نظــر

‏د نظام ساتنه

لیکنه : قاري عباس

نړۍ سره په اسلامي حدودو کې تعامل کول چې مجاهدین هم پکې د خپلو قربانیو ثمره وویني ډیره اړتیا ده او نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا په مشرۍ ناټو څخه اسلامي امارت د دوحې په تړون کې لاسلیک اخستی چې افغانستان کې به اسلامي نظام وي.

د نظام چلونکي عام او خاص په ځانګړې توګه مجاهدین باید نبوي اخلاق، تقوا، یووالی، د مشرانو احترام په کشرانو شفقت، خپله اسلامي شریعت او د نظام اصولو ته ژمن اوسي په نورو یې د تطبیق اراده سره د عمل ولري شته پرست څخه په لوړه پیمانه ګټه پورته کړي په لوړه او ټیټه کچه مقرریو کې باید د یوه سمت یا ولایت کسان دومره ونه ټاکي چې مجاهدینو کې خوابدې او دښمن ته د تبلیغاتو سرچینه پیدا شي د کونډو، یتیمانو او بې وزلو سره د مرستې فردي او اجتماعي رسمي او غیر رسمي طرحې ولري د خلکو کارونه په ښه او چټکه توګه تر سره کړي.

د عمومي آمنیت لپاره د ټول نظام کار کونکي باید استخباراتي او کشفي ارګانونو سره مرسته کولو ته ژمن وي د استخباراتي او کشفي اداراتو بودیجه زیاته شي پرسونل یې باید مخلص، ځیرک، باریک بین، زړور او باتجربه کسان اوسي.

د ولس مشخص او عامه خدمتونه چې تر ډیره یې حل لپاره عایداتو ته اړتېا ده د دې د تامين لپاره باید اقتصادي سرچینې لکه زکات، خمس، جزیه و غیره چې اسلامي شریعت ورته حدود ټاکلي او همدارنګه حق العبور، ګمرکاتو، تجارانو د کانونو د استخراج کونکو او انتقالونکو سره د قراردادونو او مالیاتو له لارې برابرې شي د لوړو بستونو معاشات په مصلحت او حکمت سره د اوسطې اړتیا تر کچې ټیټ کړل شي او په ټوله کې د اسراف مخه ونیول شي.

ولس هم باید د نظام سره په مینه او اخلاص لاس ورکړي نظافت، کارو بار کې انصاف، ګشت کې ترافیکي اصول مراعت کړي دارنګه د شریرو خلکو د شر خبر د نظام اړونده ارګانونو سره په چټکه او ښه توګه شریک کړي پدې هکله د خلکو د پوهاوۍ لپاره د نظام ټولو ارګانونو ته مکتوبونه صادر شي د مساجدو د امامانو، رسنیو او په نورو مؤثرو طریقو هم ورته د یادو کارونو ښې لارې وښودل شي.

د مکاتبو نصاب کې لږ تر لږه تر ابتدائې سیرت نبوي، د قرانکریم ناظره او تجوید او ابتدائې څخه تر دولسم صنف پورې د مدارسو د نصاب د وړې دورې کتابونو تدریس او پوهنتونو کې هر پوهنځې فراغت پورې د لویې دورې کتابونه شامل کړل شي، د مدارسو نصاب کې تر لويې دورې پښتو او دری لیک لوست، ریاضیات، فزیک، کیمیا، هندسه د کمپیوټر ضروري زده کړه او سپورټ په تدریج او اصولي طرحه شامل شي د یادو کتابونو او مضامینو تدریس لپاره اسلامي امارت ته وفادار جامع قاریان، شیخان او مسلکي استادان وګمارل شي.

وخت په وخت مجاهدینو ته د اړونده ادارې مسلکي سیمنارونه او سابقه مامورینو ته شرعي دورې دایرې شي هغه مسلکي کسان چې اشغال سره یې مرسته نه وي کړي او یا نوي فارغین وي هغوی ته په نظام کې د خدمت کولو مربوطه رسمي وظیفې ورکړل شي او د مسلکي پرمختګ لپاره یې ورته زمینه مساعده شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx