
رسنۍ او تودې جګړې
ابوالياس جهادوال
د جګړو پر مهال پروپاګنډ مهم رول لري ځکه خو استعماري ځواکونه له انځوريزو، غږيږو او ليکنيزو رسنيو څخه په استفادې له دې لارې خپلې ارادې پر ملتونو باندې تحميلوي او خپل وحشتونه د خلکو له سترګو پټوي.
د رسنيو همدغه پراخ رول ته په کتو انګلستان په لومړي ځل د ۱۹۱۴ کال په اګست کې د جګړو په اړه د پروپاګنډ دفتر بنسټ کیښود او په دې توګه يې دې ته زمينه برابره کړه څو د جګړو په اړه خلکو ته مديريت شوي معلومات وړاندې کړي.
له هغه وروسته د ۱۹۱۶ کال په فبروري کې فرانسې د « میسیون دو له پریس » په نوم مرکز جوړ کړ چې په هغه کې ټول مطبوعاتي او پروپاګنډي چارې تر سره کیدې .
دې ته په کتو امريکا متحده ايالتونو هم د لومړۍ نړيوالې جګړې له پيل يوازې څو ورځې وروسته (۱۹۱۷ کال ) د معلوماتو خپرولو کمیټه جوړه کړه چې اصلي موخه یې پروپاګنډ وو .
همدارنګه د دويمې نړیوالې جګړې پرمهال( ۱۹۳۳ ــــ ۱۹۴۵ کلونه) په المان کې دیوزف ګوبل تر مشری لاندې د « ولسي پوهاوي او پروپاګنډ » په نوم وزارت جوړ شو چې هدف يې د رژیم مخالفو خبریالانو او رسنيزو کارکوونکيو موندل، نیول او د رسنیو سانسور وو .
په کمونیستي رژیمونو کې هم د جګړو په اړه پروپاګنډ خورا مهمه چاره ګڼل کيده او د ولسونو په کنټرول لاندې ساتلو کې د يو مهم اصل په توګه ورته پاملرنه کيده.
که څه هم استعماري ځواکونه د خپلو شومو کړنو د پټولو او د عامه افکارو د کنټرول په موخه تر ډېره رسنۍ تر خپل سانسور لاندې ساتي خو د ویتنام جګړه (۱۹۶۴ ـــ ۱۹۷۵ کلونه) یوازینې جګړه وه چې په اړه يې د رسنيو لهخوا له سانسور پرته ريپورټونه وړاندې کيدل، ځکه چې امريکا دغې جګړې ته په کمه سترګه کتل او فکر يې کاوو چې په کم وخت او کمو تلفاتو سره به يې وګټي، ځکه خو يې په دې برخه کې د رسنيو سانسور اړين ونهګاڼه. له همدې امله کله چې رسنيو په دغه جګړه کې د امريکايانو له جنايتونو څخه پرده پورته کړه او د زړه بوږنوونکیو انځورونو په خپرولو سره يې عمومي افکار تر اغېز لاندې راوستل، متحده ايالتونه دې ته اړ شول چې خپله ماته ومني او له ياد هېواده پښې سپکې کړي.
د ويتنام جګړې له ماتې وروسته متحده ايالتونه دې ته اړ شول چې د رسنيو په اړه خپلو سياستونو باندې بياکتنه وکړي او د جګړې لومړۍ کرښې ته د خبريالانو د ورتګ مخه ونيسي. هغوی په ۱۹۹۱ کال کې چې کله پر عراق بريد کاوو، د سي ان ان په نوم ټلويزيوني شبکه جوړه کړه او دا د نړۍ په کچه لومړنی ټلويزيوني چينل وو چې په ۲۴ ساعته بڼه يې فعاليت درلود او له مډرنې ټيکنالوژۍ او سټلايټ څخه په استفادې يې له جګړې څخه د خپل سياست مطابق فلټر شوي خبرونه خپرول او نورو رسنيو ته يې د جګړې لومړۍ کرښې ته د تګ اجازه نه ورکوله. امريکايي سرتيرو د يوې استراتيايي رسنۍ انځور اخېستوونکی له دې امله ونيوه او له عراق څخه وشاړه چې د هغوی د يو ټپي سرتيري انځور يې اخيستی وو.
همدا د رسنيو سانسور او د جګړې په اړه پراخ تبليغات وو، چې ويل کېږي بغداد سي ان ان فتحه کړ.
له دې سربېره د کوسوو جګړه کې هم ناټو هره ورځ مطبوعاتي کنفرانسونه دايرول او په هغو کې به يې لهپخوا څخه چمتو شوي انځورونه په يو مشخص چوکاټ کې د رسنيو په واک کې ورکول.
امريکايي ليکوال ايريک مارګوس د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۲۱ مه پر افغانستان د صليبي يرغلګرو د بريد په اړه يوه مقاله کې وليکل: « واشنګټن غواړي هغه بريا چې په ۱۹۹۱ کال کې يې د خليج په جګړه کې د نظامي عملياتو فلټرشويو او منحصرو خبرونو خپرولو کې درلوده، په افغانستان کې هم تکرار کړي، ځکه چې د دغه کار له امله تر اوسه هم خلک د هغو ملکي عراقيانو په اړه کره معلومات نهلري چې د امريکايانو په بمبارۍ کې وژل شوي دي»
همدا لامل وو چې امريکايانو او د هغوی ملګرو هېوادونو د خپل اشغال تر پايه په افغانستان کې د خپلو نظاميانو او ملکي تلفاتو په اړه د چوپتيا او ضد او نقيض معلوماتو ورکولو تګلاره خپله کړې وه او د ميلياردونو ډالرو په لګښت يې په دغه هېواد کې ۳۰ ټيلويزيوني، ۱۵۰ راډيويي او په سلهاوو نورو چاپي رسنیو ته د فعاليت زمينه برابره کړه چې تر پايه يې د اشغالګرو د پاليسيو مطابق سانسور شوي ريپورټه وړاندې کول.
د رسنيو د دغه مديريت له امله ده چې تر اوسه يوې رسنۍ هم د داسې کوم امريکايي سرتيري انځور نهدی خپور کړی چې د عراق او افغانستان جګړو کې وژل شوی او په وينو لت پت پروت وي يا يې له ويرې ځانوژنه کړي وي او لاهم د امريکايي او نورو اشغالګرو سرتيرو د مرګ ژوبلې واقعي شمېرې له خلکو پټې وساتل شوي دي.