نظــر

معیاري روغتون به جوړوو

امین وردګ

که موږ ټول افغانان د یوې معیاري شفاخانې یا مرضتون پر اهمیت او جدي اړتیا فکري تمرکز وکړو، ټول ابعاد یې په دقت سره وسنجوو؛ نو زه یقین لرم چې پر ګټو او زیانونو به یې حتمي پوه شو او بیا به عملي اقدام هم کوو ان شاءالله.
په افغانستان کې یوه لویه او پر نړیوالو معیارونو برابره شفاخانه – کولای شي چې هر کال زموږ د میلیونونو ډالرو زیان مخه ونیسي.
دلته داسې شفاخانه چې ټول انساني امراض پکې تداوي شي – موږ ته تر بل هر شي مهمه ده.
زموږ شفاخانه زموږ پت او عفت ساتي، موږ له بې ځایه مصارفو ژغوري او مالي اړخ مو غني کوي.
که موږ خپل ټول نفوس (۳۵) پنځه دېرش میلیونه اټکل کړو او بیا هر کال په هرو سلو کسانو کې یو داسې مریض ولرو چې له افغانستان څخه بهر ته اړ کیږي، نو ټول مریضان مو (۳۵۰۰) کسانو ته رسیږي او بیا چې له هر مریض سره یوازې یو کس حساب کړو نو ټول (۷۰۰۰) کسان کیږي.
اوس چې د هر مریض (سره یې له ملګري) اوسط مصرف یوازې (۹۲۰۰۰) افغانۍ حساب کړو، نو ټول مصارف مو د کال (۶۴۴) میلیونه افغانۍ کیږي او په شلو کلونو کې دغه مصارف (۱۲۸۸۰) میلیونه، یا دوولس میلیارده آته سوه اتیا میلیونه افغانۍ کیږي.
دا خو ما فقط هغه کمه اندازه یې اټکل کړې! یعنې په ټول کال کې په سلو کسانو کې یوازې یو کس ما حساب کړی او بیا مې د دوو کسانو ټول مصارف، یعنې پاسپورتونه، ویزې، ټیکټونه، د لارو کرایې، خوراکونه، هلته د اوسېدلو ځای، د مریض معاینات، دوا او دا بیخي بعیده بولم؛ چې په تشو ۹۲ زره افغانیو دې دا ټول کارونه وشي.
دا خو یې مالي بُعد شو! اوس نو چې د وخت ضیاع حساب کړې، ستړې او سرګردانۍ ورسره ضم کړې او بیا د ګاونډیانو ناخوښه چلند پرې ور واچوې! خو تر ټولو مهمې زموږ د معززو تورسرو بې عزتيۍ دي ! دا کار بیا د یادو مصارفو تر لس برابره هم موږ افغانانو ته ګران پرېوزي! ځکه چې موږ هر څه زغملای شو، مګر پر ناموس مو وړوکی تېری او ګذار هم راته ګران دی چې ویې زغمو او تحمل یې کړو.
نو راشئ چې موږ پخپله لاس پر کار شو او له حاکم نظام سره مالي مرسته وکړو او هم فزیکي ملتیا ترې و نه سپموو ! هغه څه رقم؟ هغه داسې:
که موږ فرض کړو چې په هرو لسو کسانو کې مو یوازې یو کس معاش لري او نهه نور مو ټول بېکاره دي او بیا د هر یوه اوسطه اندازه معاش یوازې (۱۲۵۰۰) افغانۍ فرض کړو، نو زموږ د میاشتنیو معاشاتو مجموعه (۴۳۷۵۰،۰۰۰۰۰۰) دریڅلوېښت میلیارده اووه سوه پنځوس میلیونه افغانۍ کیږي او که موږ په کال کې فقط یو معاش طبي کمبوتاتو ته ځانګړی کړو، نو په لسو کالو کې زموږ ټول معاشونه (۳۴۷،۵۰۰،۰۰۰۰۰۰) دری سوه اووه څلوېښت میلیارده او پنځه سوه میلیونه افغانۍ کیږي او دا چې ډالرو ته واړوو، نو شاوخوا څلور زره نهه سوه میلیونه یا څه کم پنځه میلیارده ډالر ترې جوړیږي، چې په دغو پیسو سره موږ (هغه د چا خبره) د زمرودو شفاخانه لا جوړولای شو او هم د طب په برخه کې ټاپ محصلین خارجو دولتونو ته پرې استولای شو.
نو تاسو د یوه باناموسه او با وجدانه افغان په حیث ووایاست! آیا څوک به د خپل مسلمان ورور د عزت ساتلو لپاره په کال کې یوازې له یوه معاش څخه تېر نه شي؟ زه خو یقین لرم چې که حاکم نظام پخه اراده وکړي، ملت دغې قربانۍ ته تیار دی.
دا خو مو یوازې په لسو کسانو کې د یوه معاش حساب کړی! هغه هم (۱۲۵۰۰) دوولس نیم زره افغانۍ؛ حال دا چې؛ موږ ملي تاجران لرو، په خارجي او خصوصي سکتور کې د لوړو معاشونو اخیستونکي لرو؛ موږ خواخوږي هم لرو! چې په خارجو دولتونو کې ژوند کوي او ډېرې پیسې لري، نو که چېرې موږ ټینګه اراده وکړو، خامخا به دا کار کیږي ان شاءالله.
مګر هو! یو خبره شته او هغه دا چې؛ زموږ ګاونډیان تر موږ بیدار او ویښیار خلک دي!!! نو ځکه خو به مو هېڅکله هم داسې بنیادي او اساسي کارو ته په آسانۍ او خوشالۍ سره پرېنږدي؛ دوی تر موږ ډېر پر ګټو پوه دي، موږ که دا کار وکړ، نو د دوی له دغې لارې کلني عوائد چې (۶۴۴) میلیونه افغانۍ کیږي او که کلدارو ته یې واړوو نو (۱۷۳۸،۸۰۰،۰۰۰) اوولس سوه آته دېرش میلیونه او آته سوه زره کلدارې کیږي، یعنې څه کمې دوه میلیارده چې د شلو کلونو عوائد یې (۳۴۷۷۶۰۰۰۰۰۰) څه کم پنځه دېرش میلیارده کلدارې ورته جوړوي.
نو تاسو څه فکر کوئ! آیا مختلف النوع خنډونه به راته جوړ نه کړي؟
خو بیا هم! که پر موږ خپل او یا د افغان ورور نوامیس ګران وي، نو باید لاس په کار شو او تر ټولو مخکې دغه کار پیل کړو.
موږ له چا سره نور د جنګ اعلان نه کوو، بلکې عاقلانه (خو مدبرانه) ګامونه اخلو.
هم د فکر خلک لرو او هم د کار؛ فقط چې هر یو پر خپل ځای وټاکل شي، مشکل مو حل کیږي ان شاءالله.
دغه هشټاګ وکاروئ او وجداني غږ پورته کړئ.
معیاري شفاخانه به جوړوو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx