نظــر

بهر میشتي خبریالان او فعالان د بې ځایه قضاوتونه نه کړي!

لیکوال او خبریال/ نعمت الله عزیزي

دا څو ورځې د شمشاد ټلویزیون د پخواني خبریال کمال افغان پخواني او اوسني عکسونه ښکته پورته کېږي ځینې یې ښکنځي چې ولې یې ځان بدل کړی دی او څوک څه وايي او څوک څه!! دا ناوړه کار او فیسبوکي کمپاین په مخکنیو میاشتو او اونیو کې د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي د پخواني رییس نعمت الله بارکزي او د اقتصاد وزارت د معین دکتور عبدالطیف نظري په حق کې هم وشو او کېدای شي په راتلونکو کې د ډېرو نورو په حق کې هم دا ناوړه عمل ترسره شي، دلته غواړم ستاسو سره د خپل نږدې لس کلن ژورنالیستکي سفر د تجربو غورچاڼ او څو خبرې شریکې کړم.

لومړی دا چې په افغانستان کې د رسنیو ډېری مالکانو له بده مرغه رسنیو ته د یوې رسالت مندې او هدفمندې وسېلې په توګه نه کتلي او نه هم ګوري، بلکې یوازې د پیسو پیدا کولو او خپلو ښو او بدو افکارو د خپرولو وسیلې په سترګه ورته ګوري او خبریالان بې چاره ګان هم یوازې د همدې ګټو لپاره قرباني کوي، آن مرګ ته یې ورکوي او د ادارې بهر ستونزو تر څنګ په خپله اداره کې یې ځوروي، معاش پر وخت نه ورکوي، تاوتریخوالی ورسره کوي د قانون خلاف پرې تر ناوخته کار کوي، ارتقا او ستاینه پکې نه وي او بلا نورې ستونزې لري، له استثناء که تېر شو ډېری رسنۍ پکې همداسې وچ او ستړی کونکی کاري چاپېریال لري.

خبریالان د خپلو مجبوریتونو پر اساس دا ټولې ستونزې ګالي، له دفتر بیرون د پولیس او عسکر د ناوړه برخورد، د مافیايي کړیو، قاچاقبرانو، مفسدینو او غلو له ګواښونو سره سره بیا هم خپله دنده پر مخ بیايي او هڅه کوي چې مسلکي نوښتونه وکړي، خو چې کله د امتیاز وخت شي بیا نو د رسنیو د چارواکو خپلوان، د کورنۍ غړي او دوستان دومره زیات وي چې خبریال ته څوک نوبت هم نه ورکوي چې ښه بېلګه یې د جمهوریت له سقوط سره سم بهرنیو هېوادونو ته د خبریالانو د ایستلو پروګرام دی چې د خبریال په نامه ځینې داسې خلک بهر کې ناست دي چې خدای که د ژورنالیزم تعریف هم درته وکړلای شي آن تر دې چې د نوم او صفت توپیر به نه شي کولای لکه زموږ یو ملګری ؤ چې چا به پوښتنه ترې وکړه چې کومه پوهنځۍ لولې ویل به یې ما ژورنالیست میخوانیم!!!

د بې واسطې او کم پېژندل شویو خبریالانو حق خوړونکي اوس هم په بهر او هم د هېواد دننه د لیوانو په څېر چمتو ناست دي چې ښه بېلګه یې آلمان هېواد ته د خبریالانو د ایستلو نوی پروګرام دی چې د بې پولې خبریالانو ټولنې له خوا باید د هغه هېواد حکومت ته ور وپېژندل شي، خو د یوې اونۍ په ترڅ کې د ۱۰۰ زرو په شاوخوا کې غوښتنلیکونه ورته استول شوي دي، دا په دې مانا چې اوس هم د خبریالانو ځینې ټولنې، د رسنیو مالکان او آن په بهر کې را جوړې شوې ټولنې خلکو ته د پیسو په مقابل کې جعلي اسناد جوړوي، د بې واسطې او بیچاره خبریال (متني) راپورونه یې په نوم بدلوي او حق حقدار ته نه رسېږي.

نو ډېری ژورنالیست خوانان د خبریال په نامه په بهر کې چکرې وهي، خو دلته پاتې خبریالان که غواړي چې حلال رزق وګټي او دنده پر مخ یوسي نو باید ږیره هم اوږده کړي او لونګۍ یا خولۍ هم پر سر کړي، چې نه یوازې بد کار نه دی، بلکې ښه هم کوي، ځکه نکټايي مو دندې لپاره په غاړه ځړولای شواي خولۍ او لونګي څنګه پر سر نه کړو؟ په داسې حال کې چې له نیکټايي سره نه کلتوري او نه هم دیني اړیکه لرو، خو برعکس له خولۍ او لونګۍ سره هم کلتوري او هم دیني پخې اړیکې لرو.

نو بهر کې ناستو درنو خبریالانو، مدني او ټولنیزو فعالانو، د خبریال حق خوړونکو د اتحادیو ځینو مشرانو، په جعلي اسنادو تللو محترمو جعلي خبریالانو او …. ته باید وویل شي چې که کوم مثبت کار نشي کولای هیله ده منفي تبلیغات، بې ځایه نیوکې او د مړې ګېدې خبرې مه کوئ، پرېږدئ چې هر څوک خپل کار وکړي، تاسو ته چې څوک د نېکر اغوستو پیغور نه درکوي تاسو خو بیخي خلکو ته د ږیرې اوږدولو خولۍ او لونګۍ په سر کولو پیغور مه ورکوئ هیله ده د قضاوتونو پر مهال وضعیت، د خلکو مجبوریتونه، ستونزې او کړاوونه درک کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx