نظــر

د مکتب او مدرسې تر منځ فاصله ختمه کړئ!

امین وردګ

د مکتب او مدرسې تر منځ فاصله مو د پرمختګ مخه نیسي! نو څو چې دغه خنډ لیرې نه کړو، تر هغې پر خپلو وړتیاوو او استعدادونو تکیه نشو کولی او نه ګټه ترې اخیستلی شو.
په ټولو حکومتي دوائرو او پوهنیزو مرکزونو کې همدغه بدمرغه فاصله ده چې د یوې ستونزمنې او سره پېچلې غوټې په توګه لاس په لاس کیږي خو خلاصیږي نه.
تر ټولو زیات! همدغې جنجالي معضلې زموږ ځوان قشر سره پاشلی دی.
دغه دوه نومونه (مکتب – مدرسه) یوازې په افغانستان کې مشخصو علمي مراکزو ته کاریږي، نه په نوره نړۍ کې.
په ایران او عربي جزیرو کې مکتب ته هم مدرسه ویل کیږي او په پاکستان کې بیا مکتب ته انګریزي نوم (سکول) کارول کیږي.
د دغو دواړو نومونو (مکتب -مدرسې) ماناوې بیخي سره نږدې دي؛ مکتب صیغه د اسم مفعول ده؛ یانې ځای د کتابت او مدرسه هم داسې؛ یانې ځای د تدریس (تعلیم او تعلُم) دا دواړه (د صرفو په اصطلاح) د تفعیل او تفعُل بابونه دي! تعلیم یانې نورو ته علم ور زده کول او تعلُم یانې له نورو څخه علم زده کول.
(دا چې موږ له عربي ګرامر سره سم بلد نه یو، نو ځکه ټولو ته تعلیم وایو)
خو په افغانستان کې اصطلاحاً د مکتب او مدرسې نومونه مشخصو علمي مراکزو ته کارول کیږي، چې مکتب د عصري علومو مرکز ته وایي او مدرسه د دیني علومو؛ مګر دا اصطلاحات هم یو مخ منطقي نشو بللی ! ځکه چې په مکتب کې یوازې عصري علوم نه ! بلکې دیني مضامین هم ورسره شته او په مدرسه کې هذاالقیاس! ځکه چې هلته هم د دیني علومو تر څنګ حکمت، منطق، ادبیات، ریاضیات او داسې نور…مضامین تدریسږي.
په هر حال! دا محلي اصطلاحات دي او کوم مشخص علمي اصل نه لري؛ را به شو اساسي نکتې ته او هغه د مدرسې او مکتب تر منځ فاصله ده، چې زموږ د پرمختګ مخه یې نیولې.
پوښتنه:
د مکتب او مدرسې تر منځ فاصله نو ولې زموږ د تمدن مخه نیسي؟
ځواب:
موږ باید د مکتب او مدرسې تر منځ د فاصلې پر زیانونو سم پوه شو!
زموږ د ټولنې هر اړخ له اسلام سره لګېدلی! ځکه خو باید په هر بُعد کې اسلامیاتو ته اولویت ورکړو، له همدې امله مدرسې ته سخته اړتیا لرو.
له بل پلوه مدیریت او حکومتولي ده! چې دا بیا له مکتب سره تړلې او زموږ اوسني زعیمان زیاتره پر دغې دروازه ننوتلي لا نه دي.
بله او مهمه: متأسفانه! زموږ په مکتب کې مهم تدریسات (چې اساسي اسلامي عقیده او کامله اخلاقي تربیة ده_ نه تدریسږي؛ لکه جهاد، د کفریاتو او شرکیاتو پر ضد اساسي موقفګیري ، د فحشاوو مقابله او داسې نور…) نو ځکه خو چې کله زموږ ځوان قشر له مکتبه فارغ شي، نو د مدرسې له طالب سره په اسلامي او فکري توګه دنیا توپیر پیدا کړي.
په مدرسه کې مو هم داسې توره ورځ ده! ځینې ډېر مهم او بنیادي تعلیمات شته چې نه تدریسیږي! لکه: تاریخ، جغرافیه او سائنس؛ که څه هم چې د سائنس اساسي مضامین په مکتب کې هم نشته! مګر په مدرسه کې خو یې څوک نوم لا نه پېژني؛ تر دې چې ځینو ته دا ذهنیت هم ورکړل شوی، چې ګني سائنس نو کفري علم دی ؛ حال دا چې د سائنس وجوب لا له دغې آیة اې کریمې څخه ثابتیږي ((وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن {قُوَّةٍ} وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ .سورة انفال – آیه ۶۰)) دلته الله پاک جوت او صریح فرمایلي چې ((وَأَعِدُّوا لَهُم…)) یعنې کفارو ته تیار کړئ د جنګ او جګړې وسائل، داسې وسائل؛ چې د هغوی تر وسائلو قوي وي! د قوې معنا همدغه ده چې باید د هغوی ډرون راکوزه کړئ! ستاسو ټانګ د هغوی له ټانګونو زورور وي او د هغوی راکټي حملات باید مخکې له اصابت څخه له منځه یوسئ او داسې نور…
یعنې د الله پاک امر قاطع او صریح دی چې ستاسو (مسلمانانو) وسائل باید د هغوی (کفارو) له وسائلو څخه قوي وي.
همدا راز یې آسونه یاد کړي چې اوس مهال موټر، ټانګونه، الوتکې، اوبتلونه او موټرسیکلونه ترې مراد دي.
ښه نو!!! اوس به راشو دغې نکتې ته؛ چې قوي وسائل باید له کومه کړو؟ باید جوړ یې جوړ یې کړو.
مګر اول باید قوه وپېژنو او بیا لاس پر کار شو او د الله پاک دغه حیاتي او ارزښتناک امر پر ځمکه لوېدلی پرېنږدو.
د قوې تعریف : قوه هغه عامل دی چې ساکن اشیاء متحرک او متحرک اشیاء ساکن کړي.
سکون او تحرک دواړه د سائنس په وصیله رامنځته کیږي! چې ((ریاضي، فزیک او کیمیا)) پکې مهم عاملونه دي.
اوس پوه شوئ؟ یعنې سائنسي علوم زده کړئ!
نو دا ضرور شوه چې زموږ د مدرسو ګلالي طالبان باید تاریخ، جغرافیه او سائنس په اساسي توګه زده کړي؛ همدا راز زموږ د مکتبونو ګلالي متعلمین هم باید د اسلام اساسي تګلاره، واقعي تاریخ او جهادي احکام زده کړي؛ خو دا کار هم تر هغې نه دی ممکن، څو چې دغه فاصله ختمه نه شي او دا فاصله ختمول هم څه اسانه خبره نه ده!
زه د مشرانو توجه یوې داسې طرحې ته را اړوم چې یو نسل (شل کاله) وروسته به زموږ اسلامي ټولنه بیا له دغه رنځ څخه نه ځوریږي ان شاءالله او هغه داسې: موږ باید تر ټولو وړاندې یو داسې ګډ تعلیمي نصاب جوړ کړو، چې هم دیني علوم پکې وي او هم عصري؛ مګر هو! دغه نصاب باید د یوې داسې علمي شورا له خوا جوړ شي؛ چې هم وتلي شیوخ کرام پکې وي او هم د عصري علومو درانه دوکتوران او دغه نصاب باید کاملاً خپلواک او داسې ریښتینی وي؛ چې دواړه ابعاد یې حیاتي او اساسي ورغوول شي.
مهمه نه ده چې بیا یې د ټولګیو په نوم سره رتبه بندي کوي او که د درجو.
خو چې کله نوي نسل دغه ګډ نصاب لس کاله ولوست، بیا به دوه کاله ریشتوي مسیر تعقیبوي، نو چې کله دوولس کاله پوره شول، له هغه وروسته به (د شفافو آزموینو له لارې) لوړو تحصیلاتو ته ورپېژندل کیږي.
کله چې پر دغه منوال زموږ نوی نسل و روزل شي ، بیا به مو ښاغلی طبیب او ښاغلی انجنیر له دیني احکامو سره ناولده نه وي او نه به مو مولوي صاحب له سائنسي اصطلاحاتو او ریاضیکي فارمولو سره ستونزه لري.
نوټ: ممکن ځینې ملګري زما پر دغې تعلیمي طرح انتقاد وکړي او ووایي چې: د اسلام دښمنان هم دغسې تعاملي نصاب غواړي او پر دغه ډول مدرسې له منځه وړي.
هغوی ته زما ځواب دا دی چې: دغه نصاب موږ په خپله جوړوو! مګر همغوی مو مخې ته خنډ دي او هېڅکله به د داسي حیاتي کار اجازه رانکړي او تل به مو مدرسه له مکتب او مکتب له مدرسې سره جنګوي.
که زموږ ټول نسل پر دیني او عصري علومو پوه شي؛ ګټه یې د چا ده او تاوان یې د چا؟ فکر وکړئ! زموږ ځینې طلاب مکتب داسې بولي لکه د کفر مرکز او ځینې متعلمین مو هم همداسې.
نو راشئ چې د دغو دواړو طبقو تر منځ کینه پر مینه واړوو او فصل یې پر وصل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx