نظــر

د دفاع چار سمبال وزير صيب ته څو کرښې

ډاکټر عبدالرحمن شهيد زاده

محترم وزير صيب تر هر څه وړاندې د مديني د جانان تل پاتې ډالۍ درته عرض کوم چې عبارت له السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته څخه ده

هيله کوم دصحت په سنګينو جامو کې به ملبوس وې

جناب وزير صيب څرنګه چې تاسو ته داسلامي نظام په ابتدا کې هغه مهمه څوکۍ دروسپارل شوه کومه چې دهېواد برخليک ټاکونکې ارګان ګڼل کيږي، لهذا پوهيږو چې ستاسو خوب به دغه درانده مسؤليت نارامه کړی وي جناب مشره خو څو داسي مشوري مې له وختنو په ذهن کې چورړي کومې چې اړېني ګڼم او غوښتل مې تر تاسو يې در ورسوم دا ده نن مې جرأت وکړ او مې پتېله چې ستاسو تر درانده حضور يې دررورسوم

لومړۍ: جناب وزير صيب بايد داسلامي اوردو په ټولو قرارګاو کې تقسيم اوقات مقرر او عملي کړاي شي هغه داچې په وردو کې معنوي اړخ ته جدي توجه وشي اوسنۍ کوډه ماته دعرب ګرايمر او حديث اوفقهي زدکړو ځاي با يد په تفسير،نبوي سيرت او اسلامي تاريخ تعويض او په روانه ملي ژبه دوردو منسوبينو،پوځيانو او کارمندانو ته تدرس شي، ځکه فقه،دحديثو او عربي ګرايمر زدکړه علمي او اکاډيميک چاپيريال غواړي چې نظامي قرارګاوي يې ځاي نده

دويم:بايد د وردو دافرادو وړتياوي وارزړل شي او په تعقيب يې د وړتياو او ذايقاتو له مخي خپلو اړوند چاروته مؤظف او مصروف وساتل شي، داسي چې کوم کسان له انجينري،روغتياي، پوځي تمريناتو سره علاقه لري د هغو علاقاتو پر اساس رامخته شي او له وړتياو يې ګټه واخيستل شي،

دريم: بايد د پوځيانو يونيفارم غم وخوړل شي او هغوي وهڅول شي په نظامي ځايونو کې دننه، عملياتو او ګزمو په وخت کې يې په تن کړي داځکه دننه په قرار ګاو کې بېلو لباسو شتون يو تعداد پوځيان چې له غريبو منطقو سره تعلق لري طبعي ده دهغو پوځيانو په شان لباس نه لري چې له بډايو منطقو سره تعلق لري ځکه ځيني پوځيان ځان تجريد او محروم احساس نه کړي،

څلورم:په عملي بڼه بايد دپوځيانو تر منځ مراتب مرعات شي، او دانډيواليزم قرباني نه شي تر څو پوځيان خپلو وظايفو ته وهڅول شي او په راتلونکې کې دمنظمي ملي اسلامي اوردو خاوندان شو

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx