نړۍ

د کوټې پر پوځي هوايي اډو د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه واخيست

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې په دوو سترو او مهمو هوايي اډو هممهاله بریدونو مسؤولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه واخېست.

بېګا شپه پاکستاني طالبانو پر سمنګلي او خالد پوځي هوايي اډو ډله ییز برید وکړ.

د ډان نیوز خبریال د طالبانو د سرچينو له قوله لیکلي چې دغه برید د تحریک طالبان پاکستان د غالب محسود څانګې کړی دی.

د غالب محسود په اړه ویل کیږي چې د پاکستاني طالبانو د سرتیرو بریدګرو مشر دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې د شپې شاوخوا ۲ بجې وسله والو په خالد اییر بیس او سمنګلي ایربیس باندې هممهاله ډله ییز برید وکړ.

د بلوچستان د پولیسو یو مشر محمد عملیش رسنیو ته ویلي چې په برید کې ۱۷ امنيتي ځواکونه ټپي شوي او ۱۰ برید کوونکي وژل شوي.

عیني شاهدان وايي چې د کوټې په شمال ختیځ کې د پاکستان د هوايي ځواکونو خالد هوايي اډې او په جنوب لویدیځ کې د سمنګلي هوايي اډه کې دننه دوی د شپې ناوخته د درنو چاودونو او ډزو اوازونه واوریدل.

د بلوچستان د پولیسو یو بل مشر ویلي چې برید کوونکي چې په سپکو او درنو وسلو سنبال وو، لومړي امنیتي حصارونه له منځه یوړل او اډو ته دننه ننوتل.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي چې دوی د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ بریدکوونکي وژلي او هوايي ډګر یې له بریدکوونکو پاک کړی دی.

امنیتي چارواکي وايي د څو ساعتونو سختې جګړې وروسته ایله سهار وتوانېدل چې د برید کوونکو پر ضد عملیات بشپړ کړي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د وژل شوو کسانو عمرونه له ۲۵ تر ۳۰ پورې دي او ازبکان ښکاري.

نوموړی زیاتوي چې شاید د کوټې په هوايي پوځي اډو بریدونه د وزیرستان د عملیاتو ځواب وي.

پاکستان د روژې میاشتې مخکې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل چې تر دې مهاله دوام لري. دغه برید د پاکستاني پوځ پر ضد د پاکستاني طالبانو له خوا لومړنی غبرګون ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x