شعـــــرونه

دولسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۱۳/جماد الاول/۱۴۴۴

د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
تــۀ چـې نـۀ وې زۀ دِ تـا پــۀ انتـظار وم
تۀ چې راغلې اوس د ځان پۀ انتظار یم
ډاکتر رحمت الله درد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوړ شمال مې هم پر بل چا نه لورېږي
همدا زه يوازې ښه يم چې آزار يم.
نورالحبيب نثار

په درنو کاڼو یې نه ولم خوږیږي
زه پر ښکلي باندې ورو د ګل ګوزار یم
پیر محمد کاروان

د خزان پۀ مخ څپېړه د بهار یم
لکه امن دې پۀ غېږ کې برقرار یم
جهادي عمري

ما وو تا خو به حتماً سره یو کېږو
ته ټپه د پښتنو زه یکه زار یم
عزیز الرحمن ایاس

زه همدغه قرار بولم په دنيا کې
چې دا ستا سپېڅلي عشق کې ناقرار يم
اکرام الدین مفتون

رسېدلی دې د برَګو څڼو فصل
ګنګارو بهارونو کې ايسار يم
احمدالله نثار

د تاوان غوندې د هیڅ ښکلي خوښ نه شوم
د خپل خوږ زړۀ په نازکو اوږو بار یم
شرر ساپی

نه اوس ستا حُسن ته ګل ګوته په غاښ دی
او نه زه اوس هسې دنګ لکه چنار یم
همت کوچی

هرماښام دي په اوښلنو سترګو یادکړم
زه دي هجر کړولی یم، بیمار یم
چنار ټکور

نه – نه ستا لۀ خؤږې مینې منکر نۀ یم
نه – نه خدای دې نکړي ، اوس دې هم نګار یم
منصور درمان

د وصال د استسقاء لپې مي پورته
د دیدن د باران هسې طلبګار یم
محمودي انصار

ما ول ته به مې په لپه کې راټول کړې
ستا په لارکې د شيندلو اوښکو هاريم
م هاشم ذاکر مهاجر

ته مې خیال ته مې اهنګ ته مې نوښت یې
زه غزل زه دي ټپه د لاله زار یم
نبیل شباب

د ګاونډ اوره تازه خو به حتما يې
زه د ګران افغانستان مؤمن ازار يم
شفاعت ریحان

ګل ویل چې خپل قدم را باندې مه ږده
ګل ویل چې د پستو زلفو حقدار یم.
راشد کامران

که له حسن دې منکر شم، ملامت یم
یو شی وایم ؛ ناځوانۍ ته دې پۀ قار یم !
احمد غازي

که د لمر په قدم هم ځې، سایه کېږې
باد دې وړي؛ که دې خیال وکړ چې غبار یم
نقیب احمد عزیزي

دسړیو قدر نسته په دې چم کې !
له دې خپلې هوښیارۍ ځني بیزار یم
خلیل ذاکري

زما څوک د لاسنیوي لپاره نشته
زه په خړه پړه دښته کې مزار یم
مستغفر ګربز

ناکام خلک مې په څنډو ویړ پراته دي
زه د ستړې او بایللې مینې لار یم !
خالد احسان

درده ! ولې دې همېش درسره مل کړم؟
درده ! ولې دې دا زه غریب په کار یم؟
نقیب الله حنیف

غرڅنۍ مينه مې زړۀ کې ابدي ده
نور زړه توری د ښکلاؤ له دې ښار يم
حماد ماليار

مئنتوب د لونتوب تر حده تېر کړم
دا چې ژوبلو سندريزو ته قرار يم
بيتاب رودوال

رغېدل مې نا ممکن دي ګلاب مخې !
زه خوړلی ستا د تورو زلفو مار یم
شفق

څه دِ تا بې رحمه یاد له کاره ویستی
څه د خپلې بې وسۍ لۀ لاسه خوار یم
درمل عرفان

ښه مې وسوزوه ! ښه تروه – تروه شه !
پرې مې نږدې نمکينه ! چې پرهار يم
روحاني

دومره تنګ يمه چې مرګ مې ازادي ده !
زه د ژوند په دايره کې را حصار يم
قاري امين امين

تیندکونه مې د ژوند د بقاء راز دی
پیغمبر غوندې خوبونو کې بیدار یم
علامه محمدي

د وفا قیمت دې کم وو لۀ ښایست نه
ځکه تللی دې د ژوند لۀ لوی بازار یم
ستار مبهم

سپوږمۍ راشه تروږمۍ د نیمې شپې ده
کړه پیدا مې د بلبلو ورک چغار یم
پیر محمد کاروان

مخکې ستا د ګارګوتیو څڼو ګرد وم
اُوس د ستا د شملې ګل او افتخار یم
ضیاءالرحمن مدني

په سختۍ کې به دې لاس له غاړې هار کړم
خير که زه د اوبو ځګ يم خو پکار يم !
عزت الله برهان

ته د دې خواږه غزل حسن مطلع يې
زه د دې خواږه غزل حسن تکرار يم.
نثار

باور وکړه که مې سترګې بل ته اوړي
ستا د حسن په  لمبه کې رایسار یم
شرر ساپی

د فراق شپه مې سبا کړه په هجران کې
د وصال غېږ ته قريب يم په تلوار يم
قاري معتصم

درپسې یم درپسې یمه حبیبه
آن د مرګ تر غېږ دې حُسنه طلبګار یم
راشد جالب

زۀ منځپانګه ستا د بزم د خؤږو یم
تغزل یم د غزل د ځوانۍ هار یم
منصور درمان

خوږ جانانه! کۀ تۀ زېړ ګل د نرګس یې
ګوره زۀ هم سور انار د کندهار یم !
عرفان الله عرفاني

د مئین زړګي دمستو څړیکو شور یم
دغازی میدان دتورو پړکهار یم
رحماني اشنا

هسي نه ده چي اوتر اوتر روان یم
زه مئین دتورو سترګو دنګار یم !
مامون

د خوږې مینې غلاف مې له ځان تاو دی
شرپرست نه یم فساد نه په کنار یم!
منصور طالب

د حساب و د کتاب وېره نو ولې?
چې نږه توبه توبه يم، استغفار يم.
نورالحبيب نثار

ته مغرور ، زه شوم ناهیلی په یارۍ مې !
ستا غمزه غمزه کتو ته نا قرار یم
ګمدل

د زړه للمه د وجود شاړه کې غلې
ستاد دید شبنم ته تږی امیدوار یم
رحمت الله ګرم

ستا د زلفو د یو تار قیمت په سو دی
ستا د ورانو ورانو زلفو خریدار یم
ثناءالله معصوم

زه یي ساتم د رنځور زړګي په وینو
خپلي میني ته مي دومره وفادار یم
یعقوب شجاع

د رباب د سریندې نه د ستار یم
شرنګوه مې د مین د زړګي تار یم
پیر محمد کاروان

زۀ د دې عصر مجنون یم پرې میئن یم
تور کاکول پروت د لیلا پر سپین رخسار یم
اسد صارم

ستا خواهش دی، قیمتي په توپه وله !
تور لونګ اخلم راغلى تر بازار يم !
خالد وزير

رژیدلی زړه مې وګوره ژوندی دی
خو ویلی درته نه شم چې بهار یم
اسرار عواد

ستا لۀ تلو نه پس د ژوند لۀ خونده وتی
د بېلتون د نارواوو څړیکو ښکار یم
جهادي عمري

پۀ زړګي کې مې ستا مينه اغږل شوې
پۀ دې وجه له جهانه پر کنار يم !
وصاف

له سینې د خشاک الوځم هواته
په لمبه کېناستی نۀ شمه غبار يم
روحاني

زه اوس نه را ځم د هیڅ سړي په خیال کې
زوړ خبر پاتې پر څنډه د اخبار یم
ایاس

بیلتانه دي یاره ډېر یم دردولی
ستا له تلو ورسته لالیه نا قرار یم
مسرور غزنوي

نۀ رغیږمه ! ټپي، ټپي، ټپي یم !
لګیدلې دې دسترګو په ګوزار یم
طاهرشیرزاد

په مغروره یاد مې بل شان را وارېږې
له زلمي درده دې بل شان خوار و زار یم
کلیم الله ذاکر

په خوشبو به دې پیدا کړم در رسیږم
ستا د تلو په لار درزمه په رفتار یم !
حنیف مظهري

ستا دیاد ګلاب مې زړۀ کې غوړیدلی
شکر شکر لا تر اوسه نوبهار یم
بدرالدین ځلاند

تۀ وا زه به دې له مینې انـکار وکړم؟
خدای دې نه کړي؛ زه دې اوس هم خریدار یم!
صفي الله رائد

خدای خبر دی چې زخمونه به مې جوړ شي
چې خوړلی ستا د شوخو بڼو وار يم
ذاکر مهاجر

دا چې نه مرم او دردونه مې زیاتیږي
دا وهلی د معصوم لالي ازار یم.
امین زرګر

پر وجود مې پرهر مۀ ګوره طبیبه !
د فراق زور دی، پر زړۀ باندې بیمار یم
غالب خوستی

له ما پرته چې يې بل لاروی نشته
زه د خپل ذات د کاروان داسې سالار يم
نورقانع

که جلاد راته اره په مرۍ کيږدي
بیابه هم سپيڅلي دین ته وفاداریم
مفتي حبيبي

زه طالب ددې وطن اصلي بچی یم
نه خائن نه وطن فروش او نه غدار یم
تسل منیب

مجاهد يم، لار وی دګران رسول يم
زه اجل د هرظالم او دغدار يم
محمدخان محب

له سنګره تر دفتره بدل نه شوم
د شهیدو نازولو زلمو یار یم
عاصم ملنګ

نور دې ختم شي د غرب تپلی رسم
حاکمیت ته د قرآن په انتظار یم
دانش ملنګ

زۀ خو ستا پۀ سر جهان سره ټکر وم
اوس نو ځکه د تمامـې نړۍ ښکار یم
عبدالستار رسان

اوس یاران د تسلۍ را پاتې ندي
اوس لوېدلی زۀ د زړونو  له مدار یم
ادریس حقیار

پۀ بالښت د هجران سر ږدمه پۀ څړیکو
پۀ شبګیر شبګیر ماحول کې راحصار یم
مسعود

هسې نوم دی ! مینه نشته ده، دوکه ده
زه پخوا له مجازي مینې بېزار یم
مخبت وردګ

مورې! ما پر زنګانۀ باندې ویدۀ کړه
ستړی شوی د رڼو ستورو پۀ شمار یم
عمرحماس

په سلګو مې نیمو شپو کې ډېر ژړلي
وېرېدلی ستا لۀ نومه یا قهار یم
احمد بهار بهیر

د جمعې په شپه کې هم تۀ رانه هير يې
اخ ورک کړی د غفلت ستړي غبار يم.
الحاج احمدی

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx