نظــر

د زبیر (رض) د نشان ویشتلو مهارت‎‎

صابر
د بدر د غزا په ورځ د کفارو په لشکر کي یو سړي وو چي د سر څخه تر پشو د اوسپني په کالیو پوشل شوي وو د بدن هیڅ ځای یې نه معلومېدي بېله دوه سترګو څخه په جنګ یې شروع وکړه چپه او راسته طرف ته  وهل کوي مسلمانان زخمیانوي بالمقابل مسلمانان پر ده وارونه کوي خو تاثیر نه پر کوي ، مسلمانان دده له وهلو څخه عاجزه شوه څه په وکړي او دغه کافر زیات مسلمانان زخمیان کړه نو د مسلمانانو څخه یو نفر رسول صل الله علیه وسلم ته ورغلي ویل یا رسول الله دغه سړي په عذاب کړو خوږ یې کړو.
رسول صل الله علیه وسلم زبیر (رض) ته ور ږغ کړه او امر یې کړي چي ددغه سړي یو چاره وکړه او د وهلو لار ورته برابره کړه، زبیر (رض) وایی ورغلم شاوخوا پر ګرځم ګورم چي د بدن یوه حصه به یې له اوسپنیزو کالیو څخه ناپوشه پاتي وي خو چي هر څه پر وګرځېدم بېله دوه سترګو څخه یې بل هیڅ ځای نه معلومېدي ،وایي د مخ له طرفه ورته ودرېدم نیزه مي شه ورته برابره کړه او بیا مي د نېزې واري پر وکړ نیزه برابره ورغله دده پر سترګه ومشته او د څټ له طرفه یې ووته دغه کافر په دا واري ووږل شو او الله جل جلاله مسلمانان دده له شره څخه خلاص کړه.
وړونو په جنګ کي داسي نشان برابرول لوی هنر دي او د صحابه کرامو رحمهم الله دغسي جنګي قدرت وو.
نن ورځ هم له الله جل جلاله څخه دداسي هنري قدرت په طمعه چي خپل مو جنګي مهمات او خپل مو د اعداد په لاره کي ترې استفاده وي.
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx