نظــر

د حدودو او قصاص تطبیق ولې نړۍ راپارولې؟

عبدالله دوراندېش

همدا اوس په نړۍ کې ۲۸۶۷۰ کسان په اعدام محکوم دي چې ۸۰۰۰ په عراق کې، ۳۸۰۰ پاکستان، ۳۰۳۶ نایجیریا، ۲۳۸۲ متحده ایالاتو، ۱۸۰۰ بنګلدېش، ۱۳۵۹ مالیزیا، ۱۲۰۰ ویتنام او پاتې نور په الجیریا، سریلانکا، ایران، چین او نورو هېوادونو کې دي چې د مرګ شېبې شماري. تېر کال چین تر ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام کړي، ایران د ۳۱۴ اعدامونو په لرلو دویم مقام او مصر د ۸۳ اعدامونو په لرلو سره درېیم ځای خپل کړی دی. امریکا د ۱۱ اعدامونو په کولو سره جدول کې ۹ او جنوبي سودان د ۹ مورده د مرګ سزا په تطبیق سره لسم مقام لري چې تر دې ځایه د افغانستان څرک په کې نه لیدل کېږي. البته دا اعدامونه قانوني دي؛ په دې مانا: د هېوادونو د نافذو قوانینو په رڼا کې عدلي او قضایي ارګانونو مجرمینو ته د مرګ سزا اورولې یا یې تطبیق کړې ده.

پوښتنه دا ده چې ولې د افغانستان قضیې د نړۍ په کچه شور جوړ کړی دی او عراق په ۸۰۰۰ اعدامیانو کې نه یادېږي، حتی په ګاونډ کې مو پاکستان چې ځان ولسواک هېواد یولي، ۳۸۰۰ نه ډېر په اعدام محکوم خلک لري او همدا امریکا چې مونږ ته ګوته نیسي ۱۸۰۰ اعدامیان لري او همدا تېر کال یې ۱۱ اعدام کړي دي؟!

مونږ څو ستونزې لرو چې نور یې نه لري:
1. زمونږ عدلي او قضایي نظام د باور وړ نه دی. هغه قاضیان چې د نکاح خط او شرعي قبالې په جوړولو کې ستونزه لري، څنګه کولای شي د چا د حیات په اړه شرعي فیصله وکړي؟ قضاء یوازې ماهوي بحث نه دی، شکلي اړخ یې هم د عدالت پلي کولو کې مهم رول لري.

2. که څه هم د حدودو او قصاص په اړه د قرآنکریم صرېح حکم موجود دی او هېڅ قانون د الله ج تر کتابه لوړ نه دی؛ مګر د تحقیق او کشف برخه کې مونږ لا ستونزې لرو چې د عدالت د نقض خوف شته دی. د مرګ سزا خو بیا داسې ده چې که خطا د جزاء له تطبیقه وروسته ثابته هم شي، د جبران وړ نه دی. بله ستونزه د علماو د نظر اختلاف کې هم ده: ځینې علمای کرام په دۍ باور دي چې لا د حدودو او قصاص تطبیق لپاره بستر نه دی جوړ، په دې کې بیړه وشوه.

3. نور ملکونه د اعدام سزا له تطبیقه غوغا نه جوړوي. اکثر اعدامونه په محبسونو او خاصو ځایونو کې کېږي چې فقط هدف د عدالت تطبیق وي. که دلته استدلال د عبرت د اخېستو کېږي، لویه اشتباه ده. ځکه، عبرت د نورو د اصلاح یا د امنیت د تامین په لحاظ مهم دی. خو که دلته د امنیت غټ تصویر (د دولت نړیوال مشروعیت) ته صدمه رسیږي او مونږ حتی دولت کېدو ته نه پرېږدي، مصلحت دا دی چې د یوه کوچني جماعت په مخکې په خاصو محلونو کې د اعدام سزا او نور حدود تطبیق شي. د سپورت په غټو سټډیمونو کې د زرګونو خلکو راټولول د امنیت غټ تصویر ته زیان رسول او قصدي ماجراجویي ده چې قطعاً د مصلحت خلاف عمل دی.

4. تر فراه ولایته د کابینې ورتګ یو ضرورت نه و. د اعدام سزا د قاضیانو او محلي امنیتي برخې کار و، هلته د کابینې وروستل دا پیغام درلود چې طالبان یوه قهرجنه ډله ده، غټ او ووړ یې د انسان وژلو یا ربړولو څخه خوند اخلي. که هدف دلته د دې پیغام انتقال وو چې مونږ ټول د الله ج د امر د تطبیق تر شا ولاړ یو، نو په نړۍ کې هسې هم هیڅوک د اسلامي امارت د مشرانو په دیندارۍ او د الله ج له اوامرو په اطاعت شک نه لري. هېڅ ځای کې کابینې د مجازاتو د تطبیق نندارې ته نه ځي.

د پورتنیو دلایلو تر څنګ به د نړۍ بد نیت هم د شور جوړېدو یو علت وي؛ مګر دا مونږ یو چې نورو ته بهانې په لاس ورکوو، زمونږ تدبیر او حکمت کې ستونزې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx