل وخت زیات ګلالي کړي و.
هسې نه چې په ما څوک د لمرپرست بدګماني وکړي، ولې دا پکې زما خپله سلیقه ده چې زه د لمرخاته سره له ماشومتوبه یوه ځانګړې مینه او تعلق لرم.
د دفتر ماحول په دې وړانګین سهار کې له ځان سره هومره بدل کړم چې د تره ځوی ته مې تر شا وکتل او په خندا مې ورته وویل:
موږ په کابل کې یو او که په دوبۍ کې؟
هغه وویل:
په کابل کې.
ما ورغبرګه کړه:
ښه شو چې زر دې وویل زه خو دې پاک او ښایسته ماحول هومره له ځایه بېځایه کړم چې ما ویل دوبۍ ته مو څنګه بې ټیکټَ او بې الوته سفر کړی؟!.
او همداسې دواړو سره وخندل او روان و.

کوربه مامورین؛ میلمانه مراجعین:
د سهار او ښایسته دفتر ښکلا یواځینی څه نه وه چې زموږ توجه یې جلب کړه کله چې د دفتر په تالاشۍ ورغلو سلوک او تهذیب پکې د کرزي او بیا د اشرف غني او ددغه وروستي طالبانو د نورو دفترونو له تالاشي کوونکو سره هومره متفاوت وه چې ما قدم په قدم له دغو ځوانانو سره لیدل نو له ځان سره به مې ویلې چې راځه دا ځوان به په دې تهذیب د کومې نجیبې کورنۍ پورې مربوط وي، نوم یې یاداشت کړه.
د رئیس صاحب پورې د رسېدلو تر مهاله څو ځوانانو موږ یؤ بل ته لاس په لاس کړو … خدای دې مبالغه نه کوي هر یؤ یې تر بل مهذب او هومره دروند او د کوربتوب تهذیب یې درلود چې زموږ د کلیوالو میندو په تعبیر یې مراجعینو ته سترګې لګولې.
ما هغه ورځ په یؤ متفاوت احساس کې له ځان سره وویل:
نن خو داسې ځای ته تللي یو چې ته واا د موره د یؤ ځوی د کوژدن محفل ته تللي یو او موږ پکې د چا میلمانه یو.
دا پکې د تآثر هغه دویم پاټک وه چې له ځان سره مې وویل:
موږ به مړه یو که خدای افغانستان ته دغسې مهذبې ادارې ،مشران، مهذب ځوانان او کوربانه ورکړي.

د مقام؛ حقدار ځوان سوچ:
څنګه چې ځوانان یواځې خپلو دندو ته متوجه وه او له موږ سره جوخت او چوپ روانه وه بې تکلفه یې پر هغه چا وسپارلو چې ددغه تعمیري مقام یؤ حقدار ځوان سوچ وه او د تهذیب خاوند.
له دې تېر تعامل پوه شوم چې دلته واړه مسؤلین خپل وخت نه ضایع کوي … نو ځکه مې د انکشاف له مشر نه به په یؤ لنډ فرصت کې وغوښتل چې د خپلو خبرو په مختصر کولو اجازه واخلم … تر څو د نورو وخت ونه نیسم.
څنګه مې چې تآثر اخستی و قدرمند عطاش ته مې د هغه څو تصویره وړاندې کړل … او بیا مې هغه ته وویل:
د طالبانو په راغلي نظام کې په دې درې شیانو له زړه خوښ یم ولې هغه چې په کې ناخوښ یم هغه نن او په دې فرصت کې له یاده باسم:
اول:
دا چې دا ځل طالبان په یؤ نسبتاً بدل او ملي تحول کې پر کابل ښکته شول.
هغه دا چې طالبان ورونه دا ځل د جنوب او شرق په ځای پر کابل له شمال نه او په داسې حال کې چې لښکر یې د افغانستان د ټولو ورونو نژادونو نه جوړ وه پر کابل راښکته شول.
امید دی چې تر دې وروسته هم زموږ ارګ پکې دا طالبان، نه پنجشیری او نه کندهاری کړي.
دویم:
دا چې د طالبانو په پړاو کې د قوشتیپې په شان لویه پروژه افتتاح شوه چې د سردار داود خان د مهال وروسته په دغه لوی کمپلکس کې چې را روانه قوشتیپه پکې ډیزاین شوې داسې بله پروژه زموږ پنځوس کلن تاریخ تر شا نه لري.
خوشحاله شوم … او تر دې هم زیات پر دې خوشحاله شوم چې دا پروژه د هېواد په شمال کې پیل شوه … ځکه که په جنوب کې وای نو د طالب له پاره د هغوی حریفانو بلا پېغورونه ترې جوړول.
درېیم:
په داسې حال کې چې خبرې مې اوږدې شوې وې انجنیر عطاش صاحب ته مې وکتل او ورته ومې ویل:
درېیم دا چې دا پروژه ستا غوندې یؤ ځوان مهارت ته وسپارل شوه.
زه د نورو خبره نه کوم زه له زړه په دې ډېر خوښ شوم او پوهېږم چې که شرایط او نظام ستا چانس در بشپړ کړي وایه چې څومره خلک به پدې پروژه کې کار او روزي پیدا کړي.
له دې وروسته انجنیر عطاش صاحب ته غوږ شوم او باید غوږ شوی وای ځکه د نیمې پېړۍ ویجاړو او کنډواله افغانستان په بستر کې دا ځل د ابادۍ پروژه د یوې ابادې ځمکې په زړه کې له کاغذ نه، عمل ته روانه ده.
انجنیر عطاش د پروژې او د پروژې په دننه کې د نورو بچوڼو بلا پروژو وسعت او تسلسل ته بوتلم او هومره چې زه خپله ددغې پروژې پر قیمت او د افغانستان په اقتصادي مسیر کې د هغې د اغېز په اړه پوهېدم د عطاش صاحب په خواږه راپور کې مې د هغه شل برابره نور څه پیدا او په دې بې موسیقي افغانستان کې لکه ژوندۍ نغمه واورېدل.

مدیریت؛ چې مافیا نسل یې باید کاپي کړي:

یؤ له هغو نه چې د طالبانو په راتګ مو د هغو د لرې کولو په اړه تشویش درلود یؤ له هغو نه همدغه ځوان عطاش وه.
په ځای ده چې د طالبانو له مشرانو او کشرانو نه تشکر وکړم چې د تېر نظام ډېرو ښو او بدو ته یې د بلې تجربې چانس ورکړ.
ولې خدای شته چې د ښاغلي عطاش په پاتې کېدو او دوام او بیا په دغسې یوه لویه پروژه کې د هغه له تجربې نه مناسبه استفاده، په دې له طالبانو ډېر مشکور یم.
ما” مزمل” ،حاجي عبدالغفور صاحب او تر موږ زیات مولوي صاحب احمد جان د طالبانو   معادنو صنایعو پخواني وزیر موږ ټولو د طالبانو په راتګ کې د هغوی له مشرانو بالذات همدغسې څه غوښتل.
امید دی د قوشتیپې لویه پروژه ددغه عزیز ځوان مهارت تر سپینې تجربې او ادارې لاندې بشپړه شي او افغانستان او دغه عزیز عطاش ته د هغو نورو ډېرو پروژو د کامیابۍ دعا کوم … ځکه دا هېواد د شوروي د سوې ځمکې یرغل او بیا د امریکا د کاوبایو شل کلن جنګ هومره شاته پاتې کړی دی چې نن زموږ زامن د پاکستان غوندې هېواد ویزه د ګاناډا د ویزې په قیمت اخلي.سبحان الله.
زه په دې پورته تآثراتو کې د پروژو او د افغانستان د ځمکې د مخ د بدلېدو تر شا دا هیله لرم چې زموږ ځوانان د دنیا او له خپل نږدې عطاش صاحب نه ،د ادارې او مدیریت هغه څه کاپي کړي چې دا هېواد بلکې حکمرانان او حکومتونه یې ورته ضرورت لري ځکه د اشغال نه وروسته یؤ لوی مصیبت چې په دې هېواد راښکته شو د کلیوالو او بې تجربې افغانانو ګډوډ حکومتونه وه.
د ګران افغانستان ښه راتلونکې تر هر څه دمخه د یوې ښې حکومتولۍ او ددغسې نسل پورې غوټه ده چې نن یې یوه وړه نمونه په انکشاف ملي کې ګورو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx