ټولنیزه برخه

ارمان به يې وکړې خو ناوخته!

احمد منصور
لسيزې نه وې آهونه ول امتحانات لوړې ژورې او پر مسير پراته ازغي ول چې ډېرو کمو درسره پاله د اخلاص جذبه يې هېښوونکي وه ټوپکوال يې چې په کوم ډول په خپلو هڅاندو قلمو انځور کړل را روان سيلاب يې چې په کوم ځانګړی مهارت مهار کړ نه شتو امکاناتو کې يې د ناهيلۍ څهرې در ونه ښودې دا پيرزوينې وې/دي  شاید د پراخي په دې دور کې ډېر ذهنونه يې ادراک ونه کړي پوهېږم دغه کرښې به جنونې وبلل شي او دومره اعتناء به ورته ونه شي شايد دا بدله هوا لا ډېر تغير ومومي هېر شي او سترګې پرې پټې شي که ناپامي او مسؤليت نه درک کول تر همدې کچې وې نو دا هر څه کېدونکي دي غفلتوب ممکن تر همدې سرحده ورسيږي له ډېر څه سره مينه له ډېر څه نفرت به راته د سپين سباؤن پيل ښکاري خو حقيقت کې به هغه توره شپه وي چې د خپل بدن اعضاء به هم نه پکې سي کېدای شي هدف مې عاقل درک کولای شي چې څه ده اړتيا نه شته چې پرې اوږده تبصره وکړم.

هوکې خو وخت راتلونکی ده هغه څه مو چې بايللي اړتیا به ورته تر اوس څو چنده شي د تلاش په موخه به يې ووځی ډېر لاس او پښې به واچوی دې خپلې بې غورۍ لپاره به نه کومه توجيې لری او نه دې خپلې تېروتنې ته د جبران پټی ځانونه به درته ملامت ښکاري خو د افسو پرته به هېڅ نه شی کولای ممکن څوک پيدا کړی هغه به نه وي چې له لاسه مو ورکړي او نه به د هغو په څېر وي چې لاس مو پرې سپک شي نه به يې شتون کې د آرامنتيا/تسلۍ احساس کولای شی ځکه د اخلاص ځاي به حرص نيولای وي او د ژمنتيا ځاي مطلب چې دواړه به د عبثې ستړيا ښودنه کوي لکه چې وايي هندو ستړی خداي ناراضه هماغه قيصه به وي په ړندو سترګو مزل خندقونو کې د غورزېدا سبب کېدای شي د جوړو سترګو آرمان به وکړی خو ډېره به ناوخته وي ډېر څه به مو له لاسه ورکړي وي لټون او آرمان که يې تعبير وکړم د آه جمله ده چې هيلې وژل شوې وي جسد رژېدلی وي تش کالبوت پاتې وي.

نن فرصت لری د سختيو قدر وکړی او جوړې سترګې وساتی امتيازات نه غواړي خو د امکاناتو ورته د نشت بهانه مه کوی که غواړی فکرونه وساتی او فکرونه پرې ووهی که غواړی مطلبيان او حريصان ونه وينی همدا يې حل ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx