نظــر

د امت زخمي او ناسورو ټپونو لپاره د مرهم نوې پټۍ!

لیکوال: حمادافغان شیرزاد

کله چې د خپل تیر تاریخ د برم او دبدبې ویاړلې صفحې لولم، سترګو کې مې اوښکې راشي؛ چې کاش د هغه برم د اعادې لپاره یو څوک پیدا او د خپل زرین تاریخ بابونه راژوندي کړي، کفارو ته د خپل ایمان زور وښایي او یو ځل بیا ورته ثابته کړي، چې د ابوبکر، عمر، عثمان او خالد بن ولید بچي لا ژوندي دي او د خپل دین او ملت دفاع په هره لاره کوي.

نن چې د اسلامي امت دا شړیدلی، کړیدلی او ځوریدلی حالت ګورم، د تش په نوم اسلامي هیوادونو د مشرانو منافقت، کفر غلامي او محکومیت تر وروستي حده رسیدلی، د مسلمانانو په اقتصادي زیرمو او عمومي لارو د شیطان د لارویانو تسلط دی، هر ځای حق ګویه علماء، مسلمانان او ولسونه ځوریږي، دردیږي او کړیږي؛ خو ناپوهه مشران یې ورځ تر بلې په خپلو مستیو کې ورکیږي او ولسونه د کفر او صلیب رحم او کرم ته پریږدي، په نړۍ د کفارو تسلط لا قوي کیږي او مسلمان ملتونه خدای مه کړه له ژوند هم نور محرومیږي.

خو؛ په داسې یو ستونزمن حالت کې د اسلامي امارت نفاذ او قیام د خدای له سترو معجرو کم مه ګڼئ، دا د هماغه عز وجل یو انعام دی، کوم چې هر داسې حالت کې چې له هر اړخه کفر پر مسلمانانو راټول او ځوروي یې، داسې یو نظام ورکړی، چې امت ته یې نجات او کفر یې د ناکامۍ تر ډګره رسولی، همدا یو زرین فرصت دی، چې د ټول امت ناسور او زخمي ټپونه مرهم شي او د خپل تیر تاریخ د بیا اعادې څرک ووینو.

زه خو چې د اسلامي امارت ورځ تر بلې په هر ډګر کې پرمختګ وینم، تیر برم مې بیا سترګو ته ودریږي، هلته چې عثمانیان د یو وړې قبیلې نه راپاڅیدل، ورځ تر بلې یې پرمختګ کولو، عزم او هوډ یې قوي او پر الله تعالی یې توکل خالص وو، نو لوی رب ورته د امت د خدمت یو ستر فرصت په لاس ورکړ، کفر یې په هر ځای مغلوب او ورته د سترګو خار جوړ شو، هلته چې کفار په فلسطین حاکمان وه، ظلمونه یې کول، صلاح الدین ایوبي رح ورته خدای یو فرصت ورکړ، نن هم هغه حالت دی، موږ که تاریخ وګورو له پخوا په زیاتو ستونزمنو حالاتو کې یو، خو قیمت بهاء قربانۍ مو ورکړې، تاریخ سازې معرکې مو وکړې او د مبارزې ډګر مو زرین کړ؛ نو خدایي فیصله راغله او موږ ته یې حکومت او نظام واګي په لاس راکړل او د امت د زخمي ټپونو مرهم یې وګرځولو.

د اسلامي امارت پوځي، استخباراتي، سیاسي او اقتصادي پرمختګ د پام وړ دی، کله چې دا په ایماني وسله سمبال پوځ وګورم، د سلطان محمدفاتح پوځ رایاد شي، چې هغه څومره منظم او خپل عهد ته ژمن وو، تاریخ یې زرین او د هر حالت مقابله یې وکړه، دا پوځ هم په هماغه نهج روان دی، تدریجا پرمختګ کوي او ورو ورو د اسلامي امت د تیر برم نعره پورته کیږي، د ځوریدلو مسلمانانو امیدونه او هیلې زیاتیږي او هیله لري چې همدوي به مو ناسورو ټپونو ته مرهم جوړ شي، په شونډو به مو مسکا راولي او د مغلوبیت او محکومیت له دا ذلت نه به مو اوباسي.

تیره شپه مې د اسلامي امارت د استخباراتي ځواکونو یو تازه اصدار ولیدلو، له خولې مې بې اختیاره الحمدلله او سبحان الله ووتل، سترګو ته مې د اسلامي امت تیر برم ودرید او مسکی شوم، چې خدایه تاته سخته نه ده، ایمان مو راسخ او د امت ټپونو ته مو ملهم کړه او په خپل امارت مې ویاړ او افتخار وکړو او فکر ته مې راغله چې هاغه به کومه ورځ وي چې دوی امت ته لا خوشحالۍ ورکړي او پر مخ لاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx