نظــر

د دولت او ملت يووالی د ټولو ستونزو د حل کنجۍ ده

د.ب.هیښ

يوه ستره نېکمرغي او الهي نعمت مو چې د ااا قايمېدل دي نصيب شوئ دئ.الحمدلله داسې نظام برقرار دئ، چې د اولس د بطن نه زېږېدلئ ، د اولس په لمن کې روزل شوئ او د ملت د اصيلو، مؤمنو او ديني- ملي ارزښتونو او منافعو ته متعهدو زامنو له لوري اداره کيږي .
ددې نظام په راتګ سره هغه ټولې فتنې( قومي-ژبني-مذهبي-اډيولوژيکي-سمتي تعصبونه، شر-فساد، غلا -غصب ،د پرديو غلامي او…) د خدای(ج) فضل دئ ختمې او يو واحد ديني-ملي-اولسي حاکميت برقرار دئ.
ستونزې، نيمګړتياوې او غلطيانې شته .
په کم وخت کې د تاريخي پرابلمونو حل کول چې د تېرو ظالمو،مستبدو او پردي پالو نظامونو نه په ميراث پاته دي ناممکن دي .
لاکن ان شاء الله په ټولو ناخوالو به برياليتوب حاصليږي، ځکه هدف او مسير مو سم دي او دولت او ملت دواړه يو دبل سره شريکه ستراتيژي لري .

دولت تر اوسه په خپلو وظايفو او مسؤليتونو( د ملک دارضي تماميت ساتل ، د ټولنې د افرادو روحي او فکري امنيت تاءمينول، د شر-فساد ريښې ايستل ، د ملي خپلواکۍ نه دفاع ، د خپل وس مطابق اجتماعي – صحي-تعليمي او عمراني خدمات وړاندې کول او …) په ادا کولو کې لګيا دئ او په لږو امکاناتو او مالي منابعو يې ډېر بنيادي کارونه(د کانالونو او بندونو جوړول ، د لارو او سړکونو رغول، د جرمي اقتصاد مخه نيول ، د مخدره‌موادو منع کول ، د معتادينو درمان ، د معيوبينو -معلولينو -کونډو -يتيمانو سره مرسته او په ښارونو کې د سوالګرو راجستر او تر معيشتي پوښښ لاندې راوستل او ….)په ډېر کم وخت او د داخلي-خارجي توطئو په موجوديت کې سرته رسولي دي. سره ددې چې کافي نه دي ، خو واقعاا قابل د تقدير او تحسين دي .
ترټولو مهمه داده چې  د اولس او بيت المال يو غيران نه حيف ميل کيږي او د ااا مسولين په ډير وضاحت سره د دخل او مصرف حساب ورکوي او د افغانستان په تاريخ کې دا اول ځل دئ، چې زموږ په ټولنه‌ کې د حساب ورکولو کلتور رواج او د ودې په حال کې دئ.

اوس موږ اولس ته لازمه اوضروري ده چې د سازنده، ابتکاري، تخليقي، علمي، تخنيکي، تکنالوژيکي او رفاهي افکارو په وړانديزونو او عملي اقداماتو  سره  خپل نظام(د ااا)تقويه‌،بنسټيز ، پراخه او ونازوو .
همدا شان زموږ مشران او واکمنان هم بايد د ملت ددې لوي کاري او استعدادي پوتانسيال نه ګټه پورته کړي او دسياسي واکمنۍ د لاښه رونق، مؤثريت او مفيديت د پاره د ملت د وړانديزونو په منلو سره د يوه مرفه ، مترقي او په ځان بسيا افغانستان د جوړولو ادعا او ارمان په عمل کې پياده او  خپل ديني -ملي وجيبه  او مسؤليت چې د اولس خدمت دئ، نور هم ثابت کړي .

په ټولو مشکلاتو او پرابلمونو د کاميابۍ راز د واکمنۍ (دولت) او اولس په متحدانه او شريکه همکارۍ کې نغښتئ دئ .هر څومره چې دا همکاري صادقانه ، مخلصانه او ديني -ملي تعهداتو ته په وفادارۍ ولاړه وي په همغه اندازه به ټولنه باثباته ، عادلانه ، متحده ، مرفه  او د نويو ابتکارونو د کولو وړتيا ولري .

هر اتحاد د ګډون کوونکو د منافعو په نظر کې نيولو او تحفظ کې امکان لري . که د ګډون کوونکو ګټې په کې و نه ساتل شي او د ګټې په ځای تاوان وکړي ، اتحاد ړنګ او له منځه ځي.
په ټولنه‌ کې دهرې واکمنۍ(دولت) چلوونکي تمايل لري او  غواړي چې واک ئې دوامداره-مظبوط وي او د سقوط د خطر نه بچ وي .
خو د واکمنۍ دوام او د سقوط نه د نجات درجه او ميزان ،ترواکمنۍ لاندې د ټولنې د افرادو او اقشارو په  رضائيت او حمايت پورې تړلئ دئ. هر څومره چې د ټولنې افراد او پرګنې د واکمنانو د چلند او اجرااتو نه راضي او خوشحاله وي ،منافع يې خوندي وي  ، په همغه اندازه واکمني کلکه او د ژوند دوام ئې تضمين دئ. لاکن که  د ټولنې افراد او اصناف د واکمنۍ د کړنو او فعاليت نه خوښ نه وي او ګټې يې منعکسې نه کړي  دواکمنۍ د چپه کیدو خطر زياتيږي .
د ټولنې د افرادو او پرګنو ( په مجموع کې اولس) ستره علاقه او ګټه په ټولنه‌ کې د ټولنيز عدالت پياده کېدل او د خپلو ديني-ملي-مدني او انساني  حقوقو خوندي کېدل  دي.

ټولنيز عدالت يعنې د ټولنې  ټولو طبيعي،اقتصادي، تعليمي، کلتوري، تحقيقي ، رفاهي او خدماتي ريسورسونو(منابعو) ته د ټولنې د افرادو د لاسرسي او د ګټې اخستلو دپاره  برابر او مساوي حق ، چانس او فرصت دئ ، چې دولت يې بايد ميسر او پياده کړي .
ددې منابعو نه د استفادې کولو امتيازي چلند( د دولت د اراکينو او يا فرکسيونونو له لوري) د ټولنيز عدالت تر پښو لاندې کول دي . ددې حق او چانس نه هېڅ فرد او قشر د ټولنې بايد محروم نه شي او هيڅ بانه يې محروميت نه شي توجيه کولئ.
په دې اساس هره واکمنۍ که د خپل قدرت د دوام سره علاقه لري ، دټولنې د افرادو او پرګنو( اولس) دا اساسي او حياتي علاقه-ميل ، غوښتنه اوګټه چې د ټولنيز عدالت پياده کول دي  بايد جدي ونيسي او د خپلې کاري اجنډا په اولویت کې يې راولي.

کله چې دولت(واکمنۍ) د ملت دغه اساسي او حياتي هيله او غوښتنه(د ټولنيز عدالت پياده کېدل) پوره کړه او د عملي کیدو د پاره يې مخلصانه او جدي کار وکړ، نو د ملت او دولت د اتحاد د تعمير تهداب کېښودل شو . د دولت او ملت اورګانيک تشکل صورت ونيولو او ديوه واحد بدن او روح حالت ته ورسېدل . دواړه لوري (دولت او ملت) د تقابل په ځای د تفاهم او همکارۍ فضا ته داخل شول او د ستونزو د حل د پاره يو دبل مکمل او متمم شول .
هغه وخت چې دولت او ملت متحدانه ، په تفاهم او توافق سره سياسي-اجتماعي-امنيتي-اقتصادي -ثقافتي ژوند کول خپل دستور او تګلاره وګرزوي ، د ټولنې ټولو مشکلاتو او ستونزو ته د حل لاره پيدا کيږي او د ټولنې فزيکي او روحي سکون ، امنيت  او سالميت تضمينيږي او دهری مرئي او نامريي   داخلي او خارجي توطيې ، مداخلې  او لاسوهنې نه ټولنه محفوظه پاته کيږي .
امېد دئ چې د ااا په حاکميت کې د اولس او سياسي واکمنۍ د اتحاد ، تفاهم او توافق مزي ورځ په ورځ نور هم قوي او نيرومند شي ،څو ددې وطن او اولس  تاريخي عذاب او مصيبت چې د‌دولت او اولس د تقابل او بېلوالي له کبله وو د ابد د پاره ختم شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx