ټولنیزه برخه

په کانکور کې بریالیو زده کړیالانو ته شپږ مهمې سپارښتنې

لیکوال: اجمل جنت
پوهنتون چې د شخصیت جوړونې یو له مهمو بنسټونو څخه دی ډېری زده کړیالان/محصلان چې کله په کانکور کې ورته بریالي شي یوه لویه ربړه/ستونزه ورته دا وي چې په نوي چاپیریال کې به څرنګه بلدیږي، مخته به ځي او ځان به ورسره برابروي؟
دا د اندېښنې وړ خبره ځکه نه ده چې انسان په لومړي ځل له هر څه سره مخامخ کېږي، د نابلدتیا له کبله ډېر بې زړه وي، چې د وخت په تېرېدو سره یې دا ستونزه حلېږي او بیا نورو ته لارښود شي.
که تاسې او یا هم تاسې ته نږدې کوم بل څوک (ورور، خور، ملګری، خپلوان او …) په کانکور کې بریالي شوي یاست، نو دا سپارښتنې دقیق ولولئ/عملي کړئ باور لرم چې په اړونده رشته کې به مخکښ یاست او په چټکۍ به پر مخ یون کوئ.
۱. هوډ او پیاوړې اراده ولرئ!
د بریالیو او ناکامو اشخاصو یوازینی لوی توپیر د دوی ترمنځ په اراده او هوډ کې دی.
هغوی چې هر ډول سهولتونه او اسانتیاوې ورته برابرې دي خو چې اراده نه لري، نه شي کولای چې په خپله برخه کې پر مختګ وکړي.
که تاسې هم غواړئ چې په خپل مسلک بې مثاله اوسئ او ساری ونه لرئ نو اړینه ده چې ویلو ته به یې قوي تصمیم لرئ.
۲. شوق او مینه ولرئ!
یو ځای مې لوستي و چې که غواړئ بریالیتوب ته ورسېږئ نو کوم څه سره چې علاقه/شوق لرئ ترسره یې کړئ او کوم کار چې ترسره کوئ مینه او لېوالتیا ورسره ولرئ.
رښتیا هم پرته له شوق او مینې څخه که موږ هر څومره هڅه او هاند وکړو، رنګ نه راوړي.
هر پوهنځی خپل ارزښت او اړتیا لري هيڅ یو بې ګټې نه دی.
تاسې چې له کوم پوهنځي سره مینه لرئ په دې برخه کې د هغو خلکو مه اورئ چې سپکه یې درته کوي، کم یې درمعرفي کوي او زړه توري کوي مو.
پر اړونده رشتې مو وویاړې، مینه ورسره ولرئ او له خدایه شکر وباسئ چې بریالي یې کړئ، په همدې کې به مو پرته له شکه چې خیر وي.
۳. له لومړنۍ ورځې څخه حاضري ورکړئ!
کوښښ وکړئ چې د نوملیکنې ټول مراحل مو پر وخت پای ته ورسوئ او له اولې ورځې څخه د درس برخوال شئ.
که نور څوک راځي او که نه خو تاسې باید حتما په لومړیو ورځو کې سوبتیا ولرئ او
لومړنیو درسونو ته مو ډېر متوجې اوسئ، ځکه همدا مو د مسلک اساسات رانغاړي او  ژورو ته یې ځان ښکته کړئ، ریښې یې وپلټئ، له نفسه یې ځان خبر کړئ، اړتیا،  ارزښت، ګټه او موخه یې وپېژنئ او له اوله له هر څه باخبره/اګاه اوسئ.
۴. پوښتنه وکړئ!
پوښتنه کول څرګنده ده چې لوی زړه غواړي، په یاد ولرئ چې مسلکي او تکړه استاد هيڅکله ستاسې په پوښتنه نه خوا بدی کېږي، چې په هر ځای پوه نه شوئ یا کومه خبره درته ګونګه وه دا د زهرو غړپ وکړئ، تر ویلو دمخه پوښتنه په ذهن کې څو ځلې تکرار کړئ، مناسب کلمات ورته پیدا کړئ، منظمه او جوړه یې کړئ او بیا وپوښتئ، بیا بیا وپوښتئ، په ځان کې د منطق او استدلال قوه رابیداره کړئ، ځان هیڅکله ناپوهه مه پرېږدئ، چې بیا به درته تر اخره هر څه هوایي وي؛ خو په یاد ولرئ چې د پوښتنې وخت، ځای او شخص باید لومړی وپېژنئ.
۵. له خپلو څانګوالو/هم مسلکو سره اړیکې جوړې کړئ!
کوښښ وکړئ چې له تاسې د پورته ټولګیو له زده کړیالانو په تېره له ممتازو محصلانو سره ښې اړیکې جوړې کړئ، دا اړیکې مو درد ته ډېر کله دوا کېږي.
هغوی له چاپیریال، استادانو، درسونو او نورو مسایلو سره له تاسې ښه بلد دي او ښه لارښود درته کېدلای شي.
۶. دوامداره مطالعه وکړئ!
په لومړیو کې له درسونو پرته په نورو مسایلو کې بې ځایه وخت مه تېروئ، هڅه وکړئ چې هره ورځ خپل درسونه تعقیب کړئ، پر زوړ درس ځان پوه کړئ، نوی درس مو ولولئ، مهمې نقطې یې یاداشت کړئ، له ځان سره پرې خبرې وکړئ، پر درسي کتابونو بسنه مه کوئ او په همدې تړاو د نورو لیکوالو اثار هم ولولئ.
زه باور لرم چې د پوهنتون په پای ته رسېدو سره به تاسې هغه څوک نه یاست کوم چې د پوهنتون پر درشل پر لومړۍ ورځ پل واخیست.
هو ستاسې په افکارو، خبرو، کړنو او عادتونو کې به لکه ځمکه او اسمان مثبت بدلون راغلی وي، بریالي اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx