نړۍ

دامریکي په طوفانونو کی دخلګو مړینه ۱۳۰ کسانو ته ورسیده

american_storms_kill (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۸)امریکه: له طوفان ځپلو سیمو څخه دبیړنیو مرستو کارکونکو کسانو خبر ورکړیدی،  له  تیري ورځي څخه دمتحده ایالاتو په ځینو ریاستونو کي طوفانونو نور زور اخیستي دي، طوفانونو وداني سړکونه اوموټري به مخه را احیستي دي چي دمړو شمیره و کسانو۱۳۰ ته رسیدلی ده.

تیره ورځ یواځي دالاباما په ایالت کي له ۴۵ څخه زیات خلګ وژل شوی دي، دامریکي ولسمشر بارک اباما پرحکومتي چارواکو غږکړیدي ترڅو دالاباما ایالت دخلګو په ژغورولو کي له بیړي څخه کارواخلي.
دامریکي حکومت دالاباما په ایالت کي بیړني حالات اعلان کړی دي، له بلي خوا دارکنسا به ایالت کي ۱۱ کسه په وکنتا او میسیسیبي اوهمدارنګه دمیسوري، تینیسي او آکلاهوما په سیمو هم طوفانونو مرګ ژوبله اړولی ده، امریکایی چارواکو له ملي ګارډ څخه غوښتنه کړی ده چي دژغورني په عملیاتو کي برخه واخلي.
دامریکی دهوا پیژندنی اداري خبر ورکړي چي له تیری جمعي راپديخوا له ۳۰۰ څخه زیاتي دغټو او وړو طوفانونو څپی راغلی دي، چي یواځي تیره ورځ ۱۳۰ ځله طوفانونو سیمه  په مخه راواخیسته.
دامریکي دهواپیژندني اداری راتلونکي شپی ته دسختو بارانونو ږلیو او طوفاني بادونو خبر ورکړی دي.
دبیړنیو حالاتو دوزارت یوه کارکونکي خبری رسنیو ته ویلي چي طوفانونو دبریښنا تاسسات کورونه دفتري وداني درختي او لویی لاره ډیري زیامني کړی دي، اوله سیمي څخه  دژغورلو ډلي دخلګو به ایستلو لاس پوری کړي دي، یوه ښځه چی یو کوچني یی په غیږ کي ټینګ نیولی وو، او یوه کمپله یی پرځان اوکوچني باندي را چاپیره کړی وه له یخه څخه یی ژامي ښوریدي او غاښونه یی سره جنګیدل، وویل کورمو ونړي دي سړي مي نادرکه دي،  مونږ په مونډه دباندي راوتلي یو اوس دسر پناه ځاي نلرو دغه میداني باندی ناست یو ترڅو دژغورلو دډلي کسان راشي او نجات راکړي.

بخت الرحمن بخت………………………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x