نظــر

د تبلیغاتي یرغل پر خلاف هم جدي مبارزه پکاره ده!

سلیمان سعید

یرغل بېلا بیل ډولونه لري:

نظامي یا مسلح یرغل، فکري او تبلیغاتي یرغل، اقتصادي یرغل، کلتوري یرغل او نور. عموماً هر اشغالګر ځواک چې پر یوه سیمه یرغل کوي، نو د مسلح یرغل تر څنګ، دغه نور یرغلونه هم ورسره مل وي. چې تر ټولو مضر یې فکري یا تبلیغاتي یرغل دی. ځکه د دغه یرغل په نتیجه کې دغو نورو ته لاره هواریږي.

هر ځواک چې بل ته نظامي ماته ورکوي، تر هغه وړاندې هغوی ته فکري او تبلیغاتي ماته ورکول شرط دي. مسلمانان چې قوي فکر او عقیده لري، نو له همدې امله تل په نظامي ډګر کې هم پر خپل دښمن بریالي شوي. شورویانو چې پر ګران هیواد یرغل کاوه، تر هغه وړاندې یې د فکري جګړې برخه کې ډېر کار وکړ، دلته یې خلک وروزل او بیا تر هغه وروسته یې مسلح یرغل وکړ. خو بل طرف ته مجاهدین هم پر قوي ایمان او عقیده سمبال وو، نو ځکه د شورویانو له ماتې او تښتېدلو وروسته، د هغوی ګوډاګي حکومت هم چندان دوام ونه کړ او مجاهدینو فتح تر لاسه کړه. تر هغه وروسته کفارو د خپلو تبلیغاتو په زور یوه بله لوبه پیل کړه او هغه دا چې د مجاهدینو تر منځ یې اختلاف اچولو ته زور ورکړ او افغانستان یې یوې بلې جګړې ته داخل کړ. د تبلیغاتي یرغل یوه کامیابي دا ده، چې له بهره هم اداره کیږي. اوس خو ټوله دنیا د یو کلي حیثیت لري، نو په انلاین بڼه هر ځای تبلیغات کېدلی شي.

دغه راز؛ کله چې د امریکا په مشرۍ صلیبي ټلوالې مسلح یرغل کاوه، نو فکري او تبلیغاتي یرغل هم ورسره مل ؤ. صلیبیانو هر کال د فکري جګړې لپاره جدا بودیجه تصویبوله، دلته یې بې شمېره تلویزیونونه، راډيو ګانې، انلاین رسنیو کې سایټونه، ورځپاڼې، مجلې، کنفرانسونه، سیمینارونه او نور تبلیغاتي پروګرامونه په کار واچول. د همدغو تبلیغاتو پر مټ یې سپین ته تور او تور ته سپین ویل، شل کاله یې د همدغو تبلیغاتو په ګرد کې ځان پټ کړی ؤ. خو کله چې اسلامي امارت هم تبلیغاتو ته توجه زیاته کړه او د تبلیغاتي یرغل پر وړاندې یې مبارزه ګړندۍ کړه، د دښمن اصلي څېره، ناوړه پلانونه او وحشتونه یې خلکو ته ښکاره کړل، نو ډېر ژر یې په تبلیغاتي ډګر کې دښمن ته ماتې ورکړه. او د همدغې تبلیغاتي ماتې له امله یې په مسلحانه او نظامي ډګر کې هم ماته وخوړه. تر دې چې ګوډاګی رژیم یې د دوی تر وتلو مخکې سقوط شو.

البته؛ دښمن اوس هم په انلاین بڼه تبلیغاتي جګړه جاري ساتلې، بلکې له نظامي ماتې وروسته یې دې برخې ته توجه نوره هم زیاته کړې. هره ورځ د خپلو شیطاني رسنیو له لارې د افغانستان په اړه په لسګونو جعلي او شیطاني راپورونه خپروي.

دلته یې بلا تشبیه، قیامت جوړ کړی، هره ورځ نارې وهي چې دومره میلیونه خلک به سږ کال له لوږې ومري، دومره میلیونه ماشومان به له یخنۍ ومري او دومره میلیونه بې کاره ګرځي، اقتصادي ناورین رامنځ ته شوی، پسرلی به جګړې زور واخلي، دا او ها…!

خو حقیقت دا دی، چې په هر لحاظ تر پخوا ښه یو. پخوا مو هیڅ اقتصاد نه درلود، ټول حکومت پردي سوال ته ناست ؤ، اوس د اقتصاد لپاره بنسټیز کار روان دی. پخوا هره ورځ په لسګونو هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښته، اوس ټول هیواد کې ډاډمن امنیت دی، پخوا مو هیڅ واک، اختیار نه درلود، اوس بشپړه خپلواکي لرو. د امنیت، اقتصاد، زراعت، صنعت، تجارت، تعلیم او هرې برخې لپاره جدي ګامونه اخیستل کیږي.

ښه مې په یاد دي، چې پروسږکال ژمی د ورځې ازادي راډیو او د شپې امریکا غږ همدغه شان نارې وهلې، سم قیامت یې جوړ کړی ؤ، خو ژمی تېر شو او هیڅ ټکه رانغله. کله چې اسلامي امارت له خپلو ملي عوایدو کلنۍ بودیجه تصویب کړه، امریکا غږ هم خبر پرې خپور کړ، خو پای کې یې وویل: دا په داسې حال کې، چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او که بشري مرستې ونه شي، لوی بشري ناورین به رامنځ ته شي.

سره له دې چې تېرو شلو کالو کې د حکومت ۷۵ فیصده معاشونه د بهرنیانو له خوا اجراء کېدل او ۱۵ فیصده یې له خپلو عوایدو ورکول، خو اوس ۱۰۰ فیصده معاشونه او مصارف له خپلو ملي عوایدو اجراء کیږي. مګر د ازادي او امریکا غږ په نظر؛ پخوا هر څه ګل او ګلزار ؤ، خو اوس سخت بحران رامنځ ته شوی!

په هر صورت؛ د همدغو نعمتونو او پرمختګونو د انعکاس او د دښمن د تبلیغاتو شنډولو لپاره، باید اسلامي امارت تبلیغاتي برخې ته جدي توجه وکړي. مقابل کې باید خپل تبلیغاتي بهیر پیاوړی کړي او تر خپله وسه د دښمن د تبلیغاتو شنډولو او بندولو هڅه وشي. په دې لړ کې د ازادي او امریکا غږ راډیوګانو بندول خورا ګټور اقدام دی. ایله به مو ولس له ذهني پریشاني خلاص او د ارامي احساس وکړي. همدا راز؛ د داخلي رسنیو لپاره هم باید داسې کاري طرحه جوړه شي، چې پر اساس یې له ټولو رسنیو د خپلو دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې، د دښمن د تبلیغاتو شنډولو او د ملت د اذهانو اصلاح کولو لپاره استفاده وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx