نظــر

هم مې ووژني په خپله، هم په ما باندې ژړا کا!

سلیمان سعید

له آدمه تر دې دمه؛ حزب الله او حزب الشيطان سره په جنګ دي، د حق او باطل دغه جګړه د ابليس عليه اللعنة او ادم عليه السلام تر منځ پيل او تر قيامته به دوام لري. البته؛ کفار له مختلفو لارو استفاده کوي، کله په پټه د منافقت له لارو او کله ښکاره جګړه کوي.

د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کې هم کفارو له مختلفو لارو د اسلام او مسلمانانو پر خلاف جګړه کوله. ځينو يې ښکاره ميدان ته رادانګلي وو، ځينو به په پټه دسيسې جوړولې او ځينو به ښکاره آن د ايمان دعوه هم کوله، خو اصلاً منافقين وو او غوښتل يې چې مسلمانان دوکه کړي او له داخله يې وځپي.

هغه مهال هم کفارو د خپلو جعلي قوانينو پر خلاف، مسلمانانو باندې اقتصادي، سياسي او اجتماعي بنديزونه لګول، غير انساني چلند يې ورسره کاوه او د مسلمانانو هر ډول حقوق يې غصب کړي وو.

نن يې هم د نړيوالې ټولنې، بشر حقوقو، د ښځو حقوقو، د ماشومانو حقوقو، امنيت شورا او په نورو نومونو جعلي او غولونکې ادارې جوړې کړې. هدف يې دا دی چې مسلمانان پرې دوکه کړي او د نړيوالو قوانينو په نوم يې خپلې غلامۍ ته اړ باسي.

دا سمه ده چې د ملګرو ملتونو، ويټو هېوادونو، نړیوالو قوانينو او نورو ټولنو رامنځ ته کيدل به د کفارو د خپل منځي لانجو کشالو د حل او فصل لپاره اغېزمن وي او د هغوی د داخلي شخړو مخنيوی به کوي، مګر مسلمانانو ته يې يوه ذره خير نه رسيږي، بلکې بيرته په مجموع کې له همدغو قوانينو څخه د مسلمانانو پر خلاف کار اخيستل کيږي. دوی د همدغو نړيوالو قوانينو او بشر حقوقو سازمانونو تر چتر لاندې پر اسلامي امت داسې حال راوست، چې اول خو يې يو اسلامي امت پر لسګونو برخو ووېشلو، بيا يې د ټولو ازادي سلب کړه، په داخلي اختلافاتو کې يې ښکېل کړل، خپل غلامان يې پرې حاکمان وټاکل او پر اکثره هېوادونو خو يې مستقيم يرغل وکړ. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د مسلمانانو سپين ږيري، ښځې، ماشومان او عام وګړي په شهادت ورسول، خو نه يې د بشر حقوقو ادارې څه وويل او نه يې امنيت شورا د وحشي اشغالګرو لاس ونيو.

دوی د نړيوالو قوانينو پر اساس؛ مسلمانان د ترهګرو په نامه ونومول او بيا يې خپل زندانونه ترې ډک کړل، زندانونو کې هم هغسې چلند ورسره کوي، چې د انسانيت په قاموس کې نشته، بلکې چې په شهادت يې ورسول، هغوی ترې بختور وو.
د نړۍ اصلي واک دوی سره دی، مسلمانان فقط د دې لپاره خپلو غونډو او مجالسو ته وربولي، چې دوکه يې کړي. د نړيوالې ټولنې امنيت شورا له پنځو هېوادونو جوړه ده، چې پنځه واړه يې د اسلام سر سخته دښمنان او کلک کفار دي. هغوی پنځه چې وغواړي، بس هماغسې به کيږي، مسلمان حتی د پوښتې او اعتراض حق هم نه لري. خو متأسفانه، بيا هم مسلمانان د هغوی شعارونه ورسره زمزمه کوي او هره خبره کې نړيوال قوانين يادوي. کنه اصلاً خو د دوی قوانين د غڼې د جال مثال لري، چې کمزوري پکې نښلي او قوي ترې تيريږي. نو د دوی قوانين به موږ ته څه ګټه ورسوي.

او که څوک د دوی د رضا کولو لپاره دغه جعلي شعارونه ورسره زمزمه کوي، هغوی هم غولېدلي، ځکه الله تعالي په قرآن مجيد کې څو ځله په صراحت ويلي، چې کفار د مسلمانو همېشني دښمنان دي او تر هغه به له تاسې څخه راضي نه شي، تر څو چې د هغوی دين ورسره ونه منئ.
د سياست او حکومتولي په برخه کې دوی موږ ته د عامو انتخاباتو رباب غږوي، حال دا چې په مصر کې شهيد محمد مرسي د انتخباتو له لارې واک ته ورسېد، مګر دوی خپل نوکر پرې وشکارلو، مرسي يې بندي او بيا شهيد کړ او خپله د واک پر ږدۍ کښېناست، خو همدغه کودتاچي حکومت ټول کفار په رسميت پېژني. همدغه شان برما کې کودتا وشوه، خو هيچا څه ونه ويل او نه يې پرې بنديزونه ولګول. په شمالي کوريا، روسيه، چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو کې له ډېرې مودې راهيسې همدا يوه ډله حاکمه ده، عام انتخابات نشته، مګر ټول کفار يې په رسميت پېژني، د عربي نړۍ سلطنتونه هم په رسميت پېژني، ځکه هغوی يې غلامي کوي او ګټې يې پکې خوندي دي، مګر موږ ته ډول ډول بهانې ګوري.

همدغو بشر دوستانو موږ څخه د رسيمت حق سلب کړی، په هره برخه کې يې بې شمېره بنديزونه راباندې لګولي، زموږ خپله ملي پانګه يې کنګل کړې او په پوره توان د جګړه مارو ډلو ملاتړ کوي. خو بل طرف ته بيا موږ سره د بشري مرستو نارې وهي او په يو څو روپيو مو دوکه کوي.
عجيبه ده! بنديزونه هم دوی لګولي او بشري مرستې هم دوی کوي، رسنيو کې ګرده ورځ نارې وهي، ځانونه خواخوږي او بشر دوستان معرفي کوي. خو دا نه وايي چې دغه حالت ولې رامنځ ته شوی او دغه بنديزونه چا لګولي؟!

اسلامي امارت بايد د خبرو اترو او تبليغاتو له لارې د دوی دوکه ټولې نړۍ ته بربنډه او دغه ټول جعلي قوانين او ادارې يې چلينج کړي. هره ورځ بايد په رسنيو کې د اسلامي امارت په حواله دا حقيقت نشر شي، چې دغه حالت همدغو نړيوالو بشر دوستانو ايجاد کړی، د دوی د بنديزونو له امله مشکلات رامنځ ته شوي، مرسته مه کوئ، بنديزونه ختم کړئ.

دوی خو د هر څه لپاره جدا ادارې رامنځ ته کړې، ځينې يې موږ وژني خو ځينې يې بيرته مرستې راکوي، ځينې يې پر موږ بمبارونه کوي او کورونه رانړوي خو ځينې يې بيرته خيمې راکوي، ځينې يې بنديزونه راباندې لګوي خو ځينې يې بسکټ راباندې تقسيموي. مګر په حقيقت کې دوی ټول سره يو دي او هدف يې يو دی، خو ځينې ادارې يې د دې لپاره رامنځ ته کړې، چې موږ پرې وغولوي.

د دوی دغه ټوله دوکه او جعل کاري د خوشحال خان خټک په دغه بيت کې خلاصه کولی شو:
هم مې ووژنــــي په خپــــــلـــه، هم په ما بــاندې ژړا کــــــا
څه ښه يار دی ښه يې مينه، وژل هسې شيون هسې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx