ادبي لیکني

د عقیدې جنګ‎‎

جنګ د عقیدې، په زور او شور سره روان دی
لاندې تر فکري یرغل، ایمان د مسلمان دی
کله په نظام، کله نفاذ باندې نیوکې دي
غشي د شبهاتو دي، اسلام ته سپورې، سپکې دي
درد، د دې مبینې فتحې کله دوی زغملای شي
کله سپین شرعی نظام په دې خاوره منلای شي
غواړي، زهر ورسوي ستونی ته، په ګوړه کې
پټ کړي حقائق د تبلیغاتو توره لړه کې
دا د اقتصاد، د بشریت او انسانیت نارې
ټولې د تِمساح اوښکې دي، نه دي حقیقت نارې
راشئ! چې را بېل کړو، پاک، طیّب له هر خبیث څخه
وساته توحید  له خاوندانو د تثلیث څخه
ټول پوستین به نه سوځو له کومې وړې سپږې نه
شکر امنیت دی، خدای مو نه وژني له لوږې نه
پام چې مو هیڅ کله په غربي میډیا تکیه نه شي
هسې نه چې جوړه ها د غوږ او سپي کانه نه شي
خپور کړئ ای راشده! شرافت له هر انداز نه
ډکه مو ځولۍ ده له ګلونو د حجاز نه
راشد کامران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx