
روسیه ولې اوکراین کې له ماتې سره مخ شوه؟
عبدالرحيم ترين
کابو لس مياشتې وړاندې روسیې په ټول نظامي هوايي او ځمکني قوت پر اوکراين يرغل پيل. په لومړنيو بريدونو کې داسې بريښده چې روسیه به ډير ژر اوکراین تر خپل واک لاندې راولي او ددې ستر اقتصادي هيواد چې د اروپا د کندو په نوم شهرت لري اقتصادي او نوره ټوله رهبري به يې په لاس کې واخلي اؤ دا به د اروپايي او په ځانګړي توګه د امریکا لپاره تر ټولو ستر ګذار وي.
خو داسې ونشول او روسئی ولسمشر په هغه معادله کې کاملا ناکام شو چې د خپل پوځي قوت ته په کتو یې د خپلو مشاورينو په مشوره دا جګړه د يو څو اوونيو بلله او هيله يې وه چې ژر به د اوکراین کار ور خلاص کړي. پوتين د خپل پوځ په شمير او نظامي وسلو غره وو او ځکه خو يې په ډير غرور پر اوکراين برید پيل کړ، خو لکه څنګه چې اوس نړۍ په ټیکنالوژي پرمخ روانه ده نو د روسیې او اوکراین جګړه هم د ټيکنالوژۍ او انساني قوت ترمنځ سیالۍ شوه روسانو رښتيا هم ډيرې قوي وسلې لرلې او لري ئی چې د ډيرو هيوادونو لپاره د وسلو بازار ده خو اوکراین بيا د پرمختللې ټيکنالوژي په مټ د روسانو بريد په وړاندې د امريکا او اروپايي هيوادونو په مرسته سپر شو. اوکراین ته د امريکا او اروپايي هيوادونو لخوا داسې پرمختللي رادارونه او د هوايي بريدونو د مخنيوي په پار آلات ورکړل شول چې د روسیې ځواکونو زور يې اوبه کړ.
اوکراین چې په دفاع کې وو نو زيات تلفات يې ورنکړل او د روسیې ځواکونو له هغې ناکامۍ بيا سمه ګټه پورته کړه کوم چې شوروي اتحاد افغانستان کې هم ترسره کول. روسيې ځواکونه په دې مشهور دي چې هر کله بريد کوي نو بيا پرمختګ ورته له هرڅه لومړيتوب وي، تکتيک او تلفات په نظر کې نه نيسي او پرمخ درومي او سیمې او کورونه د خپلو هغو ټانګونو چې د روسیې ټانګونو په نوم مشهور او له شوروي اتحاد پاتي دي له خاورو سره خاورې کوي او همدا دې د روسې ترټولو ستره ناکامي ده. اوکراین کې هم روسانو همداسې وکړل او پرمخ لاړل خو داسې حالت سره مخ شول چې هيچا يی اټکل نه کوو او د روسیې ځواکونو مړي په سرکونو داسې پراته وو چې هر چا به لیدل ګمان يی کوو دلته دوهمه نړيواله جګړه شوې ده.
روسيې یوه بله تيروتنه دا وه چې د ټولې اروپا او امريکا دښمني یې واخيسته او همدا هغه علت وو چې روسانو په اوکراین له ماتې سره مخ دي او په تيرو دوو مياشتو کې یې خرسون، لوهانسک او دونیتسک سیمې چې د خپلو بريدونو په لومړيو ورځو کې نيولې وې بیرته په داسې حال کې خوشې کړې او په شاتګ يې وکړ چې هلته هره سیمه د روسیې ځواکونو لخوا د وحشت او ظلم ښکاره نارې وهي روسان خرابی کوي او خپله موخه ترلاسه کوی چې يوشيتمه پيړۍ کې دا ستراتيژي ناکامه ده او د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره ترټولو پاتې تګلاره ده.
روسانو سره د اوکراین جنګ ګټلو لپاره څو نور انتخابونه هم شتون لري هغه دا چې د اقتصادي فشارونو له لارې د اوکراین ملاتړي هيوادونه دې ته اړ کړي ترڅو د اوکراین له مرستې لاس په سر شي او دوئ په اسانۍ واګې ترلاسه کړي.
بل دا چې روسیه نه بايد خپل قوی پوځي ځواک متفرف کړي او هغه قوت چې په يو ځای لري په بيلابيلو سيمو د بريدونو په کولو سره بې ګټي شي. يعنی روسانو ته په کار ده لکه څنګه چې کریمیا په ۲۰۱۴ کال کې بې له کومه زيان او مقاومت تر خپل واک لاندې راوسته داسې دي د خرسون، دونیتسک، لوهانسک او نورو سترو ښارونو لپاره هم کلونه انتظار او ستراتيژي جوړه کړي په يو مخ د ۴۰ ميلون نفوس لرونکی تر ټولو ستر اقتصادي هيواد اوکراين نيول به د روسیې لپاره په داسې حال کې چې اروپا او امريکا هم د اوکرایني ځواکونو ترشاه وي ستره جنګي تيروتنه وي.
روسیه اوس مهال په ښه حالت کې نه ده او یا به همداسې شاتګ ته دوام ورکوي چې دا د روسیې اعتبار په نړيواله کچه سخت زيانمن کوي او يا به هم مجبوره کيږي د خپل ځان د خونديتوب لپاره ايټمي وسلو ته مخه کوي چې دا امکان هم د پوتين لپاره داسې نادره او سخت کار نه ده ځکه ده په لومړۍ ورځ پر اوکراين د بريد پرمهال واضحه کړه چې داسې نړۍ نه غواړي چې روسیه پکې نه يې. يعنې که حالات سخت سول د ايټمي وسلو کارول هم یو انتخاب ده د پوتين لپاره.
ددې جګړې راتلونکي او وضعیت به وخت ته پریږدو چې څه را پیښ کیږی خو د خپل هيواد افغانستان ګټه د نړۍ د داسې سترو هيوادونو په جګړې کې زياته او ښه درس لرونکې کيدای شي. هغه دا چې نړۍ به خپل منځو کې سره خوري او مونږ به ترې خوندې يو او درس دا چې که هرڅومره دې پوځي انساني قوت زيات وي خو چې هوايي ځواک دې نه وي ضرب صفر يې.
درنښت عبدالرحيم ترين