نظــر

له سیمې او نړۍ سره ښه روان يو

عبدالرحيم ترين

په اسيايي او نړيوالو سیاسي لوبه کې مو د لوبې په ميدان کې د ډيپلوماسۍ او د اړيکو تعادل تر ډیره بریده ښه ده او د ټکر کيدونکو هيوادونو ترمنځ تعادل ساتلی ده. که له چين سره مو اړيکې ښې دې او راشه درشه سره لرو نو په مقابل کې مو جاپان او امریکا هم نه ده هيره کړې او راشه درشه سره لرو.
که مو له پاکستان سره اړیکې ښې دې او راشه درشه سره لرو خو هندوستان ته مو هم له يو مخ شا نه ده کړې او اړیکې ورسره پالو.

که مو ايران او قطر سره اړیکې ښې دې خو بيا مو سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم نه دې هير کړي او متعادل سیاست ورسره پرمخ روان يو.

که مو روسيې سره دوه مياشتې وړاندې اړيکې چې خپله روسیې خرابې کړې او غوښتل یې چې د فشار له لارې پرموږ خپلې غوښتنې ومني خو دغه پلان کې ناکامه شوه او د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړه او غونده هم مثبت طرف او مثبت نظرونه پکې وو او خپلې یې هڅه وکړه روسیې چې خپلې خرابې کړې اړيکې بيرته ورغوي او د همدې موخې لپاره ددې ډيسمبر مياشتې په پای کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راځي او بيا به دې اړيکو عادي کیدو هڅه کوي هغه اړیکې چې خپله روسیې خرابې کړې.

نو روسیه لاړه او پينځه مياشتې وګرځیده خو بله هره هڅه او لاره پرې ناکامه شوه چې پر افغان حکومت خپلې غوښتنې ومني او يا هم فشار پرې راوړي دا ده بيرته را وګرځیده.
همسايه هيوادونه ټول ښه دي خو يو تاجکستان لا هم په توت کې ناست ده او خپل رنډ توب ته يې دوام ورکړئ ده. که څه هم تاجکستان دومره مهم نه ده خو تاجک هغه څه او مصارف ډير زوروي چې تيرو شلو کلونو کې یې په خپلو د لاس الو او جاسوسانو باندې وکړل. اوس په دې لټه کې ده او نارې وهي چې يو نفر خو دې زما د ا ا لخوا په کابينه کې ومنل شي چې دغه یې خوب او خيال ده او تل به همداسې پاتې وي. که څه هم تاجکستان دومره مهم نه ده خو بیا هم مونږ له ټولو سره ښې اړيکې غواړو نو ځکه ورنه بيا غوښتنه کوو چې له خپل کوږ خره را کښته شه که تا په دغه مرور توب ګټه وه کړه نو دا.
مقصد اړيکو کې تعادل ساتل د هيوادونو د بریالیتوب راز ده.
تر اوسه الحمدلله ښه روان يو.
ترين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx