
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۱ل): د قطر ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام د کواټر پایلوبې په ترڅ کې د جمعې په ورځ دوه په زړه پورې لوبې وشوې چې په یوه کې نیمار په زړه وړونکې لوبه کې له نړیوال جام څخه بهر او په بله کې میسي نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د کواټر پایلوبو په ترڅ کې د نیمار لوبډله برازیل کروشیا سره مخامخ شوه چې لومړۍ ۹۰ دقیقې د برازیل د حملو سربېره پرته له ګول وهلو پای ته ورسېدې.
وروسته ۳۰ دقیقې اضافي وخت ورکړل شو چې له مخې یې برازیل د نیمار په مرسته په ۱۱۴مه دقیقه کې په زړه پورې ګول راوړ چې بریا ته نږدې شول، خو د کروشیا لوبغاړي د لوبې پای ته رسېدو ۳ دقیقې وړاندې ګول راوړ او لوبه یې ۱-۱ مساوي کړه، چې د پینالتي شاټونو وهلو پریکړه وشوه.
د پينالتي شاټونو وهلو پرمهال د کروشیا ګول ساتونکي چې په لوبه کې یې هم په میړانه له خپل ګول څخه دفاع وکړه، د برازیلي لوبغاړو مخنیوی وکړ، او په مرسته یې کروشیا په ۴-۲ بریا خپله او نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
نیمار په دغه لوبه کې په زړه پورې ګول وهلو سره د نړیوال برازیلي ستوري پیلی ریکارډ مساوي کړ. نوموړي د خپلې ملي لوبډلې لپاره تر دې دمه ۷۷ ګولونه راوړې دي.
نیمار له دې وړاندې ویلي وو چې دا به یې وروستۍ نړیوال جام وي، خو هغه له تېرې لوبې وروسته رسنیو ته وویل چې د خپل راتلونکي په اړه به وروسته تصمیم ونیسي.
https://twitter.com/FIFAWorldCup/status/1601274883085844489?s=20&t=WmaSOxOovWqakNkD7wZ9oA
د ارجنټاین او هالنډ ترمنځ لوبه:
د نړیوال جام په دوهمه کواټر پایلوبه کې د ارجنټاین او هالنډ لوبډلې مخامخ شوې چې ارجنټاین د مولینا او میسي په مرسته ۲ ګولونه راوړل. خو هالنډ په ۸۳مه او ۱۰۱ دقیقه کې په حیرانونکې توګه دوه ګولونه راوړل چې لوبه یې مساوي کړه.
میسي په دغه لوبه کې د یوه ګول راوړلو او بل ګول جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. هغه په ۲۰۲۲ نړیوال جام کې د دریم ځل لپاره دغه جایزه ترلاسه کړه.
https://twitter.com/FIFAWorldCup/status/1601360209468956673?s=20&t=WmaSOxOovWqakNkD7wZ9oA
وروسته دواړو لوبډلو ته ۳۰ دقیقې اضافي وخت ورکړل شو چې د ارجنټاین پرلپسې حملې وکړې خو په ګولو وهلو ونه توانېدل. وروسته د پینالتي شاټونو پریکړه وشوه.
په پینالتي شاټونو کې د ارجنټاین ګول ساتونکي لومړۍ دوه په زړه پورې توپونه له ګول منع کړل چې په مرسته یې په ۴-۳ بریا خپله او ارجنټاین نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
په نیمه پایلوبه کې به د تېرې ورځې ګټونکې لوبډلې (کروشیا او ارجنټاین) د قطر تر ټولو ستر لوسیل لوبغالي کې مخامخ کیږي.
د یادونې ده چې د قطر نړیوال جام د کواټر پایلوبو په دوهمه ورځ به مراکش لوبډله نن ماښام ۷:۳۰ دقیقې د پرتګال سره، او د شپې ۱۱:۳۰ دقیقې فرانسه د انګلستان سره په ستره سیالۍ کې مخامخ کیږي.