د لاریونوالو کاروان اسلام اباد ته پر لار

اسلام اباد: د ازادۍ ورځ او د لاریونوالو ګڼه ګوڼه

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): نن شپې ناوخته د تحریک انصاف ګوند کاروانونه اسلام اباد ته ورسېدل. د عمران خان او طاهرالقادري په مشرۍ د پاکستان دوو سیاسي ګوندونو د اسلام اباد پر لور د مارش اراده کړې ده. خو عمران خان او قادري لاهم له لاهوره د اسلام اباد پر لار دي.

دوی خبر ورکړی و، چې د اګست پر ۱۴مه چې د پاکستان د ازادۍ ورځ هم ده، اسلام اباد ته به ځي؛ خو داسې ښکاري چې دواړه مشران به د اګسټ پنځلسمې سهار ته اسلام اباد ته ورسېږي.

تر دې مهاله له خیبرپښتونخوا راغلي کاروانانونه اسلام اباد ته رسېدلي. د دغه کاروان مشرۍ د یاد ایالت وزیر اعلی پرویز خټک کوي.
نن شپه چې د پاکستان د ازادۍ د ورځې جشنونو او خوښيو اسلام اباد په سر اخیستی و، د اسلام اباد اوسېدونکو ته د عمران خان او قادري لاریونونو سرخوږی هم جوړ کړی. د اسلام اباد پر سړکونو ولسې غونډې، د موټرو او موټرسایکلونو نندارې، اورلوبې او دغسې نورې د خوښۍ مراستم تیار شوي دي.

له اسلام اباده د نن ټکي اسیا خبریال وايي، چې له یوې خوا د لاریون اوازې او له بلې خوا د جشن مېلو د پلازمېنې ګڼه ګوڼه یو پر دوه کړې ده. زموږ خبریال وايي: «جشنونه لمانځل کېږي؛ خو د لاریون وېرې د اسلام اباد هټیوال اړ کړي، چې خپل دوکانونه وتړي».

تمه ده، چې عمران خان د اسلام اباد په ابپاره سیمه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو دولتي ودانیو سره لنډ پروت دی، خپله وینا او له دولته خپلې غوښتنې مطرح کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د