نظــر

د الهي احکامو تطبيق د ټولنې يو اهم ضرورت دی!

سلیمان سعيد

کله چې الله تعالی حضرت آدم او حوا عليهما السلام ځمکې ته راښکته کړل او په ځمکه کې د انسانانو ژوند پيل شو، په هماغو لومړيو ورځو کې د آدم عليه السلام يو زوی (قابل) راپاڅېد او خپل ورور (هابل) يې وواژه. دا ځکه چې له انسان سره شيطان مل دی، هره شېبه يې ناروا چارو ته هڅوي، لکه چرنګه چې ابليس؛ آدم عليه السلام ته له سجدې کولو انکار وکړ او د الله تعالی پر ذات يې کلک قسم وکړ، چې زه به ټول انسانان بې لارې کوم، مګر هغه چې ستا لپاره ډېر مخلص دي.
نو شيطانان هره شېبه هڅه کوي، چې انسانان بې لارې او داسې چارو ته يې وهڅوي، چې دنيا او آخرت يې ورخراب کړي.
خو بل طرف ته؛ الله تعالی خپلو مؤمنو بنده ګانو ته حکم کړی، چې د الله تعالی پر ځمکه د هغه قانون پلي کړي. نو اسلامي نظام مکلف دی، چې خلک له بدو چارو منع او ښو کارونو ته يې سوق کړي. بيا که څوک نه منع کېده او لوی جرايم يې تر سره کول، نو د هغوی لپاره شريعت مناسبه سزا ټاکلې.
مثلاً د ناورا قتل په بدل کې د قصاص حکم شوی، د زنا په بدل کې د متأهل لپاره د رجم او د مجرد لپاره د دُرو وهلو حکم، د غلا په بدل کې د لاس پرې کولو حکم او دغه شان په ځينو نورو مواضعو کې هم د دُرو وهلو او نورو تعزيري سزاګانو حکم شوی.
مجرمينو ته سزا ورکول هم د اسلام يو لوی نعمت دی، ځکه چې که قانون او سزا نه وي، نو ټول بشريت له تباهي سره مخ کيږي او په ټولنه کې نا امني، قتل، غلا، زنا او نور جرايم زياتيږي.
الله تعالی په خپل مبارک کتاب کې فرمايلي ــ ژباړه: «او ستاسې لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو!، پکار ده چې له دې قانون څخه سرغړاوی ونه کړئ». سورة البقره
په قصاص کې ځکه ژوند دی، چې که قاتلين پر دې پوه شي، چې زه به د دې کس په بدل کې وژل کېږم، نو ايا بيا به قتل وکړي؟! همداراز؛ که غله، زنا کاران، لاره شلونکي، بهتان ويونکي، نشه يان او نور مجرمين او مفسدين په دې پوه شي، چې ما ته به داسې لويه سزا راکول کيږي، نو هيڅکله به د هغه جرم تر سره کولو اراده هم ونه کړي.
نو پر همدې اساس؛ د الهي احکامو تطبيق د ټولنې يوه جدي اړتيا ده، تر څو د خلکو ژوند، ناموس، مال او نور ټول حقوق په امن شي.
کله چې يو حکومت د حدودو د تطبيق اعلان وکړي، نو فقط په دې اعلان سره هم جرايم کميږي، نو که پر دغو کمو خلکو حدود تطبيق شي، ووژل شي، رجم شي، په درو ووهل شي، لاس يې قطع شي يا نورې سزا ګانې ورکړل شي، نو پاتې ټول بشريت به په امن وي. او که چېرې پر دغو مفسدينو حدود پلي نه شي، ټول بشريت به ترې په تکليف وي او فساد به زيات شي.
ملحدين او سيکولران همېشه د حدودو په تطبيق اعتراض کوي او دا د انسانانو په حق کې ظلم ګڼي (نعوذ بالله). دوی په دغه موضوع کې انساني عواطف رامخې ته کوي او وايي: ايا دا ظلم نه دی چې د يو نفر په بدل کې بل وژنئ، لاس يې قطع کوئ، رجم کوئ يې، يا بله سزا ورکوئ! خو دوی دې ته فکر نه کوي، چې که دغو کم شمېر خلکو ته سزا ور نه کړل شي، دوی ټول بشريت ته تکليف رسوي او ټولنه کې فساد خپروي. که پر دغه يوه قاتل زړه سوی وشي، هغه په لسګونو نور خلک قتلوي، که پر يو غله زړه سوی وشي، هغه د لسګونو خلکو مال لوټي، که پر يو زنا کار زړه سوی وشي، هغه د نورو خلکو ناموس ته بې عزتي اړوي، که پر يو لاره شلونکي زړه سوی وشي، هغه ټولو خلکو ته ضرر رسوي. نعوذ بالله! دا څومره لویه بې شرمي او جهالت دی، چې نا وسه مخلوق د خپل خالق په قانون کې نيمګړتيا لټوي!! مګر که دوی رښتيا عواطف لري، ولې د ماشومانو، سپين ږيرو او ښځو پر وژلو او بمبارولو چوپه خوله دي؟!
په هر صورت؛ دغه الهي احکام پر ټول بشريت د الله تعالی يو لوی رحمت دی او هدف يې د ټولنې اصلاح ده. تر څو ټول خلک د مجرمينو او مفسدينو له شر څخه خوندي وي.
کله چې په بدن کې کوم غړی له کاره ولويږي او داسې مرض پکې پيدا شي، چې نور بدن هم خرابوي، نو ډاکتران هغه غړی ترې قطع کوي، تر څو نور بدن يې خوندي پاتې شي. نو همدغه راز؛ له ټولنې څخه هم بايد مفسد افراد قطع او يا اصلاح شي، تر څو نوره ټولنه خوندي پاتې شي.
لکه څرنګه چې د اسلام اساسي هدف د شر او فساد له منځه وړل او د خلکو اصلاح کول دي، نو د شرعي حدودو تطبيق هم د همدې هدف يو جزء دی. ومن الله التوفيق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx