د نن سرلیکنه

د کیري په دستور د ملي دولت نا معلوم تعریف- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: پرون او نن په کورنیو رسنیو کې د ملي یووالي دولت د تشریح او توضیح په اړه تاوده بحثونه روان ول.

د کیري په وساطت د متنازعو نوماندانو ترمنځ طرح شوې موافقې کې د ملي یووالي دولت تر نامه لاندې هغوی دواړو ته په مساوي توګه د واک ورکولو پریکړه شوې ده.

د حیرانتیا خبره داده چې دغه ډول مبهم او غیر تعریف شوی د ملي یووالي دولت نه د افغانستان په اساسي قانون کې شتون لري او نه هم د افغانستان د واکوالې په تاریخ کې کومه سابقه،خو داچې اوس مهال افغانستان د امریکایانو تر اشغال لاندې دی او د نظام جوړونې په شمول یې ټول لوائح او مقررات د هغوی د غوښتنو پر اساس ترتیب او تعریفیږي، نو افغاني چارواکې مجبوردي چې د امریکایانو په دستور رامنځته کیدونکي نوي ماډل د ملي یووالي حکومت ته قانوني تعریف ولټوي.

امریکایان د افغانې ټولنې له پیژندل شويو مشخصاتو سره د نابلدې له وجې له تیرو دیارلسوکلونو راهیسې په افغانستان کې ورته اشتباهات او تیروتنې تکراروي.

د امریکایانو د دغو اشتباهاتو له جملې څخه یوه هم د هغوی په خوښه د ټاکنو په نوم امریکايي تمثیلیه ده چې د دوی له زیاتې پانګونې سره په افغانستان کې د پلي کیدو وړتیا نه لري.

افغان سیاست پوهانو له پیله د هغې په اړه دا وړاندوینه کړې وه چې امریکایان غواړې د یادې ډرامې په وسیله خپلې هغه موخې تر لاسه کړې کومې چې یې د دولس کلن پوځي اشغال په وسیله په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.

امریکایان غواړي د دغې ډرامې په وسیله په افغانستان کې داسې فضا رامنځته کړي چې دوی ته ورکې په اسانې سره د مداخلې او لاسوهنې زمینه مساعده وي.

امریکایانو کټ مټ همدغه تخریبي طرحه په اشغال شوي هیواد عراق کې هم عملي کړ. هلته یې تر ډیره وخته د عراق سیاسي واک د خپل یوه داسې روزلي مزدور(نوري المالکي) په انحصار کې پریښود چې هغه د عراقي ولس په متفرق کولوکې امریکایانو ته ښه خدمت وکړ، هماغه وه چې د همدغه روزل شوي امریکايي مزدور د خدمتونو په نتیجه کې عراق د کورنۍ جګړې په اورکې راګیر او یوځل بیا عراقي ځوریدلی ولس د امریکايي اشغال په دام کې ونښت.

امریکایان غواړي عین لوبه په افغانستان کې هم تکرار کړي ، هغوی غواړی دلته هم خپل یوشمیر روزل شوي مزدوران تش په نوم په واک کې راولي او یوشمیر نور د هغوي پرخلاف مصنوعي اپوزیشن کړي او بیا د دوي د ملي یووالي دولت په پلمه خپلو نورو تخریبي اهدافو ته ځان ورسوي.

خو امریکایان باید په دې خبره ځان پوه کړي چې د افغانستان او عراق شرائط یوتربله زیات توپیر لري ، لکه څرنګه چې یې دلته پوځي هلې ځلې له ناکامي سره مخ شوې که خدای کول سیاسي سازشونه به یې هم هماغه اشان له مطلقې ناکامي سره مخ وي . ان شاء الله

د نن ټکي اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x