نظــر

حکمتیار صاحب

حفيظ الدين پيرزاده

د سیاسي مبارزې اوږ‎دہ، پیچلې، ژورہ، بریالۍ، ناکامه، احساساتي، منطقي، سخت دریځه، معتدله او کله کله بې دریځه مخینه لري!
نور خلک چې ستر شي، سیاست کوي، حکمتیار صیب سیاست کاوہ چې ستر شو، خو مرحوم استاد الفت ډیر سترتوب د عذاب نښه بولي، ھغه وایي:
که ډیر غټ نه یې سړ‎یه! دومرہ ډیر مه غُصه کیږ‎ہ
ھغه څومرہ په عذاب وي، چې له حدہ ډیر غټیږ‎ي
ھغه تنکی ځوان و چې د کابل په علمي چاپیریال کې یې د مسلمانو ځوانانو خوځښت ( نھضت جوانان مسلمان ) غړ‎یتوب تر لاسه کړ‎ او د خپل بې مثاله جرئت او راسخې عقیدې پر مټ یې ځان په ډیرہ لږ‎ہ مودہ کې د یاد خوځښت د مطرحو محصلینو له ډلې څخه وگرځاوہ.
ھغه په خام عمر کې سیاست ته مخه کړ‎ې وہ، نو ځکه یې سیاست ھم په پاخه عمر کې د ھغه خامۍ را برسیرہ کړ‎ې!
حکمتیار صیب د مرحوم داؤد چپ اندي او مطلق العنان جمھوریت ناکردو او مظالمو په داسې حال کې د پاکستان په ځولۍ کې واچوہ چې لا یې د سیاست بغدادۍ قاعدہ د مصري ملا په اخوانۍ مدرسه کې لوستله او په مقابل کې یې د نړ‎ۍ او سیمې په کچه منجیدلی شاطر سیاستپوہ ذوالفقار علي بوټو قرار درلود.
نو منطقي خبرہ دہ چې د سیاست لوبه به زموږ‎ پر بایلات تمامیدہ!
د حکمتیار صیب د سیاست شباب د ھغه د ځوانۍ پر مھال و نو ځکه تشدد ، جوش او ولولې پکې د تعقل، منطق او نرمښت ځای نیولی وو.
کله به یې د ډیر افراط له امله د جھاد په چاپیریال کې ورسرہ پراته د غیر اخواني تنظیمونو پلویان سم مسلمانان نه بلل خو بله ورځ به یې د خلقي تڼي سرہ اتحاد کاوہ.
کله به یې پر کمونست دوستم له خپل سنگر څخه ډزې کولې خو پر سبا به یې بیا له ھغه سرہ له یوہ سنگر څخه ډزې کولې !
کله به یې د وخت له ادارې سرہ د کابل پر ښار د راکټونو توغولو مسابقه کوله خو بله ورځ به یې بیا د ھماغه حکومت صدراعظمۍ منله!
د حکمتیار صیب د ژوند او سیاست کتاب د نشیب او فراز له داسې عجائبو ډک دی چې ښایي بیلگې یې ډیرې کمې وي.
خو له دې څخه ھم انکار نشي کیدای چې د روس په مقابل کې د حکمتیار تر مشرۍ لاندې د اسلامي حزب د جھاد ونډہ تر نورو ټولو جھادي تنظیمونو په مراتبو زیاته وہ.
که د شوروي او داخلي کمونستانو په مقابل کې د اسلامي حزب مقاومت، سرښندنې، او قربانۍ په یوہ ترازو کې واچوو او د نورو ټولو جھادي ډلو ھغه په بله کې، نو په یقین سرہ ویلای شم چې د حزب تله به پر درندہ خیژي!
زہ حکمتیار صیب انجنیر نه، بلکې تکړ‎ہ دیني عالم بولم، ځکه ھغه د انجنیرۍ پر زدہ کال نیم اړ‎ولی خو د دین پر زدہ کړ‎ہ یې ټول عمر!
په دیني مسائلو کې د ھغه پڅیر تحقیق او تدقیق ښایي زموږ‎ ډیری علمای کرام ھم و نشي کړ‎ای.

په ټوله کې ښاغلی حکمتیار د منفي نکاتو، خام سیاست او نه جبران کیدونکیو تیروتنو سرہ سرہ، د یوې سترې اسلامي ډلې مسلمان، مجاھد، عالم او متقي رھبر پاته شوی.
ھغه زموږ‎ په ټولنه کې ډیر پلویان لري او که ووایم په اسلامي فکر لرونکیو روڼ اندو کې یې ښایي طرفداران تر بلې ھرې ډلې زیات وي، نو ډیرہ مبالغه به مې نه وي کړ‎ي!
د ھغه په کابل کې مازې موجودیت د اوسني حکومت د مشروعیت گراف لوړ‎وي!
موجودہ حکومت چې ور سرہ د مور او میرې کوم سلوک پیل کړ‎ی، په ھیڅ رنگ د توجیه وړ‎ نه دی!
که اما رت د رحیمي، چکړ‎ي، وردگي فاروق، کرزي، عبدالله او امثالھم پڅیر ملي خاینین او د اشغال گوډاگیان تر خپل چتر لاندې ساتلی شي نو مجاھد حکمتیار ته ولې خپله غیږ‎ہ خلاصه نه شي ساتلی؟!
که پر حکمتیار صیب امکانات بند شي، د ژوند حلقه پر تنگه شي نو له بدې ورځې به د وطن پریښودو ته اړ‎ کیږ‎ي چې دا بیا نه د اما رت په گټه دہ، نه د افغانستان او نه ھم د شرعي نظام !
بیا باید امارت د مخالفینو د بیرته را ستنولو ھغه کمیسون ھم منحل اعلان کړ‎ي چې د خپلو فکري ملگرو د ساتلو جوگه نه دی خو د بھر څخه د سترو مفسدینو او ملې خاینینو ستړ‎ي مه شې د الوتکې پر زینو برہ ور خیژي!

د حکمتیار باید عزت وشي، د قدر په سترگه ورته وکتل شي، مشورې ترې واخیستل شي او د ھغه د سیاست له ترخو خاطرو څخه د عبرت درس!
د روسانو په مقابل کې د جھاد پر مھال د حکمتیار اسلامي حزب په ټوله مانا یو افغانستان شموله تنظیم و چې د جھاد تر بریا پس تر ټولو ناکام سیاسي قوت ثابت شو!
ښایي ستر لاملونه یې د ھغه یکه تازي، د یوې واکمنې شورا نه لرل او یا نه پریښودل، او ټولې سترې او کوچنۍ فیصلې بې د کومې اداري، علمي او منطقي پروسې څخه د خپل زړ‎ہ په کندھار کې کول وو، چې ناوړ‎ہ نتائج یې نن د ھغه په شمول د اسلامي حزب ټول غړ‎ي گالي!

فاعتبروا زړ‎ہ ته نژدې امارته!!!
_____________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۱۱/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx