
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۱ل): د مراکش فوټبال لوبډلې د نړیوال جام په شپاړسم پړاو کې د یوې په زړه پورې لوبې په وړاندې کولو سره هسپانیا ته ماتې ورکړه او کواټر پایلوبې ته ووتله.
د قطر نړیوال جام په شپاړسم پړاو کې د مراکش یا المغرب لوبډلې د هسپانیا پر وړاندې غوره سیالي نندارې ته وړاندې کړه چې له مخې یې لوبه تر ۱۲۰ دقیقو پرته له ګول وهلو ورسېده.
په یادو ۱۲۰ دقیقو کې دواړو لوبډلو پر ګولونو بېلا بېلې حملې راوړې خو په ګول وهلو ونه توانېدل، چې بالاخره د پينالتي وهلو پریکړه وشوه.
په پينالتي وهلو کې د هسپانیا لوبډلې هیڅ ګول رانه وړ خو مراکش لوبډلې ۳ ګولونه راوړل او بریا یې خپله کړه.
دا لومړی ځل دی چې یوه عربي لوبډله د فوټبال نړیوال جام کواټر پایلوبې ته لار مومي.
📸 👑 🇲🇦 pic.twitter.com/PzMqMjlMhn
— FIFA World Cup (@FIFAWorldCup) December 6, 2022
بل لوري ته هسپانیا لوبډله چې د ځوان استعداد څخه ډکه ده د نړیوال جام ګټلو مدعي ګڼل کېده، خو په حیرانونکې توګه له یاد جام بهر شوه.
همدا راز جرمني او بیلجیم هم له وخت وړاند بهر شوي دي. جرمني په ۲۰۱۴ کال کې نړیوال جام ګټلی و په داسې حال کې چې بیلجیم په ۲۰۱۸م کال کې نیمه پایلوبې ته وتلې وه.
باید وویل شي چې د قطر نړیوال جام کواټر پایلوبې ته د ارجنټاین، هالنډ، انګلستان، برازیل، مراکش، پرتګال، فرانسه او کرواتیا لوبډلو لار موندلې ده.
په دغه مرحله کې به کرواتیا د برازیل او ارجنټاین د هالنډ سره د جمعې په ورځ میدان ته ښکته کیږي. همدا راز مراکش به د پرتګال سره او انګلستان به د فرانسې سره مخامخ شي.