نظــر

د فرانسې د ۱۷۸۹ کال ولسي انقلاب او د اېران اوسنی ولسي پاڅون!

عبیدالله سهاک – د پوهنتون استاد

د اېران ولسي پاڅون د فرانسې د ۱۷۸۹ میلادي کال لوی انقلاب ته ورته حالت لري.

د فرانسې لوی انقلاب هغه وخت بریا ته ورسېد، چې کله د باسټېل زندان سقوط وکړ او د یاد زندان ۱۲ تنه ساتونکي ووژل شول.

د زندان تر سقوط یوه ورځ وروسته د فرانسې ټولواکه حاکم وتښتېد او د ولسي پاڅون کوونکو مشران واک ته ورسېدل.

د اېران اوسنی ولسي پاڅون او د فرانسې د هغه وخت انقلاب په لاندې ډول پرتله کیدی شي:

۱- فرانسویانو په هغه وخت کې کوم ځانګړی بهرنی ملاتړ نه درلود، ټول په خپل ځواک متکي و. د اېران اوسنی ولسي پاڅون په ښکاره او پټه بهرني ملاتړي لري، همدا نن بیلژیک او المان په خپلو پارلمانونو کې ترې ملاتړ اعلان کړی.

۲- د فرانسې د هغه وخت انقلاب یو شمېر مشهور شعارونو درلودل، مثلاً برابري، په دولت کې ونډه، ازادي او تر ټولو مهم یې د فرانسې د زوړ مستبد نظام پر وړاندې قیام کول. تقریباً همغه ډول شعارونه اوس اېرانیان هم زمزمه کوي، یوازې د اخوندانو ضد شعارونه اضافه دي.

۳- د فرانسې انقلاب د فرانسې تر پولو محدود پاتې نه شو، بلکې په ډېره چټکۍ یې ټولو اروپایي او امریکایي هېوادونو ته سرایت وکړ، حتی د فرانسې نوي ولسي حکومت داسې اعلان کړی و، چې د نړۍ په هر کونج کې هر څوک چې د خپلو مستبېدو او منحصرو نظامونو پر وړاندې د ازادۍ غږ پورته کړي؛ نو موږ یې ملاتړ کوو ( دغه موضوع د تاریخ په کتابونو مستنده ده.) د اېران اوسنی پاڅون دغې مرحلې ته لا نه دی رسېدلی؛ خو په کثرت سره د دې احتمال شته، چې تر بریا وروسته به حتمن نورو هېوادونو ته سرایت کوي. تېرو ورځو کې د عراق یوه شیعه عالم ویلي و، چې د سیمې هېوادونو خیر په دې کې دی، چې د اېران کړکېچ ژر تر ژره په اېران کې پای ته ورسوي، کنه د هېڅ دولت خیر پکې نه شته؟!

۴- د فرانسې د هغه وخت دولت خورا ضعیف و، بودیجه یې صفر ته نږدې شوې وه، نظامي ځواک یې بې باوره او سره پاشلی و؛ خو د اېران اوسنی دولت خورا ځواکمن دی، د دوی نظامي او استخباراتي شبکې (سپاه پاسداران) همدا نن اعلان کړی و، چې دوی بالیستیک هایپرسونیک توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی دی. یاد توغندی دومره پرمختللی دی، چې سرعت یې له غږ(صوت) څخه چټک دی، دغه ډول توغندي یوازې امریکا، روس، چین او تېر کال شمالي کوریا جوړ کړي.

دا چې د اېران اخوندي نظام به له کوم ډول برخلیک سره مخ شي؛ نو قضاوت به یې وخت او زمان ته پرېږدو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx